وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۲۲ الأحزاب
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُبِينًا ﴿۳۶﴾
اونه دی مناسب مؤمن سړی لره او مؤمنی زنانه لره کله چه فیصله کړی ده اللّه تعالٰی اورسول دهغه دیوڅیز داخبره ده چه وی ددوی لره خوښه خپله په کارددوی کښی اوچاچه خلاف اوکړو دحکم د اللّه تعالٰی اودرسول دهغه نه نویقیناً گمراه شو په گمراهئ ښکاره سره ﴿۳۶﴾
[۳۶] په دی کښی خطاب دی ټولو مؤمنانو نارینو او زنانو ته یعنی د اللّه تعالٰی اود رسول د فیصلی او دنص په مقابله کښی خپله یا دبل چا رائی او اختیار مه چلوئ دا عصیان او گمراهی ښکاره ده - اود مخکښی آیت سره ئی ربط دادی چه تیرشوی صفات هله حاصلیږی چه دنص دقرآن او حدیث نه خلاف په بله رائی او قول باندی دعمل کولونه ځان بچ کړی شی (وَمَنْ يَعْصِ) دلته عصیان نه مراد خپل رائی او اختیارمقدم کول دی په نص دقرآن او دسنت باندی -