وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۵۶ فاطر
وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ أَزْوَاجًا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنْثَى وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِ وَمَا يُعَمَّرُ مِنْ مُعَمَّرٍ وَلَا يُنْقَصُ مِنْ عُمُرِهِ إِلَّا فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ ﴿۱۱﴾ وَمَا يَسْتَوِي الْبَحْرَانِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ سَائِغٌ شَرَابُهُ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَمِنْ كُلٍّ تَأْكُلُونَ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُونَ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ فِيهِ مَوَاخِرَ لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۱۲﴾ يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِنْ قِطْمِيرٍ ﴿۱۳﴾
او اللّه تعالٰی ستاسو پیدائش شروع کړی دی د خاورونه بیا دنطفی نه بیا جوړ کړئ تاسو جوړئ اوحمل نه اخلی یوزنانه اونه ئی غورځوی مگرپه علم د اللّه تعالٰی سره اونه عمر ورکیدی شی یو عمرورکړی شوی ته اونه کمی کیدی شی دعمر دهغه نه مگرپه کتاب (تقدیر) کښی دی یقیناً دا کارپه اللّه تعالٰی باندی آسان دی ﴿۱۱﴾
او نه دی برابر دوه قسمه دریابونه دا یوخوږ دی تنده ماتؤونکی آسان دی څکل دده اودا بل مالگین دی مرئ بندؤونکی اودهریو نه خورئ تاسو غوښه تازه اورا اوباسئ تاسو کالی چه اغوندئ تاسو هغی لره اووینی ته کشتئ په هغی کښی شلوؤنکی داوبو دپاره ددی چه اولټوئ تاسو فضل دهغه اودپاره ددی چه دهغه شکراوکړئ ﴿۱۲﴾
ورننه باسی شپه په ورځ کښی اوورننه باسی ورځ په شپه کښی اوپه خدمت کښی لگولی دی نمراو سپوږمئ هریو روان دی دپاره دنیټی مقرری دغه صفتونو والا اللّه تعالٰی ستاسو رب دی خاص هغه لره بادشاهی ده اوهغه کسان چه تاسوئی بلئ په خپلو حاجتونوکښی سیوا د اللّه تعالٰی نه اختیارنه لری د پوستکی دهډوکی د کجوری ﴿۱۳﴾
[۱۱] دا شپږم دلیل عقلی انفسی دی نور احوال انسانیه ذکرکوی اومناسبت ئی د مخکښی سره دادی چه دعزت اختیار د اللّه تعالٰی سره ځکه دی چه خالق ددی انسان اوعالم او تقدیرکوونکی دعمر دهغه دی اوپه دی آیت کښی دانسان پیدائش ماده بعیده (خاوری) اوماده قریبه (نطفه) ذکرکړه - او زیاتیدلو دانسانانودپاره ئی تزویج ذکرکړو (بِعِلْمِهِ) یعنی دحمل په مقداراو وخت اونوع اوشکل اوصورت او سعادت او شقاوت وغیره حالاتوباندی اللّه تعالٰی عالم دی - بیا ذکرد تقدیر اوکمال ارادی د اللّه تعالٰی کوی په دی جملی سره (وَمَا يُعَمَّرُ مِنْ مُعَمَّرٍ) مراد په دواړو جملوسره یو سړی دی یعنی دیوسړی عمرپه تقدیر کښی لیکلی شوی دی مثلاً شپیته کلونه بیا یویوورځ کمیږی نوپه کتاب کښی هغه نقصان لیکلی کیږی تراختتام دعمرپوری یامراد ددی نه دوه کسان دی یعنی دیو کس عمرزیات دی اودبل کس عمرکم دی دا دواړه په تقدیرکښی لیکلی شوی دی - دریم قول دادی چه مراد دزیادت اونقصان نه زیاتی کمی په برکت او په بی برکتئ کښی دی په سبب دنیکو عملونو اوبدو عملونو سره -
[۱۲] دا اووم دلیل عقلی دی اودا د عالم سفلٰی دلیل دی مناسبت ئی مخکښی سره دادی لکه چه انسانانوکښی دعمرپه لحاظ سره مساوات نیشته دارنگ په اوبوکښی هم مساوات نیشته اوپه دی کښی لطیفه اشاره ده فرق ته په مینځ دمؤحد او مشرک کښی (الْبَحْرَانِ) یوبحر سمندر دی چه دهغی اوبه مالگینی دی اوداد ځمکی اوبه دی دوهم دآسمان اوبه دی چه دبارانونو په ذریعه ځمکی ته راځی اودهغی نه خوړونه سیندونه جوړ شوی دی اوبیا سمندرته اورسیږی لیکن دغه اوبه دسمندر داوبوسره نه خلط کیږی اودا خوږی اوبه وی نوپه دی وصف کښی دوی برابرنه دی (وَمِنْ كُلٍّ) په دی کښی اشاره ده چه په دی دوه فائدو کښی دوی برابردی لٰکن فائده اصلی چه څکل داوبو دی په هغی کښی دوی برابر نه دی اشاره ده که مؤحد او مشرک په صفت دشجاعت سخاوت وغیره کښی چیرته برابرشی لیکن ددوی په اصل اعتقاد کښی برابری نیشته (وَتَسْتَخْرِجُونَ) دلته د لفظ د مِنْ كُلٍّ نه اوپه سورة رحمٰن (۲۲) کښی دلفظ منها نه معلومیږی چه جواهرات لؤلؤ مرجان وغیره ددواړو اختلاط نه حاصلیږی دهغی طریقه داده چه دسمندرپه سطح باندی صدف کولاؤ پروت وی نوپه هغی کښی دباران څاڅکی را اغورزیږی نوصدف بندشی نوڅه وخت روستو دهغی نه لؤلؤ مرجان جوړشی -
[۱۳] دا اتم دلیل عقلی وسطی زمانی دی - شپه او ورځ اجزاء د زمانی کښی اونمر او سپوږمئ ددی د اختلاف سبب دی ددی وجی نه ئی یواځی ذکرکړل (ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ) دا نتیجه ده دټولو دلیلونو اود ذکر دنعمتونو چه په هغی کښی تصرف او علم د اللّه تعالٰی ذکر شوی دی اودرب نه مراد معبود او حاجت روا دی - (وَالَّذِينَ تَدْعُونَ) دا رد دی په شرک فی الدعاء باندی په نفی دمِلک سره دهر معبود من دون اللّه نه (وَالَّذِينَ) دا لفظ حقیقت دی په ذوی الروح او ذوی العقولوکښی اوبتانو ته مجازاً شامل دی نودی کښی تمام مبعودان مو دون اللّه داخل دی اوتفسیرروح المعانی کښی هم دغسی لیکلی دی (قِطْمِيرٍ) هغه نری پوستکی چه د هډوکی د کجوری نه چاپیره وی داد عربو په اصطلاح کښی په مثال دقلت دملکیت کښی ذکرکیږی - اوپه دی کښی اشاره ده چه دا معبودان من دون اللّه خوداقدرت هم نه لری چه دغه پوستکی دهډوکی دکجوری نه روغ او سالم راجدا کړی -