وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۴۸ سبأ

وَقَالَ الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا بَلْ مَكْرُ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ إِذْ تَأْمُرُونَنَا أَنْ نَكْفُرَ بِاللَّهِ وَنَجْعَلَ لَهُ أَنْدَادًا وَأَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ وَجَعَلْنَا الْأَغْلَالَ فِي أَعْنَاقِ الَّذِينَ كَفَرُوا هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۳۳﴾ وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِنْ نَذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ كَافِرُونَ ﴿۳۴﴾ وَقَالُوا نَحْنُ أَكْثَرُ أَمْوَالًا وَأَوْلَادًا وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ ﴿۳۵﴾ قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۶﴾

او اوبه وائی هغه کسان چه کمزوری کړی شوی وؤ هغه کسانو ته چه لوئي ئی کړی وه بلکه (منع کړی وؤ مونږلره) دعوت ستاسو دشپی او د ورځی کله چه تاسو مونږته بیان کوؤ چه کفر دی اوکړو په اللّه تعالٰی باندی او جوړ دی کړو مونږ هغه لره شریکان اوښکاره به کړی پښیمانی هرکله چه اوینی عذاب لره او وابه چوو مونږ طوقونه په سټونو دکافرانو کښی بدله به نشی ورکیدی مگردهغه عملونو چه دوی کول ﴿۳۳﴾
اونه دی لیږلی مونږپه هیڅ کلی کښی ویره ورکوؤنکی مگر اوبه وئیل بدمستو خلقو یقیناً مونږ په هغه څیز چه تاسو رالیږلی شوی ئی په هغی انکار کوؤنکی یو ﴿۳۴﴾
اودوی اوئیل مونږ ډیرمالونو او اولاد والا یو اونه یو مونږ عذاب راکړی شوی ﴿۳۵﴾
ته اوایه یقیناً‌ رب ځما فراخوی روزی چالره چه اوغواړی اوتنگوی لیکن ډیرخلق پوهه نه لری ﴿۳۶﴾

[۳۳] دا جواب دطرف دکشرانو نه دی یعنی تاسو به شپه اوورځ مونږسره پټ چلونه کول او دعوت او تبلیغ به موکولو نوهغه ځمونږد منع کیدلو سبب شو (وَأَسَرُّوا) دا لفظ داضدادو نه دی پټولو ته هم وئیلی شی - یعنی په زړونو کښی به پښيمانه شی ځکه چه پښیمانه کیدل دزړه صفت دی اوښکاره کولو ته هم وائی ځکه چه اساریر د الوجه نه ماخوذ دی یعنی دپښیمانتیا نښی به ددوی تندو او مخونو کښی ښکاره شی - اودا پښیمانتیا د دواړو ډلو به وی تابعداران به په ړوند تقلید د مشرانو باندی پښیمانه شی اومشران به په دعوت کولو دگمراهئ باندی پښیمانه شی (وَجَعَلْنَا الْأَغْلَالَ) مفسرقرطبی لیکلی دی چه اغلال په اصل کښی هغی پټئ ته وئیلی کیږی چه دڅرمنی وی اوپه هغه باندی ویخته وی اوبیا په کښی سپږی پیدا شی نوداد ذلیلانو خلقو نښه ده اوسپو ته اچولی کیږی - اوهغه طوق ته وئیلی کیږی چه لاس دڅټ سره را جمع کوی -
[۳۴] ددی آیت نه ترآخره پوری څلورم باب دی په دی کښی زجردی په انکار درسالت باندی او دانکار سبب ذکرکوی اودهغوی جواب سره د بشارت اوتخویف نه تر (۳۹) پوری دی بیا تخویف اخروی په رد دمشرکین بالملائکه سره بیانوی بیا زجردی په انکار د قرآن سره اوتخویف دنیوی دی - بیا پنځه طریقی دتعلیم دی اوپه آخرکښی تخویف اخروی دی، په دی (۳۴) کښی زجردی په انکار درسالت سره اوهرکله چه مخکښی آیاتونو کښی ذکرشوه چه گمراهانو مشرانو داخلق گمراه کړی دی په دعوت دشرک سره نواوس ذکرکوی چه دغه مشرانو دعوت د انکارِ رسالت هم کړی دی دپاره دگمراه کولو دکشرانو -
[۳۵] په دی آیت کښی دلیل دمنکرینو ذکرکوی چه زمونږ مالونه او اولاد ډیردی اوپه مونږباندی هیڅ عذاب نیشته دا دلیل دی چه په حقه باندی یو -
[۳۶] دا ددوی د دلیل اول جواب دی چه د اللّه تعالٰی نظام دی چه په تاسو کښی چالره فراخ رزق ورکړی دی اوچاله تنگ رزق دا امتحان دی دا خودلیل دحقانیت نه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>