وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۶۳ فاطر

هُوَ الَّذِي جَعَلَكُمْ خَلَائِفَ فِي الْأَرْضِ فَمَنْ كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُ وَلَا يَزِيدُ الْكَافِرِينَ كُفْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ إِلَّا مَقْتًا وَلَا يَزِيدُ الْكَافِرِينَ كُفْرُهُمْ إِلَّا خَسَارًا ﴿۳۹﴾ قُلْ أَرَأَيْتُمْ شُرَكَاءَكُمُ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ أَمْ آتَيْنَاهُمْ كِتَابًا فَهُمْ عَلَى بَيِّنَتٍ مِنْهُ بَلْ إِنْ يَعِدُ الظَّالِمُونَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا إِلَّا غُرُورًا ﴿۴۰﴾ إِنَّ اللَّهَ يُمْسِكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ أَنْ تَزُولَا وَلَئِنْ زَالَتَا إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِنْ بَعْدِهِ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا ﴿۴۱﴾

خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی جوړ کړی ئی تاسو یوبل پسی ابادوؤنکی په ځمکه کښی نوچاچه کفراوکړو نوپه هغه باندی به سزا دکفردهغه وی اونه زیاتوی کافرانو لره کفرکول دهغوی په نیزدرب دهغوی مگرغصه اونه زیاتوی کافرانو لره کفرکول دهغوی مگر تاوان ﴿۳۹﴾
ته اوایه آیا پوهه ئی تاسو په باره دشریکانو ستاسو هغه چه تاسوئی بلنه ئی کوئ سیوا د اللّه تعالٰی نه اوښائی ماته چه څه پیداکړی دی دوی د ځمکی نه آیا دوی لره برخه ده په آسمانونوکښی اویا ورکړی دی مونږ دوی ته کتاب نودوی په ښکاره دلیل باندی دی ددغه کتاب نه بلکه وعدی نه کوی ظالمان بضی ددوی دبعضوسره مگرددهوکی ﴿۴۰﴾
یقیناً اللّه تعالٰی راټینگوی آسمانونه او ځمکه دخوځیدلو د خپل ځای نه اوکه چیری دوی اوخوځیدل نشی را ټینگولی دوی لره هیڅوک روستو دخوځیدلونه یقیناً اللّه تعالٰی صبرناک بخنه کوؤنکی دی ﴿۴۱﴾

[۳۹] دا دولسم دلیل عقلی دی یعنی هرکله چه اللّه تعالٰی عالم دی په هرڅیزباندی نوددی وجی نه تاسوله ئی داستعداد موافق خلافت درکړی دی (خَلَائِفَ) یوبل پسی ابادوؤنکی د ځمکی یا روستنی امتیان خلیفگان دی دتیرشوؤ امتونو خَلِیْفَه هغه څوک دی چه نائب وی دبل چا په کار چلؤلو دهغه کښی اوهرکله چه اللّه تعالٰی نائب ته محتاج نه دی ددی وجی نه ابوبکررضی اللّه عنه لفظ یا خلیفة اللّه بد گنړلی دی او خلیفة رسول اللّٰه ﷺ ئی غوره کړی دی اودا تفسیرقرطبی ذکرکړی دی (وَلَا يَزِيدُ الْكَافِرِينَ) یعنی څومره چه په کفرکښی ترقی کوی نودومره د اللّه تعالٰی غضب په هغه باندی زیاتیږی اودغضب الٰهی په سبب ددی کفرخسران اوتاوان زیاتیږی ځکه چه سرمایه دعمرئی بی ځایه خرچ کیږی -
[۴۰] په دی آیت کښی زجردی مشرکینوته (چه مخکښی آیت کښی په من کفرسره ذکرشول) او طلب ددلیل دی په شرک باندی اول دلیل عقلی سفلی دوهم دلیل عقلی علوی دریم دلیل نقلی او وحی دنازل کړی شوی کتاب نه (بَلْ إِنْ يَعِدُ الظَّالِمُونَ) یعنی دلیلونه نیشته بلکه خالص تقلید دی داکشران په مشرانو گمراهانو پسی بی دلیله روان دی او گمراهان (مشرکان) ورله دهوکه ورکوی باطله خبره ورته حقه ښکاره کوی شرک ورته توحید اوبدعت ورته سنت ښکاره کوی -
[۴۱] دا دیارلسم دلیل عقلی دی هرکله چه د معبودان من دون اللّه عجزاو کمزوری بیان شوه نواوس اللّه تعالٰی خپل عظمت شان بیانوی (إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا) یعنی دمخلوق دگناهونو دوجی نه نزدی ده چه آسمانونه او ځمکه زائله شی لیکن اللّه تعالٰی حلیم دی دمخلوق نه (چه مستحق دعذاب وی) عذاب روستوکوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>