وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۲۳ الأحزاب
وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَاهُ فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا ﴿۳۷﴾
اوکله چه اوئیل تا هغه چاته چه نعمت کړی دی اللّه تعالٰی په هغه باندی اونعمت کړی دی تاپه هغه باندی او ساته دځان سره بی بی خپله اوویره کوه د اللّه تعالٰی نه اوپټه ساتله تا په زړه خپل کښی هغه خبره چه اللّه تعالٰی ښکاره کوله اوویره کوله تا دخلقو نه او اللّه تعالٰی ډیرحق دار دی چه دهغه نه ویره اوکړی نوهرکله چه پوره کړو زید دهغی نه حاجت نوپه نکاح سره مونږ درکړه تاته دپاره ددی چه نه وی په مؤمنانو باندی تنگسیا په باره دنکاح کولو دبیبیانو د متنبیٰ گانوددوی کښی هرکله چه پوره کړی دوی دهغوی نه حاجت اودی حکم د اللّه تعالٰی پوره کړی شوی ﴿۳۷﴾
[۳۷] دا خطاب دی نبی ﷺ ته ځکه چه دلفظ د ان تخشاه او زوجنٰکها کښی خطاب هغه ته دی - اوپه دی آیت کښی دزید بن حارثه بعضی حالاتوته اشاره ده هغه داچه زید بن حارثه په وړوکوالی کښی دمورسره روان وؤ په سفرباندی نوبدمعاشانوپه لاره کښی هغه لره دمورنه په زور سره واخستلو اودعکاذ میلی ته ئی راوستلو اووئیل ئی چه دا مرئی دی دخرڅ دپاره نوحکیم بن حزم چه وکیل تجارت وؤ دخدیجه رضی اللّه عنها هغه ددوی نه په څلورسوه درهم باندی واخستو اودخدیجه رضی اللّه عنها سره اوسیدلو بیاچه د نبی ﷺ دخدیجه رضی اللّه عنها سره نکاح اوشونوهغی زید نبی ﷺ ته اوبخلو، په دغه زمان کښی دزید پلاروغیره د هغه په طلب کښی گرځیدل نومکی معظمی ته راغلل نوزید ئی د نبی ﷺ سره اومندلو نو دهغه نه ئی طلب کړو هغه اوفرمائیل چه د زید نه تپوس اوکړئ که تاسو سره په خپله خوښه ځی نوزه ئی نه منع کوؤم نوهغه اوئیل چه زه د نبی ﷺ په مقابله کښی پلاراو رونړه نه خوښوم نوبیا نبی ﷺ هغه ته اوئیل چه ماته آزاد کړی اودهغه وخت درواج په موافق سره اوئیل چه زید ځما ځوی شو یعنی متبنیٰ ئی ترینه جوړکړو دهغی نه روستو په ده ته زید بن محمد ﷺ وئیلی کیدلو - بیا نبی ﷺ دزید نکاح دزینب بنت جحش رضی اللّه عنها سره اوتړلو - لیکن ددوی دکورنئ تعلق پوره جوړ رانغی نوزید اوغوښتله چه زه دی له طلاق ورکوم نو رسول اللّٰه ﷺ هغه لره دطلاق ورکولو نه منع کړو - او رسول اللّٰه ﷺ ته په وحی سره معلوم شوی وه چه روستو دطلاق ورکولو دزید نه نبی ﷺ به ددی سره نکاح کوی - اوپه نکاح کولو کښی دمنافقانو او مشرکانو د طرف نه دا بدنامه وه چه دځوئی دښځی سره ئی نکاح اوکړو نوددی بدنامی نه نبی ﷺ ویریدلو هغه ته ئی اوئیل چه دی لره طلاق مه ورکوه - لیکن هغه طلاق ورکړو اوعدت ئی تیرشو نو اللّه تعالٰی دزینب نکاح د نبی ﷺ سره اوکړلو (أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ) یعنی هغه ستانه مشوره طلب کړه په باره دطلاق د هغی کښی او دزوجی نوم زینب رضی اللّه عنها وو یعنی اگرچه په تاباندی بوج او تکلیف به وی لیکن دهغی سره گذاره کوه (وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ) کوم