وَمَا لِيَ ۱۰۷۵ يٰسٓ
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّقُوا مَا بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۴۵﴾ وَمَا تَأْتِيهِمْ مِنْ آيَةٍ مِنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ ﴿۴۶﴾ وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنْفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنُطْعِمُ مَنْ لَوْ يَشَاءُ اللَّهُ أَطْعَمَهُ إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۴۷﴾ وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۴۸﴾
اوکله چه اوئیلی شی دوی ته ځان بچ کړئ دعذاب نه چه مخکښی ستاسودی اوهغه چه روستو ستاسو دی دپاره ددی چه په تاسو باندی رحم اوکړی شی ﴿۴۵﴾
(نودوی مخ واړوی) اونه راځی دوی ته هیڅ نښه د نښو درب ددوی نه مگردوی دهغی نه مخ گرځوونکی دی ﴿۴۶﴾
اوکله چه اوئیلی شی دوی ته خرچ کوئ دهغی نه چه درکړی دی تاسو ته اللّه تعالٰی وائی کافران په باره دمؤمنانو کښی آیا خوراک ورکړو مونږ هغه چاته که غوښتلی اللّه تعالٰی نوخوراک به ئی ورته ورکړی وی نه ئی تاسو مگرپه گمراهئ ښکاره کښی ﴿۴۷﴾
او دوی وائی چه کله به وی دا وعده که چیری تاسو ئی رشتینی ﴿۴۸﴾
[۴۶،۴۵] دا زجردی په اعراض کولوددوی دعمل دتقویٰ اوآیاتونه (مَا بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ) داول نه مراد عذاب ددنیا دی په شان دعذاب دتیرشوی قومونو مکذبینو اوددوهم نه مراد عذاب دآخرت دی دوهم قول ددی برعکس دی -
[۴۷] دا دوهم زجردی په انکارددوی دامرد اللّه تعالٰی نه په باطل عذرسره (أَنْفِقُوا) مراد ددی نه انفاق شرعی دی یعنی د اللّه تعالٰی په نوم په مسکینانوباندی خرچ کوئ دغیراللّه په نوم په منجورانو دبتانو اود قبرونوباندی خرچ مه کوئ ځکه چه هغه انفاق نه دی بلکه اسراف دی اوعام مسکینان په مکه معظمه کښی په هغه وخت کښی مؤمنان وو نومعلومه شوه چه دا امردی په توحیدسره په عبادت مالیه کښی صرف په صدقه ورکولوسره مشرک مخاطب نشی کیدلی (أَنُطْعِمُ مَنْ لَوْ يَشَاءُ اللَّهُ أَطْعَمَهُ) په دی قول کښی دری احتمالونه دی اول داچه استهزاء ده یعنی دوی د مؤمنانو نه آوریدل چه اللّه تعالٰی رازق دی اودا رنگ اوریدل ئی چه مؤمنان هرڅه د اللّه تعالٰی په ارادی پوری معلق کوی نودوی اوئیل چه ستاسو دقول مطابق چه اللّه تعالٰی ددوی دفقیرئ اراده کړی ده اوهغه ورله روزی نه ورکوی نومونږ ورله څرنگ ورکړو - دوهم احتمال، ابن عطیه رحمة اللّٰه علیه وئیلی دی چه دوی اقرار کولو دموافقت د اللّه تعالٰی سره چه اللّه تعالٰی چاله روزی نه ورکوی نومونږ هم نه ورکوو - دریم احتمال قرطبی وغیره لیکلی دی چه دا قول ددوی فی نفسه صحیح دی لیکن حجت نیول په دی سره غلط کاردی اود قبیلی (کلمة حق ارید بهاباطل) ددوی مقصد صرف بخل اوشومتیا کول وو د اللّه تعالٰی په مشیت باندی رضا ښکاره کول ددوی مقصد نه دی (إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ) دا قول دکافرانو دی مؤمنانوته یعنی تاسو د اللّه تعالٰی دارادی خلاف کوئ اومونږته د اللّه تعالٰی دمقابلی کولو حکم راکوئ نوتاسو گمراه ئی یا قول د اللّه تعالٰی دی کافرانوته چه داقول ستاسو دوجی د گمراهئ نه دی ځکه چه تاسو د اللّه تعالٰی دحکم نه انکار کوئ -
[۴۸] دا دریم زجردی په انکارکولو دبعث بعدالموت سره اومتعلق دی په مابین ایدیهم او ماخلفهم سره -