وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۶۰ فاطر

ثُمَّ أَخَذْتُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ ﴿۲۶﴾ أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ ثَمَرَاتٍ مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهَا وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌ ﴿۲۷﴾ وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَابِّ وَالْأَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ كَذَلِكَ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ ﴿۲۸﴾ إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَنْ تَبُورَ ﴿۲۹﴾

بیا اونیول ما هغه کسان چه کفرئی کړی وؤ نوڅه رنگه شو عذاب ځما ﴿۲۶﴾
آیا نه گوری ته چه یقیناً اللّه تعالٰی راورولی دی دآسمان د طرف نه اوبه نورا اوباسو مونږ په هغی سره میوی (ِغلی) چه مختلف دی رنگونه دهغی اوغرونونه ټکړی سپینی اوسری مختلف دی رنگونه دهغوی او دکارغانو په شان تک تور دی ﴿۲۷﴾
او دانسانانو او زنده سرو اوڅاروؤ مختلف دی رنگونه د هغوی دغه شان یقیناً ویریږی د اللّه تعالٰی نه دبندگانو دهغه نه عالمان یقیناً اللّه تعالٰی زورآور او بخنه کوؤنکی دی ﴿۲۸﴾
یقیناً هغه کسان چه لولی کتاب د اللّه تعالٰی اوپابندی کوی د مونځ اوخرچ کوی دهغی نه چه ورکړی دی مونږ دوی ته پټ اوښکاره امید لری دسوداگرئ چه نه بیکاره کیږی ﴿۲۹﴾

[۲۷] دا لسم دلیل عقلی دی په دی کښی هم اختلاف دثمراتو او اختلاف دغرونو په رنگونوکښی ذکرکوی هرکله چه په تیرشوی دلیلونوکښی عام خطاب مشرکانوته ذکرشو لیکن هغوی ترینه فائده نه اخلی اودهغوی تکذیب ذکرکړی شو نواوس خاص خطاب کوی نبی ﷺ ته اوهغه چاته چه ددی خطاب اهلیت لری - اصول درنگونو دری دی سپین، سور اوتور - بیا گډون د سپین او سورنه نور رنگونه هم جوړیږی نودهغه روستو مختلف الوانها ذکرکړل (جُدَدٌ) مختلف لاروته وائی اومختلفو ټکړوته هم وئیلی کیږی (غَرَابِيبُ سُودٌ) سود بدل دی دغرابیب نه ځکه چه غرابیب د غراب نه دی اوپه غراب (کارغه) کښی بعضی خړ رنگ وی نوپه سود سره ئی دهغه وضاحت اوکړو چه دلته مراد دی -
[۲۸] دا یوولسم دلیل عقلی دی په دی کښی اختلاف د اهل روح ذکرکوی په رنگونوکښی (إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ) دا متعلق د انماتنذرالذین یخشون ربهم سره دی یعنی هرکله چه مثالونه او دلیلونه بیان شول نوسوال پیداشوچه ددی اثرقبلوؤنکی څوک دی؟ نوپه دی جمله کښی دهغی جواب دی چه دتاثیر دقرآن دپاره علم ضروری دی یعنی خشیت موقوف دی په معرفت دقدر اودشان د مخشیٰ (هغه څوک چه دهغه ویره کیدی شی) پوری نبی ﷺ فرمائیلی دی انی لاعلمکم باللّه واخشاکم لهُ -اومعرفت دقدراوشان په علم سره دی نوڅوک چه د اللّه تعالٰی شان، قدر، اسماء او صفتونه نه پیژنی نوهغه د اللّه تعالٰی نه نه ویریږی اگرچه په خولی باندی دعوی دایمان کوی - دا آیت صریح دلیل دی په فضیلت دعلم باندی دهغه عبادت نه چه بغیر دعلم نه وی -
[۲۹] هرکله چه مخکښی خشیت والا ذکرکړل چه دا علماء دی نوپه دی آیت کښی دهغوی کردار او بشارت ذکرکوی (يَتْلُونَ) مراد ددی نه دوام دتلاوت اودرس تدریس دآیاتونودی سره دعلم او عمل کولونه -
فائده: خشیت عبادت قلبیه دی اوتلاوت عبادت لسانیه دی او اقامة الصلٰوة عبادت بدنیه دی اوانفاق عبادت مالیه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>