وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۴۰ سبأ

يَعْمَلُونَ لَهُ مَا يَشَاءُ مِنْ مَحَارِيبَ وَتَمَاثِيلَ وَجِفَانٍ كَالْجَوَابِ وَقُدُورٍ رَاسِيَاتٍ اعْمَلُوا آلَ دَاوُودَ شُكْرًا وَقَلِيلٌ مِنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ ﴿۱۳﴾

جوړول به دوی هغه لره څه چه به هغه غوښتل عبادت خانی او نمونی دآبادئ او خانکونه چه په شان دحوضونو وؤ او دیگونه ولاړ په خپل ځای باندی عمل کوئ ای اولاد د داؤد علیه السلام دشکرکولو او لږ دی دبندگانو ځمانه شکرگذار ﴿۱۳﴾

[۱۳] په دی کښی تسخیردجن او دهغوی کارونه ذکرکوی (مَحَارِيبَ) محراب په بنی اسرائیلو کښی خاص عبادت خانه دامام او عالم دپاره وه یا مراد ترینه اوچتی آبادئ دی یامراد ترینه مساجد دی اوپه دی کښی مسجد بیت المقدس هم داخل دی چه داهم جناتو جوړ کړی وؤ لیکن محراب زمونږ دزمانی ترینه مراد نه دی (وَتَمَاثِيلَ) مراددی نه نقش او نگار دی د اونو اوبوټو په شکلونو جوړولو سره - اوچاچه وئیلی دی چه مراد ددی نه تصاویر دانبیاؤ او بزرگانو وؤ چه دوی به په عبادت خانو کښی کیخودل صرف درغبت دپاره اودا ددوی په دین کښی جائز وو دا قول صحیح نه دی دلالت کوی ددی په خلاف باندی هغه حدیث صحیح (اُولَئِکَ اِذَا مَاتَ فِيهِمُ الرَّجُلُ الصَاِلِحُ، بَنَوْا عَلَى قَبْرِهِ مَسْجِدًا، وَصَوَّرُوا فِيهِ تِلْكَ الصُّوَرَ؛ أُولَئِكَ شِرَارُ الْخَلْقِ عِنْدَ اللَّهِ) مشکوٰة، ددی نه معلومیږی چه مسجدونه په قبرونو باندی جوړول اوپه هغی کښی دنیکانو تصاویر جوړول دواړه کارونه دشرک او فساد عمل دی (وَجِفَانٍ كَالْجَوَابِ) یعنی لښکراو نوکران او میلمانه به د سلیمان علیه السلام ډیرزیات وو دهغوی دخوراک دپاره لوی لوی لوښی په کاروو (وَقُدُورٍ رَاسِيَاتٍ) هرکله چه د خانکونو حال ئی بیان کړونو اوس ددیگونو حال بیانوی چه دومره غټ وو چه دځای نه به چا نه شو خوځولی صرف پخلی به په کښی کیدلو بل طرف ته ئی اوړل او نقل کول گران کار وؤ (وَقَلِيلٌ مِنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ) شکورئی په صیغه دمبالغی سره ددی وجی نه ذکرکړو چه لږ شکرکوؤنکی خو مشرکان اوکافران هم دی هغوی هم په حالت د اضطرار کښی د اللّه تعالٰی شکرکوی لیکن په هروخت او په هرنعمت اوپه هرقوت یعنی په ژبه زړه اواندامونواو مال سره د اللّه تعالٰی شکرادا کوی نودا ډیرلږ خلق دی ددی وجی نه قرآن کښی دمشرکانو او ناشکرو اوبی عقلو اوبی عملو ذکرئی په لفظ‌ د اکثرسره کړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>