وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۶۹ يٰسٓ
إِذْ أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمُ اثْنَيْنِ فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوا إِنَّا إِلَيْكُمْ مُرْسَلُونَ ﴿۱۴﴾ قَالُوا مَا أَنْتُمْ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُنَا وَمَا أَنْزَلَ الرَّحْمَنُ مِنْ شَيْءٍ إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا تَكْذِبُونَ ﴿۱۵﴾ قَالُوا رَبُّنَا يَعْلَمُ إِنَّا إِلَيْكُمْ لَمُرْسَلُونَ ﴿۱۶﴾ وَمَا عَلَيْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ ﴿۱۷﴾ قَالُوا إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ لَئِنْ لَمْ تَنْتَهُوا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَيَمَسَّنَّكُمْ مِنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۸﴾ قَالُوا طَائِرُكُمْ مَعَكُمْ أَئِنْ ذُكِّرْتُمْ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ مُسْرِفُونَ ﴿۱۹﴾ وَجَاءَ مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ يَسْعَى قَالَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِينَ ﴿۲۰﴾ اتَّبِعُوا مَنْ لَا يَسْأَلُكُمْ أَجْرًا وَهُمْ مُهْتَدُونَ ﴿۲۱﴾
کله چه اولیږل مونږ هغوی ته دوه کسان نو هغوی ورته دروغژن اوئیل نو کلک کړه مونږپه دریم سره نودوی اوئیل یقیناً مونږ تاسوته رالیږلی شوی یو ﴿۱۴﴾
دوی اوئيل نه ئی تاسو مگربندگان ئی ځمونږپه شان اونه دی نازل کړی رحمان هیڅ څیز نه ئی تاسو مگردروغ وائی ﴿۱۵﴾
دوی اوئیل رب ځمونږ پوهه دی چه یقیناً مونږ تاسوته خامخا رالیږلی شوی یو ﴿۱۶﴾
او نیشته په مونږباندی مگر رسول ښکاره دی ﴿۱۷﴾
دوی اوئیل یقیناً مونږ سپیره حاله شو ستاسو دوجی نه که چیری منع نه شوئ نوسنگسار به کړو تاسو او خامخا اوبه رسیږی تاسوته ځمونږ دطرف نه عذاب درد ناک ﴿۱۸﴾
دوی اوئیل سپیره والی ستاسو ستاسو دوجی نه دی آیا تاسوته چه نصیحت درکیږی نوانکارکوئ بلکه تاسوقوم ئی دحد نه تیریدونکی ﴿۱۹﴾
او راغی دلری د طرف د ښارنه یونارینه منډی وهلی اوئیل ئی ای قومه ځما تابعداری کوئ د پیغمبرانو ﴿۲۰﴾
تابعداری دهغه چاچه نه غواړی ستاسو نه هیڅ بدله او هم دوی هدایت والا دی ﴿۲۱﴾
[۱۴] دا تفصیل بعدالاجمال دی تیرو شوؤ زمانو کښی یویو کلی ته به اکثر ډیر رسولان په یوځای رالیږل کیدل - اوپه دی کښی تسلّی ده رسول اللّٰه ﷺ ته چه ستانه مخکښی هم درسولانو تکذیب کړی شوی دی -
[۱۵] دا تفصیل دتکذیب دی په دری طریقو سره دددی نه معلومه شوه چه دبشریت درسول نه انکار کول دمشرکانو زړه جاهلانه عقیده ده -
[۱۶] (رَبُّنَا يَعْلَمُ) دا جمله دقسم په ځآی قائم ده ددی وجی نه دیعلم مفعول ئی نه دی ذکرکړی -
[۱۷] یعنی هرکله چه مونږ رسولان یو نود رسول ذمه واری صرف تبلیغ دی که تاسو منل کوئ یا نه کوئ -
[۱۸] دادهغوی دتکذیب بله طریقه ده یعنی دوی وئیل چه ستاسو تبلیغ باطل دی ځکه چه ددی وجی نه په مونږباندی بد حالی راغله بیماری، قحط، مالی گرانی دنرخونووغیره -
[۱۹] (طَائِرُكُمْ) دانسان مقرر برخی ته وئیلی کیږی چه د اللّه تعالٰی دطرف نه راځی مراد ترینه بدحالی ده (مَعَكُمْ) تاسو پوری لازم ده ستاسود ناکاره عملونو دوجی نه اوپه دی آیتونو کښی دی قوم د خپلو عملونو سزا نه منله په دی وجی سره دلته معکم اوئیلی شو (بَلْ أَنْتُمْ) په دی کښی تصریح ده چه سبب دبدحالئ ستاسو اسراف یعنی شرک او کفراو ددین نه خلق منع کول دی -
فائده: ددی آیاتونو نه معلومه شوه چه تَطَيَّرْ یعنی بدحالی بیمارئ وغیره په هرانسان دهغه دعمل دوجی نه راځی دهغی نسبت مکان یازمانی ته یابل سړی ته کول جائز نه دی - ددی وجی نه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی لاطیرة فی الاسلام یعنی اسلامی اصول دادی چه د خپلی بدحالئ سبب په دبل چا عمل یاصفت نه گرځوی بلکه خپل عمل به دهغی سبب گنړی -
[۲۰] دا رنگ په سورة قصص (۲۰) کښی تیرشوی دی (اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِينَ) په امتی باندی لازم دی چه دنبی تابعدارئ ته خلق را اوغواړی -
[۲۱] دا ذکرد دوؤ علتونو دی د پاره د لزوم د اتباع د رسولانو اول دعوض طمع نه کول دانسانانونه او دا دلیل د اخلاص دی اوداسی انسان هم حق نه پټوی دوهم اهتداء یعنی په دلیل وحی پسی تلل او دوجی موافق عمل کول او دا دلیل دحقانیت دی -