وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۴۴ سبأ

وَمَا كَانَ لَهُ عَلَيْهِمْ مِنْ سُلْطَانٍ إِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ يُؤْمِنُ بِالْآخِرَةِ مِمَّنْ هُوَ مِنْهَا فِي شَكٍّ وَرَبُّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَفِيظٌ ﴿۲۱﴾ قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِنْ شِرْكٍ وَمَا لَهُ مِنْهُمْ مِنْ ظَهِيرٍ ﴿۲۲﴾

او نه وؤ ابلیس لره په دوی باندی هیڅ زور مگر (مقرر کړی دی مونږ) ددی دپاره چه جدا کړو مونږ هغه چا لره چه ایمان په آخرت باندی لری دهغه چانه چه دهغی نه په شک کښی دی اوستا رب په هرڅیزحفاظت کوؤنکی دی ﴿۲۱﴾
ته اوایه را اوبلئ‌ هغه کسان چه گمان کوئ تاسو مبعودان سیوا د اللّه تعالٰی نه اختیار نه لری په قدر دیوی ذری په آسمانانو کښی او نه په ځمکه کښی اونیشته دوی لره په دی دواړو کښی هیڅ برخه او نیشته اللّه لره ددوی نه څوک مدد گار ﴿۲۲﴾

[۲۱] په دی سره وهم دفع کوی یعنی دا وهم څوک اونه کړی چه ابلیس په دی خلقوباندی په خپل اختیارسره مسلط اومقرردی؟ د سُلْطَانٍ نه مراد تسلط او مقرر کیدل دی داد ابلیس په اختیارکښی نه وه بلکه اللّه تعالٰی مسلط کړو دپاره دامتحان د بنی آدمو - یادسلطان مراد حجت دی یعنی د ابلیس دپاره په دی بنی آدمو گمراه کولو باندی هیڅ حجت نیشته لیکن بی حجته ئی گمراه کوی (لِنَعْلَمَ) فراء او بغوی وئیلی دی چه دا علم په معنیٰ دتمیزسره دی اوعلم خو اللّه تعالٰی ته ددی نه وړاندی شته - اوهرکله چه اصل مقصد دابلیس داوؤ (چه خلقولره دقیامت په باره کښی شک کښی واچوی ځکه چه ټولو ایمانیاتو اوعباداتو دارومدار په عقیده دقیامت کښی دی) نوددی وجی دلته ئی من یؤمن بالاٰخرة آه ذکرکړی دی او معلومه شوه چه شک کول دقیامت په باره کښی هم کفردی -
[۲۲] ددی آیت نه تر (۳۴) پوری دریم باب دی په دی کښی د څلورمی شبهی جواب دی چه هغه بیان د عجز دملائکو دی اودشرک د بندلو څلور طریقی ئی ذکرکړی دی - بیا دری طریقی دتبلیغ او تعلیم - بیا دمنکرینو درسالت جوابونه اوزجرونه دی بیا تخویف اخروی دی په برائت د آلِهو باطلو دعابدانو خپلو نه - په دی (۲۲) کښی ذکردطریقی د رد دی په مشرکانوباندی په دری طریقوسره اوربط ئی د مخکښی سره دادی چه دابلیس اول تصدیق دظن دادی چه انسان په شرک ئی مشغول کړی وی نودهغوی پوهه کول په دی طریقی سره په کاردی (قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُمْ) یعنی دوی ته رامدد شه اوائی دپاره ددی چه تاسو ته نفع درکړی یادرنه تکلیف لری کړی لکه چه ستاسو خیال دی نوجواب ددی پټ دی چه دوی د دی اختیاراوطاقت نه لری ددی وجی نه چه (لَا يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ) هرکله چه حاجتونه د انسانانو د آسمان او ځمکی سره تعلق لری ددوی نه بهرنیشته ددی وجی نه دواړه ذکرکړل - دارنگ ددوی الِهه بعضی آسمانی دی لکه ملائک اوبعضی دځمکی دی (وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِنْ شِرْكٍ) یعنی که څوک وائي چه ددی آلِهو اگرچه ملکیت نیشته لیکن کیدی شی چه اللّه تعالٰی ورته حصه ورکړی وی چه هغه ته حصه دار اوبرخی والا وئیلی کیدی شی نوپه دی جمله سره ئی جواب اوکړو چه اللّه تعالٰی دوی لره هیڅ برخه هم نه ده ورکړی نودوی به تاسو له څه درکړی؟ (وَمَا لَهُ مِنْهُمْ مِنْ ظَهِيرٍ) یعنی که څوک خیال اوکړی چه دوی به د اللّه تعالٰی سره په څه کار اوتدبیرددنیا کښی مدد او ملگرتیا کړی وی ددی وجی نه کیدی شی چه دوی بل چاله څه حاجت پوره کړی نوپه دی جملی سره ددی جواب ئی اوکړو اوداسی جواب سورة کهف (۵۱) کښی هم موجود دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>