وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۴۲ سبأ

فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنَاهُمْ بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَيْ أُكُلٍ خَمْطٍ وَأَثْلٍ وَشَيْءٍ مِنْ سِدْرٍ قَلِيلٍ ﴿۱۶﴾ ذَلِكَ جَزَيْنَاهُمْ بِمَا كَفَرُوا وَهَلْ نُجَازِي إِلَّا الْكَفُورَ ﴿۱۷﴾

نودوی مخ واړو دتوحید نه نورا اولیږل مونږپه دوی باندی سیلاب دبند تړلی شوی اوورکړو مونږ دوی ته په بدل دباغونو ددوی کښی نورباغونه چه په هغی کښی بی خونده میوی وی او غزان وؤ اویوقسم وؤ دبیرونه لږی وی ﴿۱۶﴾
دا سزا ورکړه مونږدوی ته په وجه کفرکولو ددوی اوداسی سزا نه ورکوؤ مونږ مگر ډیرمنکرته ﴿۱۷﴾

[۱۶] په دی آیت کښی سبب دعذاب او تفصیل دعذاب ذکرکړی دی (فَأَعْرَضُوا) دا سبب دعذاب دی بعضی روایاتو کښی دی چه دوی ته دیارلس انبیاء راغلی وؤ اودوی ته ئی توحید بیان کړی وو لیکن دوی ترینه مخ اوگرځوؤ (فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ الْعَرِمِ) داذکر دعذاب دی یعنی دوی یو لوی بند جوړ کړی وؤ اوپه هغی کښی بارانی اوبه یادیو سیند اوبه جمع کړی وی اودهغی نه ئی نهرونه جدا کړی وو په هغی سره ئی باغونه فصلونه اوبه کول اودی ته ډیم وئیلی کیږی - نوهغه بند (دیوال) کښی سوری اوشو اوبند مات شو اوبه د سیلاب په طورسره ددوی په باغونو او آبادوباندی راغلی اوهرکله چه دا عذاب الٰهی وؤ نوهغه اوبو کښی زهریلی ماده هم پیدا شوه هغه باغونه ئی بیکاره کړل اودهغی میوؤ نه ئی خوږوالی ختم شو اوبی خونده شوی (أُكُلٍ خَمْطٍ) مبّرد وائی چه میوه داسی حالت به بدله شی چه اشتهاورته دچا نه کیږی نوهغی ته خمط وائی - او ابوعبید وائی هره اونه ازغی داره چه ترخه وی خوړلی کیدی نه شی هغی ته خمط وائی (وَأَثْلٍ) ځکه چه دغزاونه کښی میونه نیشته اودهغی لرگی او سوری بی فائدی وی (سِدْرٍ قَلِيلٍ) دا دوه قسمه دی یوته بیره وئیلی کیږی دهغی میوه کرکنړی دی اوبل قسم ته جاړه وئیلی کیږی په هغی کښی ازغی زیات وی اودانی په کښی نه وی یا بیکاره وی اوپه صحراکښی وی دلته دا روستو قسم مراد دی -
[۱۷] په دی کښی تفسیرد فَأَعْرَضُوا، دی یعنی اعراض کفردی (وَهَلْ نُجَازِي إِلَّا الْكَفُورَ) دلته مراد دسزا نه استیصالی (دبیح کندئ) سزاده لکه چه په اصحاب سبا باندی راغلی وه دغه سزا خاص ده په کافرانو پوری دوهمه توجیه چه مجازاة وئیلی کیږی پوره سزاته یعنی هیڅ گناه ورته معاف نه کړی بلکه دهرگناه سزا ورکړی دا خاص ده په کافرپوری ځکه چه دمؤمن بعضی گناهونه په عبادتونو یا په صرف فضل د اللّه تعالٰی سره معاف کیږی نوهرگناه سزا نه ورکوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>