وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۶۲ فاطر

الَّذِي أَحَلَّنَا دَارَ الْمُقَامَةِ مِنْ فَضْلِهِ لَا يَمَسُّنَا فِيهَا نَصَبٌ وَلَا يَمَسُّنَا فِيهَا لُغُوبٌ ﴿۳۵﴾ وَالَّذِينَ كَفَرُوا لَهُمْ نَارُ جَهَنَّمَ لَا يُقْضَى عَلَيْهِمْ فَيَمُوتُوا وَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمْ مِنْ عَذَابِهَا كَذَلِكَ نَجْزِي كُلَّ كَفُورٍ ﴿۳۶﴾ وَهُمْ يَصْطَرِخُونَ فِيهَا رَبَّنَا أَخْرِجْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا غَيْرَ الَّذِي كُنَّا نَعْمَلُ أَوَلَمْ نُعَمِّرْكُمْ مَا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَنْ تَذَكَّرَ وَجَاءَكُمُ النَّذِيرُ فَذُوقُوا فَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ نَصِيرٍ ﴿۳۷﴾ إِنَّ اللَّهَ عَالِمُ غَيْبِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۳۸﴾

هغه ذات دی چه رادننه ئی کړو مونږه کور ددیره کیدلو ته دوجی دفضل خپل نه نه به رسیږی مونږته په دی کښی هیڅ تکلیف اونه به رسیږی مونږته په دی کښی ستړی والی ﴿۳۵﴾
اوهغه کسان چه کفرئی کړی دی دوی دپاره اور دجهنم دی فیصله به نه کیږی په دوی باندی (دمرگ) چه مړه شی اونه به شی سپکیدلی ددوی نه عذاب د هغی نه دغه شان سزا ورکوو مونږ هرمنکرته ﴿۳۶﴾
اودوی به چغی وهی په هغی کښی ای ربه ځمونږه اوباسی مونږه عملونه به کوؤ دسنت برابر سیوا دهغه عملونو نه چه مونږ کول (اوبه وئیلی شی) آیا عمرنه وؤ درکړی مونږ تاسوته دومره چه نصیحت قبول کړی وؤ په هغی کښی چاچه نصیحت قبلوؤ او راغلی وؤ تاسوته ویره درکوؤنکی نو اوڅکئ نیشته دظالمانو دپاره هیڅ مددگار ﴿۳۷﴾
یقیناً اللّه تعالٰی عالم دی په پټو څیزونو دآسمانونو او دځمکی یقیناً هغه پوهه دی په هغه خبرو چه په سینو دخلقو کښی دی ﴿۳۸﴾

[۳۶] دا تخویف اخروی دی منکرینو لره په دری حالتونو سره -
[۳۷] داهم تخویف دی په ذکرد څلورو طریقوسره (غَيْرَ الَّذِي كُنَّا نَعْمَلُ) دا لفظ دلیل دی چه دوی به خپلو علمونو ته صالح وئیل (ویحسبون انهم یحسنون صنعا) اوس ورته معلومه شوه چه هغه عملونه صالح نه وؤ ځکه دا قید ئی الگوؤ (مَا يَتَذَكَّرُ فِيهِ) حدیث بخاری دی چه چالره اللّه تعالٰی شپیته کاله عمرورکړی دی نودده هربهانه ئی روکه کړی ده (النَّذِيرُ) مراد ددی نه پیغمبردی یا کتاب اللّه دی یا هرداعی دحق دی یا بوډاوالی (سپین والی د ویختودی) -
[۳۸] دا دریم باب دی ترآخر دسورة‌ پوری په دی کښی دری عقلی دلیلونه دی اوطلب ددلیل دی د مشرکانونه او زجر دی اهل شرک ته اوپه آخرکښی تخویف دنیوی تفصیلی دی - په دی (۳۸) کښی یوولسم عقلی دلیل دی په باره دعلم غیب د اللّه تعالٰی کښی - اوپه دی کښی اشاره ده جواب دمشرکینوته یعنی اللّه تعالٰی عالم دی په دی خبره باندی که تاسو دنیا ته واپس اوگرځوی نوبیاهم تاسو عمل صالح نه کوئ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>