وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۲۱ الأحزاب
وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا ﴿۳۴﴾ إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا ﴿۳۵﴾
او یادوئ هغه چه لوستلی کیدی شی په کورونو ستاسو کښی د آیاتونو د اللّه تعالٰی او حدیث د نبی نه یقیناً اللّه تعالٰی باریک څیزونه وینی اوخبردار دی ﴿۳۴﴾
یقیناً مسلمانان سړی او مسلمانانی زنانه او مؤمنان سړی او مؤمنانی زنانه اوتابعداری کوؤنکی سړی او تابعداری کوؤنکی زنانه او رشتیا ویونکی سړی او رشتیا ویونکی زنانه او صبرکوؤنکی سړی اوصبر کوؤنکی زنانه اوعاجزی کوؤنکی سړی او عاجزی کوؤنکی زنانه اوصدقه ورکوؤنکی سړی او صدقه ورکوؤنکی زنانه او روژه نیوؤنکی سړی او روژه نیوؤنکی زنانه او بچ ساتونکی عورتونو خپلو لره سړی او بچ ساتونکی زنانه اویادوؤنکی اللّه تعالٰی لره سړی ډير او یادوؤنکی زنانه تیارکړی دی اللّه تعالٰی ددوی دپاره بخشش او ثواب لوی ﴿۳۵﴾
[۳۴] دا بل خطاب دی بیبیانو د نبی ﷺ ته اوهرکله چه د اعمالو بنا په علم باندی ده اوبغیردعلم نه عمل غلط وی ددی وجی نه په دی کښی دعلم ترغیب ورکوی - اونصاب دعلم ئی ذکرکړی دی مِنْ آيَاتِ اللَّهِ، چه قرآن کریم دی وَالْحِكْمَةِ، مراد ترینه سنت او حدیث د نبی ﷺ دی (وَاذْكُرْنَ) مراد ددی نه لوستل او درس او تدریس کول دی (فِي بُيُوتِكُنَّ) په دی کښی اشاره ده چه درس گاه د زنانه دپاره دننه کمره او کوټه ده -
فائده: د (۳۲) تردی پوری اگرچه خطاب بیبیانو د نبی ﷺ ته دی لیکن په دی احکاموسره زنانه د امت هم طبعاً مکلف دی ځکه چه اعلٰی ته حکم وی نوهغه ادنیٰ ته هم شامل وی -
[۳۵] په دی آیت کښی بشارت دی په جمع کولو د لس صفاتو ښائستو سره اوهرکله چه تیرشوی آیاتونو کښی احوال د بیبیانو د نبی ﷺ ذکرکړل اوهغوی ته ئی خاص بشارت ذکرکړو نوپه دی آیت کښی دعامو نارینو اوزنانو صفات او بشارت ذکرکوی اوپه دی کښی اشاره ده چه دا صفتونه په بیبیانو کښی د نبی ﷺ کښی هم موجود وو - دبعضی سلف صالحینو نه نقل ده چه کوم اذکاراو دعا گانی په سنت سره په مختلفو اوقاتو کښی ثابت دی په هغی باندی چه څوک همیشگیری کوی نوهغه په الذاکرین اللّه کثیرا کښی داخل دی -
فائده: په دی صفتونو کښی دری صفتونه قلبی دی ایمان، قنوت، خشوع، دا عبادات قلبیه دی - او دری عبادات بدنیه ظاهریه دی اسلام (عام دی ټولو عبادتونوته) اوصبراوصوم اوپه دی کښی دوه عبادات لسانیه دی صدق او ذکر، اویوعبادت مالیه دی تصدق کول اویو عبادت دترک المنکرات دی یعنی حفظ الفروج -