وَمَا لِيَ ۱۰۷۴ يٰسٓ
وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّى عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ ﴿۳۹﴾ لَا الشَّمْسُ يَنْبَغِي لَهَا أَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ ﴿۴۰﴾ وَآيَةٌ لَهُمْ أَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّيَّتَهُمْ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ ﴿۴۱﴾ وَخَلَقْنَا لَهُمْ مِنْ مِثْلِهِ مَا يَرْكَبُونَ ﴿۴۲﴾ وَإِنْ نَشَأْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِيخَ لَهُمْ وَلَا هُمْ يُنْقَذُونَ ﴿۴۳﴾ إِلَّا رَحْمَةً مِنَّا وَمَتَاعًا إِلَى حِينٍ ﴿۴۴﴾
او سپوږمئ لره مقرر کړی دی مونږه منزلونه تردی چه واپس اوگرځی په شان د څانگی د کجوری زړی ﴿۳۹﴾
نه دی نمرچه آسان شی هغه لره چه لاندی کړی سپوږمئ اونه شپه مخکښی کیدونکی ده دورځ نه اوټول په ځای دگرځیدلو کښی لامبووهی ﴿۴۰﴾
او لوی دلیل دتوحید دپاره ددوی دادی اوچتوؤ مونږ نسل ددوی په کشتئ ډکه کښی ﴿۴۱﴾
اوپیدا کړی دی مونږ ددوی دپاره دهغی په شان هغه څیزونه چه دوی سورلی کوی په هغی باندی ﴿۴۲﴾
اوکه چیری اوغواړو مونږ نو غرق به کړو دوی لره نو نه به وی فریادرس دوی لره اونه به دوی خلاص کړی شی ﴿۴۳﴾
مگرد رحمت دوجی نه اومزی ورکول تویووخت پوری ﴿۴۴﴾
[۳۹] دابل دلیل دی (مَنَازِلَ) هره شپه چه سپوږمئ په جداجدا ځآی کښی ښکاره کیږی نوهغی ته منازل وئیلی کیږی اوهغه اته ویشت دی اوکه میاشت ددیرشو وی نودوه شپی سپوږمئ پټه وی اوکه دیوکم دیرشو وی نویوه شپه پټه وی (حَتَّى عَادَ) یعنی داولی شپی نه ددی شروع اوشی نوپه څوارلسمه شپه باندی کامله شی نوبیا په نقصان کښی شروع شی نوپه اخرکښی په شان داول حال اوگرځی - (كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ) څانگه دکجوری چه زړه شی او اوچه شی نونرئ او کږه او زیړه شی نودارنگ سپوږمئ هم اوگرځی -
[۴۰] دا بل دلیل دی مراد دادی چه دشپی اوورځی اودنمر، سپوږمئ نظام نه بدلیږی او (فَلَكٍ) نه مراد (مدار) ځای دگرځیدلوددوی دی اوهغه دآسمانونو نه ښکته دی اوکوم آیاتونو کښی چه فی السماء راغلی دی نومراد دهغی ه دادی چه دا نمر، سپوږمئ دآسمان په طرف کښی دی اوداسی په سورة انبیاء (۳۳) کښی هم تیرشوی دی -
[۴۲،۴۱] دا بل دلیل عقلی دی اونعمت ددریابونو ذکرکوی روستو داوچی نه (ذُرِّيَّتَهُمْ) تمام نوع انسانی ته وئیلی کیږی که مشران وی اوکه اولاد وی مذکروی اوکه مؤنث وی - اومراد ددی نه نوح علیه السلام اودهغه ځامن دی چه په کشتی کښی بچ کړی شوی وو دطوفان نه او د (مِثْلِهِ) نه مراد کشتئ او لانچونه وغیره دی دپاره دروستو خلقو یا مردا دذریة نه مطلق مشران دی - او د فلک مشحون نه مراد مطلق کشتئ دی اودمثله نه مراد دسورلئ اسباب دی که په اوچه کښی وی اوکه په لونده کښی وی -
[۴۴،۴۳] مقصد په دی کښی رد دی په شفاعت شرکیه باندی (صَرِيخَ) په معنیٰ دفریادرس اود مغیث او غوث دی -