وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۴۷ سبأ

وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۲۹﴾ قُلْ لَكُمْ مِيعَادُ يَوْمٍ لَا تَسْتَأْخِرُونَ عَنْهُ سَاعَةً وَلَا تَسْتَقْدِمُونَ ﴿۳۰﴾ وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَنْ نُؤْمِنَ بِهَذَا الْقُرْآنِ وَلَا بِالَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ مَوْقُوفُونَ عِنْدَ رَبِّهِمْ يَرْجِعُ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ الْقَوْلَ يَقُولُ الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا لَوْلَا أَنْتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ ﴿۳۱﴾ قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا لِلَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا أَنَحْنُ صَدَدْنَاكُمْ عَنِ الْهُدَى بَعْدَ إِذْ جَاءَكُمْ بَلْ كُنْتُمْ مُجْرِمِينَ ﴿۳۲﴾

او دوی وائي کله به وی دا وعده که چیری تاسو ئی رشتینی ﴿۲۹﴾
ته اوایه تاسولره نیټه مقرر دیو ورځ ده چه نه به شی روستو کیدلی دهغی نه یوساعت اونه به شی مخکښی کیدلی ﴿۳۰﴾
او وائی کافران هیچ چیری ایمان نه راوړو مونږ په دی قرآن اونه په هغه کتابونو چه دده نه مخکښی دی اوکه چیری اووینی ته هغه وخت ظالمان به اودرولی شی په نیز د رب ددوی ورگرځوی به بعضی ددوی بعضو ته جوابونه وائی به هغه کسان چه کمزوری گنړلی شوی دی هغه کسانوته چه لوئی ئی کړی ده که چیری نه وی تاسو نووی به مونږ مؤمنان ﴿۳۱﴾
اوبه وائی هغه کسان چه لوئي کړی ده هغه کسانوته چه کمزوری کړی شوی وؤ آیا مونږمنع کړی وئ تاسو دهدایت نه روستو دهغی نه چه تاسو ته راغی بلکه تاسو وئی مجرمان ﴿۳۲﴾

[۲۹] هرکله چه صدق دنبی بیان شو نواوس زجر ورکوی منکرین درسالت اود قیامت ته یعنی ددوی خیال وؤ که ته رسول ئی نوغیب دان به ئی نوددی وجی مونږ له دعذاب دوخت نه خبرراکړه -
[۳۰] داجواب دماقبل دی لیکن سوال ددوی عنادی وؤ په طریقه داستهزاؤ کولو نوجواب ئي هم په طریقه د تهدید اوزورنی سره دی -
[۳۱] دا بل زجر دی په انکار دقرآن اودنورو کتابونو الٰهیو سره - مخکښی به دوی په اهل کتابوباندی اعتماد کوؤ لیکه هرکله چه د هغوی نه ئی واوریدل چه ځمونږ په کتابونو کښی رد دی په شرک باندی اوذکرشوی دی صفت ددی رسول اللّٰه ﷺ نودی مشرکینو دهغوی کتابونونه هم انکار شروع کړو او تابعداری د خپل مشرانو ئی په دلیل کښی اونیوله (اسْتُضْعِفُوا) یعنی دوی په علم او عقل کښی کمزوری وو اودمشرانو تابعداری ئی کوله او صیغه دمجهول ئی ددی وجی نه ذکرکړه چه دی مشرانو دوی ته علم نه خودلو جاهل ئی پریخودل دپاره ددی چه هغوی ترینه خپلی فائدی حاصلوی (اسْتَكْبَرُوا) دحق منلونه ئی ځان لوی گنړلو اوپه خپل علم او مال ئی فخرکولو اودوی متبوعان دی -
[۳۲] داجواب دی دطرف دمشرانونه یعنی مونږتاسوباندی څه زورنه دی کړی اونه هم څه صحیح دلیل پیش کړی دی بلکه تاسو دجرم کارونه خوښ کړی وو نوددی وجی نه مونږپسی بی دلیله راروان وئ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>