وَمَا لِيَ ۱۰۷۱ يٰسٓ

قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ قَالَ يَا لَيْتَ قَوْمِي يَعْلَمُونَ ﴿۲۶﴾ بِمَا غَفَرَ لِي رَبِّي وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُكْرَمِينَ ﴿۲۷﴾ وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَى قَوْمِهِ مِنْ بَعْدِهِ مِنْ جُنْدٍ مِنَ السَّمَاءِ وَمَا كُنَّا مُنْزِلِينَ ﴿۲۸﴾ إِنْ كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ خَامِدُونَ ﴿۲۹﴾ يَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ مَا يَأْتِيهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۳۰﴾

اوئیلی شو (پس دمرگ د هغه نه روح ته) داخل شه جنت ته اوئیل هغه های افسوس دی چه قوم ځما پوهه لرلی ﴿۲۶﴾
په هغه خبره باندی چه بخنه پری اوکړه ماته رب ځما اوزه ئی اوگرځولم د دکرامت والا نه ﴿۲۷﴾
اونه دی رالیږلی مونږپه قوم دهغه باندی روستو دمرگ دهغه نه هیڅ لښکر دآسمان نه اونه یو مونږ نازلوؤنکی (په داسی وخت کښی) ﴿۲۸﴾
نه وؤ هلاکت ددوی مگریوه چغه وه نودغه وخت دوی مړه اوغورځیدل ﴿۲۹﴾
های افسوس دی په داسی بندگانو باندی چه نه راځی دوی ته هیڅ رسول مگردوی هغی پوری ټوقی کوی ﴿۳۰﴾

[۲۶] اکثرمفسرینو لیکلی دی چه مشرکان په دی سړی راجمع شول ټوپونه ئی ورباندی اوهل دهغه کولمی ئی بهررا اویستلی - په کانړوباندی اویشتلو، کوهی ته ئی اوغورځولو (دی خلقو ته اصحاب الرس وئیلی کیږی) اوپه مرئ کښی ورلره سوری اوکړو اودهغه ښارپه چوک ئی اویزان کړو په اره باندی دوه تکړی کړو دا مختلف اقوال دی مطلب ئی یودی چه شهید ئی کړو - اوهرکله چه صحیح حدیث سره ثابت دی چه روح دشهید په جنت کښی داخلیږی ددی وجی نه اوئیلی شو (قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ) بدن په ځمکه مړپروت وؤ لیکن روح ته ئی خطاب اوشو (قَالَ يَا لَيْتَ) په جنت کښی ئی دقوم دایمان ارمان اوکړو دادده نهایت اخلاص وؤ -
[۲۷] (بِمَا غَفَرَ لِي) مرا ددی نه مسئله توحید ده چه سبب دبخشش دی اوسبب دکرامتونو دی یعنی افسوس دی چه قوم ځما په دغه مسئله باندی علم او عقیده لرلی (الْمُكْرَمِينَ) معلومه شوه چه لوی کرامت دتوحیدپه وجه باندی شهادت دی اوجنت ته داخلیدل دی -
[۲۸] په دی آیت کښی دهغه قوم هلاکت په سپک والی سره ذکرکوی یعنی اللّه تعالٰی فرمائی چه ددوی په هلاکولو کښی څه لښکرو رالیږلوته محتاج نه وو دوی د اللّه تعالٰی دقدرت په مخکښی دیو وزر حیثیت هم نه لری (وَمَا كُنَّا مُنْزِلِينَ) یعنی دا زمونږ عادت نه دی چه دیو قوم د هلاکولودپاره لښکری را اولیږو - که څوک سوال اوکړی چه په غزوره بدر، احزاب، حنین کښی ئی ملائک رالیږلی دی اوهغوی ته ئی جنود وئیلی دی؟ جواب دادی چه هلاکول دوه قسمه دی یودټول قوم په یوځل تباه کول نوپه دی آیت کښی مراد دادی ددی دپاره اللّه تعالٰی لښکر نه رالیږی، دوهم قسم هلاکول دلږو کسانودی په حالت دجنگ کښی په هغی حالت کی دنصرت په حیثیت د ملائکو لښکری رالیږی او اللّه تعالٰی حکمتونو والادی -
[۲۹] په دی آیت کښی عذاب دهغه قوم ذکردی مفسرینولیکلی دی چه جبرائیل علیه السلام راغی اوددغه قوم دښار د دروازی درشلی اونیولی او هیبتناکه چغه ئی اووهله په هغی سره هغوی مړه شول (خَامِدُونَ) کښی تشبیه ده د اورمړکیدلوسره یعنی ددوی غصه او تکبروغیره داسی مړه کړی شوه لکه اورمړی شی او ایری جوړشی -
فائده: اکثرمفسرینو ددی واقعی په باره کښی لیکلی دی چه دغه رسولان د عیسیٰ علیه السلام دطرف نه قاصدان وو - او انطاکیه ښارته اولیږلی شول اوبیا ورسره یو شپونکی (رجل مؤمن) ملگری شو اوهغه شهید کړی شو نوبیاپه هغه ښارباندی عذاب دچغی راغی اوددی په تائید کښی یوحدیث هم ذکرکوی چه هغه زمحشری کشاف کښی مرفوع نقل کړی دی - لیکن مفسر ابن کثیرپه دی باندی رد کړی دی په ډیرو وجوهوسره اوله وجه داده چه، اذارسلنا الیهم، فعززنابثالثٍ، اناالیکم مرسلون، اوورپسی جملی ښکاره دلالت کوی چه دوی د اللّه تعالٰی دطرف نه رالیږلی شوی وو - دوهمه داچه هغوی په دوی باندی په بشریت سره اعتراض کړی وؤ وئیلی وو ان انتم الابشرمثلنا، دبنده په قاصد باندی دبشریت اعتراض نشی کیدلی - دریمه وجه دا چه تاریخ لیکلی دی چه انطاکیه اول ښاردی دهغه څلورو ښارونونه چه په عیسیٰ علیه السلام ئی ایمان راوړی وؤ قدس، انطاکیه، اسکندریه، رومیه نوهرکله چه ایمان راوړی وؤ نوبیا ولی هلاک کړی شول اوڅلورمه وجه داده دسورة قصص آیت (۴۳) په تفسیرکښی داکثرسلفونه نقل کړی شوی دی چه روستو دانزال دتورات نه په یوامت باندی استیصالی عذاب نه دی راغلی اوپه دی واقعه کښی خوتصریح ده چه هغه قریة (کلی) ټوله هلاکه شوه - اوهرچه حدیث د طبرانی او د زمخشری دی نوهغه حدیث منکردی دهغی په سندکښی حسین بن الحسین الاشقردی اوهغه شیعی او پریخودلی شوی راوی دی نومعلومه شوه چه دا واقعه د موسیٰ علیه السلام نه وړاندی دیو قوم واقعه ده - اوکیدی شی چه دهغه قوم دکلی نوم هم انطاکیه وؤ -
[۳۰] (يَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ) دلته سوال دادی چه حسرة د اللّه تعالٰی دشان سره مناسب نه دی ځکه چه حسرت پښیمانه کیدل اوستړی والی ښکاره کول دی په یو غیرمناسب کارکولو باندی نوددی ډیرجوابونه دی اول دا چه حسرة په معنیٰ دویل اود هلاکت دی داد ابن عباس رضی اللّه عنهما نه یوروایت دی دوهم جواب دا اخباردی دحسرة دبندگانو په خپلوځانونو باندی یعنی په داسی وخت کښی بندگان په خپل انکاراوتکذیب باندی افسوسونه کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>