وَمَا لِيَ ۱۰۷۳ يٰسٓ

وَجَعَلْنَا فِيهَا جَنَّاتٍ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ وَفَجَّرْنَا فِيهَا مِنَ الْعُيُونِ ﴿۳۴﴾ لِيَأْكُلُوا مِنْ ثَمَرِهِ وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ أَفَلَا يَشْكُرُونَ ﴿۳۵﴾ سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنْفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۶﴾ وَآيَةٌ لَهُمُ اللَّيْلُ نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَإِذَا هُمْ مُظْلِمُونَ ﴿۳۷﴾ وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿۳۸﴾

اوپیدا کړی دی مونږ په دی کښی باغونه دکجورو او انگورو نه اوبیولی دی مونږ په هغی کښی د چینونه ﴿۳۴﴾
دپاره ددی چه اوخوری څه میوی دهغی نه اونه دی جوړکړی دی لره لاسونو ددوی نوآیا شکرنه کوی دوی ﴿۳۵﴾
پاکی ده دهغی ذات چه پیداکړی دی قسمونه ټول دهغی نه راټوکوی ئی ځمکه اود نفسونو ددوی نه او دهغه څیزونونه چه دوی نه پوهیږی په هغی باندی ﴿۳۶﴾
او لوی دلیل دتوحید ددوی دپاره شپه ده راکاږو دهغی نه ورځ نو دغه وخت دوی په تیارو کښی وی ﴿۳۷﴾
اونمر روان دی وخت مقرر دهغی ته دا (داحرکت دنمر) اندازه ده دزورآور عالم ذات ﴿۳۸﴾

[۳۴] په دی آیت کښی هغه نعمتونه ذکرکوی چه دمیوؤ سره تعلق لری - اوپه مخکښی آیت کښی اوبه دباران ذکرکړی وی اوپه دی آیت کښی اوبه د چینو ذکرکړی دی اودا احسن ترتیب دی (نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ) دا دوه قسمونه په عربو کښی ډیروو (وَفَجَّرْنَا) په مخ دځمکه باندی بعضی اوبه اودځمکی په باطنی رگونوکښی اوبه چلول دی دی دواړوته دا لفظ شامل دی -
[۳۵] (وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ) مراد ترینه هغه رس جوس او مشروبات دی کوم چه دمیوؤنه جوړیږی او ډوډئ او تیل وغیره چه ددانو راؤباسی یارد دی په مشرکینوباندی یعنی دا میوی خو انسانانو او الٰهو باطلو ددوی نه دی جوړکړی -
[۳۶] دا بل دلیل عقلی دی سره ددعوی دتوحید نه په لفظ دسبحان سره په تیرشوی آیاتونو کښی صرف پیدائش دځمکی داشیاؤ ذکرکړی دی اوپه دی کښی دهغی ازدواج او انواع ذکرکوی (الْأَزْوَاجَ) مراد ترینه اختلاف درنگونو شکلونواو خوندونو دی اودی اختلاف ته ازدواج وئیلی کیږی یامراد ددی نه نراوماده دی ځکه چه عمل نباتات کښی ثابت کړی شوی ده چه په ټولو بوټوکښی نراوماده شته او آیت دسورة ذاریات (۴۹) هم په دی باندی دلیل دی (وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ) په اوچه او دریابونو اوځمکه او آسمانونو کښی داسی مخلوق شته چه دانسانانوپه علم کښی نیشته بلکه دملائکو په علم کښی هم نیشته -
[۳۷] دا بل دلیل عقلی دی تیرشوی دلیلونو کښی نعمتونه مکانی او سفلی وو - اوپه دی کښی نعمتونه زمانی وسطی ذکرکوی -
[۳۸] دابل دلیل عقلی دی اودا ذکر دسبب ظاهری دی روستو دمسبب نه یعنی سبب ظاهری دشپی او دورځی گردش دنمراو سپوږمئ‌ دی (لِمُسْتَقَرٍّ لَهَا) مراد ددی نه تحت العرش دی یاوخت دراښکاره کیدلو دنمردی مغرب نه چه هغه قریب دفنا ددنیا دی اوپه دی دواړوباندی حدیث صحیح دلیل دی -
تنبیه: سوال، حدیث دلالت کوی چه دا شمس سجده کوی لاندی دعرش نه بیا اذن طلب کوی د اللّه تعالٰی نه نواذن ورته کیدی شی اوحال داچه حساً او عقلاً معلومیږی چه دا شمس په هیڅ ساعت کښی حرکت نه پریږدی لکه هروخت روان دی اگرچه دیوعلاقی نه غائب شی لیکن په بله علاقه کښی غائب نه وی نوددی حدیث څه مراد دی؟ جواب دادی چه سجده دشمس دهغه دحرکت سره منافات نه لری په حال دحرکت کولوکښی هم تابع دحکم د اللّه تعالٰی دی - اود اذن طلب کولو نه مراد دادی چه په هرلمحه کښی په اذن د اللّه تعالٰی سره روان دی -