وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۴۳ سبأ
وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ الْقُرَى الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا قُرًى ظَاهِرَةً وَقَدَّرْنَا فِيهَا السَّيْرَ سِيرُوا فِيهَا لَيَالِيَ وَأَيَّامًا آمِنِينَ ﴿۱۸﴾ فَقَالُوا رَبَّنَا بَاعِدْ بَيْنَ أَسْفَارِنَا وَظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ فَجَعَلْنَاهُمْ أَحَادِيثَ وَمَزَّقْنَاهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ ﴿۱۹﴾ وَلَقَدْ صَدَّقَ عَلَيْهِمْ إِبْلِيسُ ظَنَّهُ فَاتَّبَعُوهُ إِلَّا فَرِيقًا مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۲۰﴾
اوجوړ کړی مونږ په مینځ ددوی اود هغه کلو کښی چه برکات اوچولی دی مونږپه هغی کښی کلی یوبل ته ښکاره اواندازه کړی وؤ مونږ په هغی کښی مزل گرځئ په هغی کښی دشپی او ورځی په امن سره ﴿۱۸﴾
نودوی اوئیل ای ربه ځمونږ لری والی راولی په مینځ دسفرونو ځمونږکښی اوظلم اوکړو دوی په ځانونو خپلوباندی نو اوگرځول مونږ دوی قصی دعبرت او ذری ذری موکړل په پوره ذری کولو سره یقیناً په دی کښی ډیردلیلونه دی هرډیر صبر ناک شکرگذارلره ﴿۱۹﴾
اویقیناً رشتینی په اموندلوپه دوی باندی ابلیس گمان خپل نوروان شول په هغی پسی مگریوه ډله دمؤمنانونه ﴿۲۰﴾
[۱۸] په دی آیت کښی ذکردبل انعام دی په اهل سباباندی، چه مراد دهغی نه امن دی په سفرکښی چه دیمن ترشام پوری په لاری باندی هیڅ تکلیف او ویره نه وه اودارنگ دسفرتوخی اوړلو ته هم حاجت نه وؤ کلی او آبادئ یوبل ته نزدی نزدی وو (الْقُرَى الَّتِي بَارَكْنَا) مراد ددی نه شام، فلسطین، اردن وغیره وو چه په هغی کښی میوی غلی ډیری وی آب وهوائی هم ښه وه اواوسیدونکی په کښی هم ډیروو (قُرًى ظَاهِرَةً) مراد ددی نه دادی چه کلی یوبل ته داسی نزدی وو چه دیو کلی نه مسافر اوتلو نو بل کلی به ورته ښکاره کیدلو اوهغه کلی به اوچت آباد وؤ - بعضی مفسرینو لیکلی دی چه دیمن (سبا) نه ترشام پوری په لاری باندی څلورزره اووسوه کلی آباد وو (وَقَدَّرْنَا فِيهَا السَّيْرَ) یعنی دیو کلی نه تربل کلی پوری د انداز سفروو، مسافربه هغی کښی نه ستړی کیدو اونه لوږه تنده وه بلکه دیوکلی نه تربل کلی پوری اته میله یا دولس میله مسافت وو -
[۱۹] په دی آیت کښی ددوی دوه ناشکرئ اوبیا عذاب ذکرکوی اودنعمت دبدلیدلو سوال داسی وؤ لکه چه بنی اسرائیلو دمن او سلویٰ په بدل کښی د ځمکی نباتات غوښتلی وو اوکافران مکه دامن په بدل عذاب د اللّه تعالٰی غوښتلی وؤ لکه سورة انفال (۳۲) کښی، نوددوی دعاگانی قبولی شوی اوهغه کلی او آبادئ کمی شوی اوورانی شوی اودیوبل نه لری شول (وَمَزَّقْنَاهُمْ) یعنی په مختلفو ملکونو کښی تقسیم شول څوک شام ته لاړل څوک عمان ته څوک عراق ته څوک تهامه ته لاړل او عمربن عامر چه داوس او خزرج نیکه وؤ هغه مدینی منوری ته راغی (صَبَّارٍ شَكُورٍ) مراد ددی نه مؤمن دی ځکه چه لږ صبر او شکر کله کله کافراومشرک هم کوی -
[۲۰] دابیان د سبب دحال دسباوالو دی یعنی دوی اعراض او ناشکری اوکړه اوعذاب ورباندی راغی دا په سبب دتابعدارئ دابلیس سره (ظَنَّهُ) په دی اشکال دادی چه ابلیس چه چه د اولاد دآدم گمراه کولو دپاره کومی صیغی استعمال کړی دی هغه ټولی په لام او نون ثقیله سره مؤکد دی لکه سورة اعراف (۱۷،۱۶) سورة حجر (۳۹) سورة بنی اسرائیل (۶۲) سورة نساء (۱۱۹،۱۱۸) کښی دلالت کوی په یقین باندی نوظن ئی ولی اوئیل؟ جواب دادی چه په راتلونکی زمانه کښی کوم کارمخلوق کوی هغه یقینی نشی کیدی ځکه چه مخلوق په غیب باندی نه پوهیږی لیکن دپوخ عزم او ارادی په وجه باندی هغه صیغه دتاکید استعمالوی (إِلَّا فَرِيقًا مِنَ الْمُؤْمِنِينَ) یو معنیٰ داده چه تابعداری اوکړه دوی دابلیس په شرک اوکفرکښی مگریوه ډله چه مؤمنان دی هغوی دغه تابعداری نه ده کړی - دوهمه معنیٰ داده چه من دتبعیض دی بعضی مؤمنان مراد دی او اتبعوه نه مراد تابعداری کول په هرقسم گناه کولو کښی، معنیٰ داده چه دوی پوره تابعداری د ابلیس اوکړه مگریوډلی دمؤمنانونه چه هغوی معصوم او پاک دی، اوهغه پیغمبران دی - نودا آیت دلیل دی په عصمت د انبیاؤ علیهم السلام باندی ځکه چه هغه فریق چه د ابلیس هیڅ قسم تابعداری نه وی کړی د انبیاؤ نه سیوا بل څوک کیدی نشی اوکه انبیاء گنهگار ثابت شی نوپه انبیاء باندی به دبل چا فضیلت راشی اوداباطله خبره ده -