وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۳۹ سبأ

وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ مِنَّا فَضْلًا يَا جِبَالُ أَوِّبِي مَعَهُ وَالطَّيْرَ وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ ﴿۱۰﴾ أَنِ اعْمَلْ سَابِغَاتٍ وَقَدِّرْ فِي السَّرْدِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۱۱﴾ وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَرَوَاحُهَا شَهْرٌ وَأَسَلْنَا لَهُ عَيْنَ الْقِطْرِ وَمِنَ الْجِنِّ مَنْ يَعْمَلُ بَيْنَ يَدَيْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَمَنْ يَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِيرِ ﴿۱۲﴾

اویقیناً ورکړی دی مونږ داؤد علیه السلام ته زمونږدطرف نه غوره والی (وئیلی وؤمونږ) ای غرونو تسبیح وائی دده سره اوتابع کړی وؤ مونږ مارغان اونرمه کړی وه مونږ ده لره اوسپنه ﴿۱۰﴾
چه جوړوه پوره زغری او انداز ساته په یوځای کولو د کړو کښی او عمل کوئ نیک یقیناً زه ستاسو عملونو لره لیدونکی یم ﴿۱۱﴾
اوتابع کړی وه مونږ سلیمان علیه السلام لره هوا مزل د صبائی دهغی یومیاشت وؤ او مزل مازیگری یو میاشت وؤ او بَیَولی وه مونږ هغی لره چینه د تانبی اود پیریانو نه داسی کسان وؤ چه کاربه ئی کوؤ دهغه په مخکښی په حکم درب دهغه سره اوڅوک چه به کوږ شو ددوی نه دحکم زمونږنه اوبه څکوؤ مونږ هغه ته دعذاب د اور لمبووالا ﴿۱۲﴾

[۱۰] ددی آیت نه دوهم باب دی تر (۲۲) پوری په دی کښی حالات د داؤد اوسلیمان علیهما السلام او حال دجناتو ذکرکوی دپاره ددفع دشبهاتوپه توحید باندی او دلیلونه نقلیه هم دی په بیان داحتیاج او عبدیت ددوی سره بیا مثال داصحاب سبا ذکرکوی دپاره دتخویف دنیوی اوبیا عداوت دشیطان ذکرکوی چه سبب دشبهاتو او نزول دعذاب دی - په دی (۱۰) کښی واقعه د داؤد علیه السلام ده او په دی کښی جواب دسوال دی چه دداؤد علیه السلام دحالاتو نه معلومیږی چه دهغه ډیرطاقت او قدرت وؤ په غرونو او مارغانو او اوسپنه باندی نومعلومه شوه چه دحاجت روائی قدرت ئی هم لرلو او شفیع قهری هم کیدی شی حاصل دجواب دادی چه غرونه او مارغان تابع کول او اوسپنه نرمول داټول کار او قدرت د اللّه تعالٰی دی د داؤد علیه السلام په هغی کښی اختیار نه وؤ دا معجزات دی اودنبی قدرت په معجزاتو کښی نه وی اوددی وجی نه په دی کارونو کښی اللّه تعالٰی ځان ته نسبت کړی دی اوبل مقصد په دی واقعه کښی ذکر دقدرت د اللّه تعالٰی دی په ذکردامور دخلاف دعادت نه نودلیل شو چه اللّه تعالٰی په دوباره ژوندی کولو قادر دی - اودارنگ دلیل نقلی دی په توحید باندی - اوجبال او طیرئی ددی وجی نه ذکرکړل چه غرونه ډیرسخت دی او مارغان دانسان نه ډیرنفرت کوؤنکی دی لیکن هرکله چه دوی د داؤد علیه السلام ملگرتیا کوله نومعلومه شوه اونی او بوټی وغیره ئی هم تابع وو - لیکن هغه انسانان چه دگټونه ئی زړونه ډیرسخت وی نوهغوی ئی مخالفت کوؤ (وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ) دغرونو نه ډیرسخت څیزاوسپنه ده نودهغی تسخیرهم ذکرکوی - هرکله چه داؤد علیه السلام دجهاد سره محبت ډیرلرلو اودارنگ دخپل لاسونو گټه ئی خوښه وه او اللّه تعالٰی ورته اوسپنه نرمه کړله بغیرد اور او بغیر د ټکولونه په پلکونو او سټکونو سره به ئی دهغی نه کړئ جوړه ولی -
[۱۱] (وَقَدِّرْ فِي السَّرْدِ) سرد په معنیٰ دجوړولو دزغرو دی اوکړئ په یوبل کښی ورکول دی اود (قَدِّرْ) دوه معنی دی اوله معنیٰ داچه کړئ په اندازه جوړوه نه ډیری فراخی او نه ډیری تنگی اونه ډیرغټی او نه دیری نرئ‌ دپاره ددی چه غشی او توره ورباندی اثرنه کوی اونه په بدن باندی درنی وی اوبقاعی وئیلی دی چه په دغه زغرو کښی میخونه نه وو بعضو چه لیدلی وی نوداسی خبرئی راکړی دی اودا ددی وجی نه چه اوسپنه نرمه وه نو میخونه وهلو ته حاجت نه وؤ - دوهمه معنیٰ داده چه دا کسب دنیوی دی نو ددی دپاره ورځی او وخت اندازه کړله ټوله ورځ په دی مه لگوه بلکه ډیروخت د عمل صالح دپاره صرف کړه چه هغه مقصد اصلی دی ددی وجی نه ورپسی اوفرمائیل (وَاعْمَلُوا صَالِحًا) -
[۱۲] په دی کښی دوهمه واقعه ده په جواب دشبهه کښی چه د سلیمان علیه السلام بادشاهی په هوا اوپه جناتو اومارغانو باندی دلالت کوی چه دی د لوی تصرف او قدرت مالک وؤ، حاصل دجواب دادی چه دا قدرت د اللّه تعالٰی وؤ دسلیمان علیه السلام په هغی کښی اختیار نه وؤ ددی وجی نه اللّه تعالٰی ځان ته نسبت کوی اودارنگ واقعه دلیل نقلی دی په توحید اوپه بعث بعدالموت باندی (بِإِذْنِ رَبِّهِ) په دی کښی اشاره ده چه دهغه سره (سِحر) جادو نه وؤ لکه چه یهودیان وائي بلکه د اللّه تعالٰی اذن وؤ (مِنْ عَذَابِ السَّعِيرِ) مراد ترینه اور دجهنم دی یامراد په دنیا کښی چه ملائک په دی جناتو باندی مقرر وو چابه چه دحکم د سلیمان علیه السلام نافرمانی اوکړله نو داورپه چابک (کروړه) باندی به ئی وهلو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>