وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۵۸ فاطر

إِنْ يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِيدٍ ﴿۱۶﴾ وَمَا ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ ﴿۱۷﴾ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى وَإِنْ تَدْعُ مُثْقَلَةٌ إِلَى حِمْلِهَا لَا يُحْمَلْ مِنْهُ شَيْءٌ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى إِنَّمَا تُنْذِرُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَيْبِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَمَنْ تَزَكَّى فَإِنَّمَا يَتَزَكَّى لِنَفْسِهِ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ ﴿۱۸﴾ وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ ﴿۱۹﴾ وَلَا الظُّلُمَاتُ وَلَا النُّورُ ﴿۲۰﴾ وَلَا الظِّلُّ وَلَا الْحَرُورُ ﴿۲۱﴾

که چیری اوغواړی فنا به کړی تاسو اورابه ولی مخلوق نوی ﴿۱۶﴾
اونه دی دا کارپه اللّه تعالٰی باندی گران ﴿۱۷﴾
اونه شی پورته کولی یو پيټی والا پیټی (دگناهونو) دبل چا اوکه چیری آواز ورکړی یو درون باری خپل بارته نونشی پورته کیدی دهغه نه هیڅ څیز اگرچه خپلولی والاوی یقیناً ستا ویره اثرکوی په هغه کسانو باندی چه ویریږی درب خپل نه په حالت دنه لیدلو کښی اوپابندی کوی دمونځ اوچاچه ځان پاک کړو نویقیناً پاکول دی دپاره دفائدی دځان خپل اوخاص اللّه تعالٰی ته گرځیدل دی ﴿۱۸﴾
اوبرابر نه دی ړوند اولیدونکی ﴿۱۹﴾
اونه تیاری او نه رنړا ﴿۲۰﴾
اونه سوری او نه گرمی ﴿۲۱﴾

[۱۷،۱۶] دا دواړه دمخکښی دلیل سره متعلق دی یعنی تصرف کلی اوغناء کامله دهغه ذکرکوی -دا دواړه دمخکښی دلیل سره متعلق دی یعنی تصرف کلی اوغناء کامله دهغه ذکرکوی -
[۱۸] روستو ددلیلونو دتوحید اود رد شرک نه تخویف دی یعنی لکه چه مشرک حاجت روائي په دنیا کښی معبودان من دون اللّه نشی کولی نودارنگ په آخرت کښی هم دده پیټی دگناه هغه مشرکان پیران وغیره نشی پورته کولی چاچه ده ته شرک خودلی (وَإِنْ تَدْعُ) په دی جمله کښی مطلب دادی چه په طلب او منت زارئ‌ سره هم مشرپیټی بل څوک نشی پورته کولی (إِنَّمَا تُنْذِرُ) تسلی ده نبی ﷺ ته یعنی دگناه (وزر) نه بچ کیدلو دپاره بله لار نیشته سیوا دانذارنه - دارنگ هرکله چه دلیلونه تفصیلاً‌بیان شول خولیکن مشرکانوضدیانو ته فائده نه ورکوی نو نبی ﷺ ته ئی تسلی ورکړه چه ستا انذار خشیت والوته فائده ورکوی - اودخشیت ظاهری نښه اقامة الصلاة دی نو (أَقَامُوا الصَّلَاةَ) ئی ددی وجی نه ذکرکړو (وَمَنْ تَزَكَّى) داد انذار فائده ده -
[۲۱،۲۰،۱۹] داعلت دی دپاره دتخصیص دانذار په خشیت والوپوری یعنی خشیت والوته انذارفائده ورکوی اونورو ته فائده نه ورکوی ځکه چه ددوی په حالاتوکښی ډیرفرق دی - اودا مثالونه دپاره داثبات دفرق په مینځ دمؤحد (خشیت کوؤنکی) اوضد عنادی کښی دی - اول مثال چه داعنادی په شان د ړوند دی اومؤحد په شان دبینا دی لکه چه ددی دواړو په مینځ کښی په لیدلو درنړا و تیارو اوپه لیدلو دمضراتو اومفید څیزونو اوصحیح لار او غلطه لار وغیره کښی فرق دی نودارنگ دمؤحداومشرک په مینځ کښی هم په دغه امورو کښی فرق دی - دوهم مثال یعنی کفراوشرک اودهغی دلیلونه په شان دظلماتودی اوتوحید اوایمان اودهغی دلیلونه په شان دنوردی - دریم مثال یعنی دتوحید او ایمان نتیجه اوعوض په دنیا اوآخرت کښی آرام دی اوهغه په شان دسوری دی اودکفراوشرک عاقبت په دنیا اوآخرت کښی عذاب او سخت ژوند دی اوهغه په شان د حرور (سخته گرمئ) دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>