وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۴۹ سبأ

وَمَا أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ بِالَّتِي تُقَرِّبُكُمْ عِنْدَنَا زُلْفَى إِلَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُولَئِكَ لَهُمْ جَزَاءُ الضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوا وَهُمْ فِي الْغُرُفَاتِ آمِنُونَ ﴿۳۷﴾ وَالَّذِينَ يَسْعَوْنَ فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُولَئِكَ فِي الْعَذَابِ مُحْضَرُونَ ﴿۳۸﴾ قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ وَمَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ ﴿۳۹﴾ وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ يَقُولُ لِلْمَلَائِكَةِ أَهَؤُلَاءِ إِيَّاكُمْ كَانُوا يَعْبُدُونَ ﴿۴۰﴾ قَالُوا سُبْحَانَكَ أَنْتَ وَلِيُّنَا مِنْ دُونِهِمْ بَلْ كَانُوا يَعْبُدُونَ الْجِنَّ أَكْثَرُهُمْ بِهِمْ مُؤْمِنُونَ ﴿۴۱﴾

اونه دی مالونه ستاسو او نه اولاد ستاسو په داسی حال چه را نزدی کړی تاسو مونږته په نزدیکت سره مگر هغه څوک چه ایمان ئی راوړی دی او عمل کړی دی دسنت موافق نودغه کسان دوی لره بدله دوچنده ده په وجه دعملونو ددوی اودوی به په بنگلوکښی وی امن والا به وی ﴿۳۷﴾
اوهغه کسان چه کوشش کوی په ایاتونو ځمونږ کښی مقابله کوؤنکی دغه کسان په عذاب کښی حاضرکړی شی ﴿۳۸﴾
ته اوایه یقیناً‌ رب ځما فراخوی روزی چالره چه اوغواړی دبندگانو خپلونه اوتنگوی هغه لره اوهغه چه تاسو خرچ کوئ څه څیز نوعوض به درکوی دهغه او اللّه تعالٰی غوره د روزئ ورکوؤنکو نه دی ﴿۳۹﴾
اوپه هغه ورځ چه را جمع به کړی ټول بیا به اوائی ملائکوته آیا دا هغه کسان دی چه تاسوله ئی عبادت کوؤ ﴿۴۰﴾
دوی به اوائی پاکی ده تالره ته ځمونږ واکدار ئی داخلق نه دی بلکه دوی بندگی کوله د پیریانو ډیرو ددوی په هغوی باندی یقین لرلو ﴿۴۱﴾

[۳۷] دا دوهم جواب دی یعنی دکفراوشرک په موجودگئ کښی دچامال او اولاد سبب دنزدیکت اللّه تعالٰی ته نشی کیدلی یعنی که مالونه ئی ډیروی یامالونه خرچ کوی اودارنگ که اولاد ئی ډیروی یا اولاد ورته دعاگانی کوی خودکافرانو دپاره په دی سره قربت او ثواب نه حاصلیږی (إِلَّا مَنْ آمَنَ) یعنی مگر مالونه او اولاد مؤمن هغه له نزدیکت اللّه تعالٰی ته ورکولی شی چه مالونه د اللّه تعالٰی په لاری کښی خرچ کړی او اولاد ئی صالح وی نودادهغه د پاره سبب دقرابت او ثواب دی -
[۳۸] دا تخویف دی هغه مالداروته چه دمال او اولاد په ذریعه د اللّه تعالٰی ددین مقابله کوی -
[۳۹] دادریم جواب دی یعنی مالداری غریبی د اللّه تعالٰی دطرف نه په ایمان والو کښی هم شته نو ستاسو دپاره دلیل دفضیلت نشی کیدلی او دا آیت په باره دمؤمنانو کښی دی په دی وجه چه (مِنْ عِبَادِهِ) ئی ذکرکړی او روستو دواړه جملی هم د مؤمنانوسره تعلق لری (فَهُوَ يُخْلِفُهُ) یعنی مؤمن چه خرچ کوی نو اللّه تعالٰی هغه لره عوض ورکوی په دنیا اوآخرت کښی لکه چه حدیث صحیح مسلم کښی راغلی دی اللهم اعط منفقا خلفاً‌ -
[۴۰] دا تخویف اخروی دی رد دی په مشرکین بالملائکه باندی (أَهَؤُلَاءِ إِيَّاكُمْ كَانُوا يَعْبُدُونَ ) دا تپوس دپاره دتوبیخ او ملامته کولو دمشرکانو دی یعنی مشرکانو دعویٰ کوله چه مونږته دی ملائکو وئیلی وو چه ځمونږ عبادت کوئ نودا په هغوی باندی رد دی -
[۴۱] دا جواب دی دطرف دملائکونه په ترقئ سره چه مونږ ای اللّه بغیرستانه بل متصرف حق دار د بندگئ نه گنړو نو څنگه دوی ته دعوت دشرک ورکړو؟ (بَلْ كَانُوا يَعْبُدُونَ الْجِنَّ) یعنی پیریانو به دوی ته شکلونه جوړ کړه اوورته به ئی وئیل چه مونږ ملائک یو اوستاسو مدد کوؤ (أَكْثَرُهُمْ بِهِمْ مُؤْمِنُونَ) یعنی دوی دوه قسمه دی اول هغه قسم چه دپیریانو عبادت کوی په دی عقیده باندی چه دا ملائک دی او دا قسم لږ دی - اودوهم قسم هغه دی چه په پیریانو باندی عقیده لری چه دوی متصرف دی اوغیب دان دی اودهغوی عبادت کوی اودا قسم ډیردی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>