وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۶۱ فاطر
لِيُوَفِّيَهُمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّهُ غَفُورٌ شَكُورٌ ﴿۳۰﴾ وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ هُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ إِنَّ اللَّهَ بِعِبَادِهِ لَخَبِيرٌ بَصِيرٌ ﴿۳۱﴾ ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِنَفْسِهِ وَمِنْهُمْ مُقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ ﴿۳۲﴾ جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌ ﴿۳۳﴾ وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ إِنَّ رَبَّنَا لَغَفُورٌ شَكُورٌ ﴿۳۴﴾
ددی دپاره چه پوره ورکړی دوی ته اجرونه ددوی اوزیات ورکړی دوی ته د فضل خپل نه یقیناً اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی دی قبلوؤنکی دی ﴿۳۰﴾
اوهغه چه وحی درلیږلی ده مونږ تاته چه کتاب دی هغه حق دی رشتینی کوؤنکی دی دهغه کتابونو چه دده نه مخکښی دی یقیناً اللّه تعالٰی په بندگانو خپلوباندی خبرداردی لیدونکی دی ﴿۳۱﴾
بیا ورکړو مونږ کتاب هغه کسانوته چه غوره کړی دی مونږ دبندگانو خپلونه نوبعضی ددوی نه ظلم کوؤنکی دی په ځان خپل باندی اوبعضی ددوی نه میانه روه دی اوبعضی ددوی نه وړاندی کیږی په ښه کارونو سره په توفیق د اللّه تعالٰی سره دا چه دی فضل ډیر لوی دی ﴿۳۲﴾
باغونه دهمیش والی چه داخلیږی به هغی ته کالی به اچولی کیږی دوی ته د بنگړو دسروزرونه او ملغلری اوجامی ددوی په هغی کښی ریښم دی ﴿۳۳﴾
اودوی به وائی دخدائی صفتونه دیو اللّه تعالٰی دی هغه ذات چه لری ئی کړو زمونږ نه ټول غم یقیناً رب ځمونږ ضرور بخنه کوؤنکی قبلوؤنکی دی ﴿۳۴﴾
[۳۱] هرکله چه تیرشوی آیاتونو کښی بشارت دعالمانو د آیات الٰهیه ذکرکړو نوپه دی آیت کښی د آیات الٰهیه چه کتاب اللّه دی دهغی صدق او مرتبه ذکرکوی -
[۳۲] په دی آیت کښی د اصحاب قرآن دری درجی ذکرکوی اوهغوی ته بشارت دی (الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا) صحابه کرام دی او روستو دهغوی تابعداران - اومراد د (ظَالِمٌ) نه هغه مؤمن دی چه گناهونه ئی ډیر دی دنیک اعمالونه او (لِنَفْسِهِ) کښی اشاره ده چه دظلم دده بل چاته متعدی نه دی یعنی بل څوک گمراهی ته نه رابلی او (مُقْتَصِدٌ) نه مراد هغه دی چه گناهونه او طاعتونه ئی برابر دی او (سَابِقٌ) هغه دی چه گناهونه نه ئی لږ وی په نسبت دطاعاتو -
[۳۵،۳۴،۳۳] په دی آیاتونو کښی بشارت دی دری واړه اقساموته په بیان دلس حالاتو د خوشحالئ سره - (أَسَاوِرَ) په دی تخصیص کښی اشاره ده چه دوی به دکارکولو نه فارغ وی ځکه چه په لاسونو کښی کالی دهغه چا وی چه په خپله هیڅ خدمت او کار نه کوی (الْحَزَنَ) مراد ددی نه ټول غمونه ددنیا او د آخرت دی - غم د اوردجهنم، غم دمرگ، دگناهونوغم، دحساب غم، دمیزان غم، دزوال دنعمتونوغم، دروزئ غم د عاقبت (نَصَبٌ) ستړی کیدل دبدن په محنت یاپه مرض وغیره (لُغُوبٌ) ستړی کیدل د نفس په غمونواو تکلیفونو سره -