وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۵۷ فاطر
إِنْ تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ ﴿۱۴﴾ يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ﴿۱۵﴾
که چیری تاسو بلئ دوی لره (دپاره دحاجت پوره کولو) نو نه اوری بلنه ستاسو اوکه فرض کړو چه آوری نونشی پوره کولی حاجت ستاسو اوپه ورځ دقیامت کښی به انکار اوکړی ستاسو دشرک نه اوخبر نشی درکولی تاته په شان دخبردار ذات (چه اللّه تعالٰی دی) ﴿۱۴﴾
ای خلقو تاسو ټول محتاج ئی اللّه تعالٰی ته او اللّه تعالٰی خاص هغه بی حاجته ستائیلی شوی دی ﴿۱۵﴾
[۱۴] دا رد دی په شرک فی الدعاء په طریقه دنفی دعلم او د استجابت ددعا دمعبود من دون اللّه نه - اوتفسیرقرطبی او روح المعانی اونور مفسرینو لیکلی دی چه دا آیت ملائکو، جناتو، انبیاؤ، اولیاؤ، شیاطینو او بتانو ټولو ته شامل دی (لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ) مفسر الوسی روح المعانی کښی لیکلی دی چه بتان خو ځکه نه اوری چه جمادات دی اوملائک او انبیاء (ژوندی) ددی وجی نه اوری چه لری وی ددی مشرکانونه او اسباب هم مینځ کښی نیشته یا ددی وجی نه چه اللّه تعالٰی دهغوی غوږونه بچ ساتی دداسی شرکی او قبیح آوازونونه دپاره ددی چه خفه نه شی (اوپه تفسیردسورة احقاف کښی لیکلی دی) چه کوم معبودان چه مړه دی هغوی نه آوری ځکه چه مړی اوریدل نشی کولی -
فائده: دا آیت قطعی الدلالة دی په دی مسئله کښی چه مړی بزرگان دمشرکانو شرکی آوازونه بالکل نه آوری که نزدی وی اوکه لری وی لفظ ددعائکم په دی باندی دلیل دی چه مراد ددی نه حاجت غوښتل دی اوهرچه مسئله دنفی سماع موتیٰ مطلقاً کښی ده نودا صریح نه دی بلکه احتمالی دی -
فائده: استجابت شامل دی دعا غوښتلوته یعنی که ته دوی ته اوائی چه ځما دپاره دعا اوغواړئ نودعا هم نشی غوښتلی نومعلومه شوه چه څوک وائی چه هرکله ثابته شی چه مړی آوری نوبیا دعا غوښتل ترینه هم جائزشو داغلطه خبره ده (بِشِرْكِكُمْ) مرادشرک نه طلب دحاجت دی ددوی نه ځکه چه دا شرک فی الدعا دی اودا انکار ددوی ذکرشوی دی په سورة یونس (۲۹) کښی اوپه سورة احقاف (۶،۵) کښی (مِثْلُ خَبِيرٍ) مراد دخبیر نه اللّه تعالٰی دی یعنی که څوک سماع او استجابت ددی معبودانو من دون اللّه ثابتوی په اقوالو داهل علم وغیره سره نو جواب دادی چه دهغوی قول دخبیرذات په مقابله کښی هیڅ حیثیت نه لری -
[۱۵] ددی آیت نه تر (۳۸) پوری دوهم باب دی په دی کښی دوه عقلی دلیلونه دی بیا تخویف اخروی بیا مثالونه بیا تسلی نبی ﷺ ته بیا تفصیلی بشارت او تخویف دی - په دی (۱۵) کښی نهم عقلی دلیل دی (الْفُقَرَاءُ) معرفه دلالت کوی په کامل فقرباندی په هرڅیزاو په هرحالت کښی که نبی وی یا ولی یا مالدار وی یا مسکین وغیره (الْغَنِيُّ) دائی هم معرف ذکرکړی ده ځکه چه مراد ترینه کامله غِنا ده چه هغه عدم احتیاج دی اوانسان که ډیرمالداروی نوهم محتاج وی (الْحَمِيدُ) دا صفت ئی ددی وجی نه ذکرکړو چه یو انسان چه دخلقو نه ځان بی پرواه کړی نودهغه بدی وئیلی کیږی اود اللّه تعالٰی سرهٔ د غنا کامل نه حمد وئیلی کیږی ځکه چه مخلوق لره نعمتونه اوفائدی ورکوی -