وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۴۶ سبأ
قُلْ لَا تُسْأَلُونَ عَمَّا أَجْرَمْنَا وَلَا نُسْأَلُ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۲۵﴾ قُلْ يَجْمَعُ بَيْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ يَفْتَحُ بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِيمُ ﴿۲۶﴾ قُلْ أَرُونِيَ الَّذِينَ أَلْحَقْتُمْ بِهِ شُرَكَاءَ كَلَّا بَلْ هُوَ اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲۷﴾ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۲۸﴾
ته اوایه تپوس نشی کیدی ستاسونه دهغه چه مونږ جرم کړی وی اوتپوس نشی کیدی ځمونږنه دهغه عملونو چه تاسوکوئ ﴿۲۵﴾
ته اوایه جمع به کړی مونږ لره رب ځمونږ بیا به فیصله اوکړی په مینځ کښی په حقه سره او اللّه تعالٰی ښه فیصله کوؤنکی دی پوره عالم دی ﴿۲۶﴾
ته اوایه اوښائی ماته هغه کسان چه یوځای کړی دی تاسو د اللّه تعالٰی سره شریکان هیچ چیری نشی کیدی بلکه اللّه تعالٰی زورآور حکمت والا دی ﴿۲۷﴾
اونه ئی لیږلی مونږته مگردټولو خلقو دپاره زیری ورکوؤنکی اوویره ورکوؤنکی لیکن ډیر دخلقو نه نه پوهیږی ﴿۲۸﴾
[۲۵] دا بله طریقه دتعلیم ده اوپه دی کښی بیان دبرائت دی یعنی که دوی اوائی چه ته دعوت کوی توحید ته دا لوئ جرم دی حاصل دجواب دادی که دا جرم ځمونږ وی نوتاسو باندی ذمه واری نیشته - او داهم طریقه ددعوت ده چه خپل ته ئی جرم اوئیل (دهغوی په گمان) اودهغوی طرف ته ئی صرف د عمل نسبت اوکړو -
[۲۶] دابله طریقه دتعلیم ده - یعنی فیصله ددی خبری چه کوم یو مجرم دی اوکوم یو حق باندی دی په قیامت کښی به کیږی -
[۲۷] دابله طریقه دتعلیم ده اورد دی په شرک باندی یعنی طلب ددلیل دی چه ستاسو په شرکاؤ کښی کوم وصف دی چه په هغی سره تاسو دوی د اللّه تعالٰی سره شریکان جوړ کړی دی -
[۲۸] روستو داثبات دتوحید نه دا اثبات درسالت دی (كَافَّةً) داپه معنیٰ دعامةً او جمیعاً دی - اودوهمه توجیه داده چه کافة په معنیٰ د جامعاً دی حال دی د کاف د ارسلناک نه یعنی جمع کوؤنکی خلقو لره دین دتوحید ته او (ة) دپاره دمبالغی ده اودریمه توجیه داده چه کافة په معنیٰ د مانع دی یعنی منع کوؤنکی خلقو لره دشرک او کفرنه -