وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۲۴ الأحزاب

مَا كَانَ عَلَى النَّبِيِّ مِنْ حَرَجٍ فِيمَا فَرَضَ اللَّهُ لَهُ سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَرًا مَقْدُورًا ﴿۳۸﴾ الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا ﴿۳۹﴾

نه دی وی په نبی ﷺ باندی تنگسیا په رسولو دهغه حکم کښی چه فرض کړی دی اللّه تعالٰی په ده باندی په شان دطریقی د اللّه تعالٰی په هغه کسانوکښی چه تیرشوی دی دده نه مخکښی اودی حکم د اللّه تعالٰی تقدیرمقرر کړی شوی ﴿۳۸﴾
دا هغه کسان دی چه رسوی پیغامونه د اللّه تعالٰی او ویریږی دهغه نه اونه ویریږی دهیچ چانه سیوا د اللّه تعالٰی نه اوپوره دی اللّه تعالٰی حساب کوؤنکی ﴿۳۹﴾

[۳۸] دابل خطاب دی نبی ﷺ ته په صیغه دغائب سره دپاره داحترام - ربط دادی هرکله چه نکاح د زینب کښی دخلقو دطعنونو نه ویره وه نوپه دی آیت کښی ترغیب دی چه په دی نکاح کښی فریضه د اللّه تعالٰی مخلوق ته رَسَوَل دی چه هغه رسم شرکی تردید کول دی نو نبی ﷺ لره نه دی جائز چه په دی کار کښي هغه هیڅ خرج محسوس کړی (سُنَّةَ اللَّهِ) مرا ددینه طریقه د اللّه تعالٰی ده په ټولو انبیاؤ علیهم السلام باندی دلری کولو دحرج په تبلیغ او دعوت کښی یامراد ددی نه طریقه دوسعت ده په باره دنکاح کښی په مخکښنو انبیاؤ علیهم السلام باندی لکه داؤد او سلیمان علیهما السلام شو او سُنَّةَ نه مخکښی حرف دکاف حذف دی یعنی کسنّة (په شان دطریقی) تیرشوی آیت کښی مَفْعُولً، ذکر کړو ځکه چه هلته مراد نکاح دزینب سره وؤ اوهغه پوره کړی شو اوپه دی آیت کښی ئی قَدَرًا ذکرکړو ځکه چه فَرَضَ کښی معنیٰ دتقدیرده او مَقْدُورًا دتاکید دپاره دی یعنی هیڅ تبدیلی او خلاف په هغی کښی نه واقع کیږی -
[۳۹] داصفت یا بدل دی د الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ، نه او ذکردشان تیرشوؤ انبیاؤ دی په دری صفتونوسره - (وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا) دا ویره ده هغه کسانوته چه پیغمبرانو باندی اعتراضونه کوی یعنی اللّه تعالٰی به ددوی سره حساب اوکړی چه په څه سبب سره دوی اعتراضونه کول -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>