وَمَا لِيَ ۱۰۷۲ يٰسٓ
أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنَ الْقُرُونِ أَنَّهُمْ إِلَيْهِمْ لَا يَرْجِعُونَ ﴿۳۱﴾ وَإِنْ كُلٌّ لَمَّا جَمِيعٌ لَدَيْنَا مُحْضَرُونَ ﴿۳۲﴾ وَآيَةٌ لَهُمُ الْأَرْضُ الْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَاهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ ﴿۳۳﴾
آیا دوی نه گوری چه څومره هلاک کړی دی مونږ ددوی نه مخکښی دپیړونه چه هغوی به دوی ته واپس (دنیا ته) نه راځی ﴿۳۱﴾
او نیشته هیڅ یو مگر ټول به زمونږ مخی ته حاضر کړی شی ﴿۳۲﴾
او لوی دلیل دتوحید ددوی دپاره ځمکه وچه ده چه تازه کړو مونږ هغه او رااوباسو دهغی نه دانی نوبعضی دهغی نه دوی خوری ﴿۳۳﴾
[۳۱] ددی آیت نه دوهم باب دی تر (۷۱) پوری په دی کښی اول زجردی بیا لس عقلی دلیلونه دی تر (۴۴) پوری اوپه دی کښی دری قسمه زجرونه دی (۱) زجربالاعراض (۲) زجربالا ستهزاء (۳) زجر بانکارالحشر - بیا تخویف اخروی دی د (۵۱) نه تر (۶۸) پوری اوپه مینځ کښی بشارت دی او آخرکښی دیو شبهی جواب دی چه تعلق لری د ابتداء دسورة سره، په دی (۳۱) کښی زجردی سره دتخویف دنیوی نه اودا آیت ښکاره دلیل دی چه کوم خلق مړه شوی دی هغوی دنیا ته واپس نشی راتللی لکه چه سورة مؤمنون (۱۰۰) اوسورة انبیاء (۹۵) کښی تیرشوی دی -
[۳۲] دا تخویف اخروی دی -
[۳۳] دا آیت او ددی نه روستو تر (۴۴) پوری دلیلونه دی دپاره د رد دشفاعة شرکیه اودپاره داثبات دحشر هم دی - اوپه دی دلیلونوکښی نعمتونه ذکرکوی -