وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۵۰ سبأ

فَالْيَوْمَ لَا يَمْلِكُ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ نَفْعًا وَلَا ضَرًّا وَنَقُولُ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّتِي كُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُونَ ﴿۴۲﴾ وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالُوا مَا هَذَا إِلَّا رَجُلٌ يُرِيدُ أَنْ يَصُدَّكُمْ عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُكُمْ وَقَالُوا مَا هَذَا إِلَّا إِفْكٌ مُفْتَرًى وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ ﴿۴۳﴾ وَمَا آتَيْنَاهُمْ مِنْ كُتُبٍ يَدْرُسُونَهَا وَمَا أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمْ قَبْلَكَ مِنْ نَذِيرٍ ﴿۴۴﴾ وَكَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَمَا بَلَغُوا مِعْشَارَ مَا آتَيْنَاهُمْ فَكَذَّبُوا رُسُلِي فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ ﴿۴۵﴾

نو نن ورځ اختیار نه لری بعضی ستاسو دبعضو دپاره دنفع او نقصان اواوبه وایو مونږ هغه کسانوته چه شرک ئی کړی دی اوڅکئ عذاب د اور هغه چه وئ تاسو دهغی انکار مو کوؤ ﴿۴۲﴾
اوکوم وخت چه اولوستلی شی په دوی آیاتونه ځمونږ ښکاره دوی وائی نه دی دا مگریو سړی دی غواړی چه واړوی تاسولره دبندگئ دهغه چانه چه بندگی کوله مشرانو ستاسو اودوی وائی نه دی دا مگردروغ جوړ کړی شوی او وائی هغه کسان چه کفرئی کړی دی په باره دحق کښی چه دوی ته راغی نه دی دا مگرجادو ښکاره دی ﴿۴۳﴾
اونه دی ورکړی مونږ دوی ته کتابونه چه دوی ئی لولی (دپاره داثبات دشرک) اونه لیږلی دی مونږ دوی ته ستانه مخکښی هیڅ ویره ورکوؤنکی ﴿۴۴﴾
اوتکذیب کړی وؤ هغه کسانو چه ددوی نه مخکښی وؤ اونه دی رسیدلی (دا موجوده خلق) لسمی حصی دهغه مالونوته چه مونږ هغوی ته ورکړی وؤ نوتکذیب اوکړو هغوی د رسولانو ځما نو څه رنگ شو عذاب ځما ﴿۴۵﴾

[۴۲] دا نتیجه د ماقبل ده (بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ) شامل دی ملائکو اوپیریانو ته -
[۴۳] دازجر دی په انکار دقرآن او رسول ﷺ په ذکر کول ددری اعتراضونو سره اول دا چه مونږ دمشرانو دلاری نه اړوی یعنی دوی دقرآن په مقابله کښی تقلید د آباؤ پیش کوی - دوهم دا چه إِفْكٌ، دی یعنی هغه دروغ چه حقیقت په کښی بالکل بدل شوی دی (مُفْتَرًى) یعنی اللّه تعالٰی ته ئی په دروغه سره نسبت کوی -
[۴۴] دا رد دی ددوی په ماقبل اقوالوباندی یعنی ددوی سره هیڅ منزّل دلیل نیشته ددوی په شرک باندی اونه ورسره د مخکښی رسول قول په دلیل کښی شته - په دی کښی اشاره ده چه دلیل شرعی د اللّه کتاب وی یاد رسول سنت وی -
[۴۵] په دی کښی تخویف دنیوی دی په ذکردعذاب سره په تیرشوؤقومونو باندی (مِعْشَارَ) معشار عشردعشیرته وائی اوعشیرعشردعشرته او عشر لسمی حصی ته وائي نومراد ترینه زرمه حصه شوه نودا ډیره مبالغه شوه - یعنی ددی موجوده کافرانو سره د مخکښنو په نسبت زرمه حصه د قوت دبدن او مال اوهنر او اوږدوالی دعمر نیشته - په دی آیت کښی تکذیب دوه کرته ذکرکړی دی اول تکذیب دتوحید اود آیاتونو دی او دوهم درسولانو دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>