وَمَا لِيَ ۱۰۷۰ يٰسٓ
وَمَا لِيَ لَا أَعْبُدُ الَّذِي فَطَرَنِي وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۲۲﴾ أَأَتَّخِذُ مِنْ دُونِهِ آلِهَةً إِنْ يُرِدْنِ الرَّحْمَنُ بِضُرٍّ لَا تُغْنِ عَنِّي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا وَلَا يُنْقِذُونِ ﴿۲۳﴾ إِنِّي إِذًا لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۲۴﴾ إِنِّي آمَنْتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُونِ ﴿۲۵﴾
اوڅه دلیل دی ځما چه بندگی نه خاص کوؤم دهغه ذات چه زه ئی داول سرنه پیدا کړی یم اوخاص هغه ته به اوگرځولی شئ ﴿۲۲﴾
آیا اونیسم زه سیوا د اللّه تعالٰی نه نورمعبوان که چیری اوغواړی مالره رحمان ذات څه ضرر نونه شی لری کولی زمانه سفارش ددوی هیڅ ضرر اونه دوی مالره خلاصولی شی ﴿۲۳﴾
یقیناً زه به داسی وخت کښی خامخا په گمراهئ ښکاره کښی یم ﴿۲۴﴾
یقیناً ما ایمان راوړی دی ستاسو په رب باندی نو واورئ ځما خبری ﴿۲۵﴾
[۲۲] په دی کښی دعوت دی توحید ته په احسن طریقی سره ددی وجی نه چه دخبری سر دځان دطرف نه شروع کوی دپاره ددی چه مخاطب بد اونه گنړی اودخبری آخرسرمخاطب ته اړوی - او دا جواب دسوال دی یعنی قوم ورته په زورنه اوئیل چه ته هم ددوی سره ملگری ئی نوهغه جواب اوکړو چه هان ددوی ملگرتیا پریخودلودپاره ځما څه عذر او دلیل نیشته او (فَطَرَنِي) کښی دلیل دتوحید فی العبادة دی - (وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ) کښی عقیده دبعث بعد الموت ده -
[۲۳] مخکښی آیت کښی اثبات دتوحید وؤ اوپه دی آیت کښی رد دشرک دی اوجواب دی ددوهم سوال دمشرکانو چه د اللّه تعالٰی دمعبودیت سره نورو شرکت هم جائزدی؟ حاصل جواب دادی د اللّه تعالٰی نه سیوا په بل چا کښی وصف دمعبودیت نشی کیدی اوهغه دوه څیزونه دی اول داچه د اللّه تعالٰی ارادی لره په سفارش کولو سره اوگرځوی اودی قسم ته شفاعت قهریه وئیلی کیږی چه عقیده اوساتی چه څوک د اللّه تعالٰی په نیزداسی مخوریزاو عزت مند وی چه د اللّه تعالٰی ارادی لره بدله کړی یا داسی دوست او محبوب مطلق وی چه اللّه تعالٰی دهغه دسفارش منلونه مجبوره شی او خپله ارادی لره پریږدی دا یوهم نشی کیدی دوهم څیزدادی چه په خپل طاقت او زورسره د اللّه تعالٰی اراده بدله کړی اویو انسان لره د اللّه تعالٰی دارادی خلاف دڅه مصیبت نه بچاؤ ورکړی -
[۲۴] داد دریم سوال جواب دی هغوی اوئیل چه په دی عقیده لرلوسره هیڅ نقصان نه راځی جواب ئی ورکړو چه دا ښکاره گمراهی ده -
[۲۵] داد څلورم سوال جواب دی چه ته زمونږ مخالفت کښی (ردشرک کښی) ولی دومره کلک ئی جواب ئی اوکړو چه داد مؤمن دایمان تقاضا ده چه په شرک باندی صریح رد کوی -