څیز چه اللّه تعالٰی ښکاره کړو هغه نبی ﷺ په زړه کښی ساتلو او اللّه تعالٰی خو داښکاره کړه چه هرکله زید طلاق ورکړو زینب رضی اللّه عنها ته او عدت ئی هم تیرشو نو اللّه تعالٰی دهغی نکاح د نبی ﷺ سره اوکړو نومعلومه شوه چه د نبی ﷺ په زړه کښی داخبره وه ددی وجی نه چه اللّه تعالٰی ورته د مخکښی نه خبررالیږلی وو (وَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَاهُ) -
تنبیه: بعضی مفسرینو په دی مقام کښی داسی قصی لیکلی دی چه د نبی ﷺ دشان سره نه خائیگی یعنی په زړه د نبی ﷺ کښی محبت دزینب پیدا کیدل اوزړه کښی داتمنا کول چه زید زینب له طلاق ورکړی اوزه به ئی په نکاح سره واخلم وغیره نودهغی په باره کښی په دی آیت کښی په خپله تردید موجود دی (۱) یودا چه أَمْسِكْ عَلَيْكَ، ئی وئیلی دی نوکه دنبی داسی محبت او تمنا وی نو په کاروو چه هغه ته وئیلی وی چه طلاق ورکړه - - دوهم مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ، که درسول په زړه کښی دامحبت او تمنا وی نوضرور اللّه تعالٰی په هغه ښکاره کړی وی ځکه چه اللّه تعالٰی د هیچ چا نه ویره نه کوی دریم (زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ) که دهغه محبت وی نو اللّه تعالٰی به فرمائیلی وی زَوَّجنَا کَهَا لِاَنَّک َ تُحِِبُّهَا (ستا دمحبت دوجی نه می په نکاح سره درکړه) دارنگ مفسرینو محققینو مفسرینو هم په دغه قصه باندی رد کړی دی تفسیرابن کثیرکښی وئیلی دی چه ذکرکړی دی ابن ابی حاتم اوطبری بعضی اثاردسلف نه مونږ دهغی نه مخ گرځوؤ پس نه ئی ذکرکوؤ - اوتفسیرقرطبی کښی لیکلی دی چه بعضومفسرینو روایت کړی دی چه نبی ﷺ د زید په ښخی باندی مئین وو اوبعضو بکواس کوؤنکو وئیلی دی چه عاشق شو نوداد دهغه چانه صادریږی چه دنبی دعصمت نه جاهل وی یا سپک والی کوی دحرمت دنبی (فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِنْهَا) دزید رضی اللّه عنه دا ډیرقوی منقبت دی چه دهغه نوم په قرآن کریم کښی لوستلی کیږی دبل صحابی دا صفت نیشته اوعلماؤ ددی حکمت دا ذکرکړی دی چه هرکله دده نسبت د زید بن محمد ﷺ نه بدل کړی شو زید بن حارثه ته نوپه دی سره دده زړه ته ډیرخفگان اورسیدلو دهغی دجبیری دپاره دده نوم ئی په قرآن کښی نازل کړو (وَطَرًا) مراد ترینه حاجت دیوځای کیدلود بی بی سره اوبیا طلاق ورکول دی ځکه چه په حدیث د مسلم کښی ثابت ده چه نزدیکت نه روستو ئی طلاق ورکړی دی (زَوَّجْنَاكَهَا) ددی نه معلومه شوه چه د نکاح دپاره ولی دنکاح په کاردی خودا اختلافی مسئله ده - اوبه نسائی کښی راغلی دی چه دی به فخرکوؤ په نورو بیبیانوباند چه اللّه تعالٰی ځما نکاح په آسمان کښی کړی دی اودا د نبی ﷺ خصوصیت دی چه اللّه تعالٰی ئی په خپله نکاح کړی دی (لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ) دا لویه فائده شرعیه ده په نکاح دزینب کښی چه هغه رد دشرک فی التحریم دی اوتردید درسم او رواج دمشرکانودی چه هغوی به دمتبنیٰ دښځی سره نکاح کول دهمیشه دپاره حرام گنړل -