وَمَا لِيَ ۱۰۷۶ يٰسٓ
مَا يَنْظُرُونَ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً تَأْخُذُهُمْ وَهُمْ يَخِصِّمُونَ ﴿۴۹﴾ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ تَوْصِيَةً وَلَا إِلَى أَهْلِهِمْ يَرْجِعُونَ ﴿۵۰﴾ وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَإِذَا هُمْ مِنَ الْأَجْدَاثِ إِلَى رَبِّهِمْ يَنْسِلُونَ ﴿۵۱﴾ قَالُوا يَا وَيْلَنَا مَنْ بَعَثَنَا مِنْ مَرْقَدِنَا هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ ﴿۵۲﴾ إِنْ كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ جَمِيعٌ لَدَيْنَا مُحْضَرُونَ ﴿۵۳﴾ فَالْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۵۴﴾
انتظار نه کوی دوی مگردچغی یوی چه اونیسی دوی لره او دوی به جگړه کوی ﴿۴۹﴾
نووس به نه لری دوصیت کولو اونه به خپلی کورنئ ته واپس کیدی شی ﴿۵۰﴾
او پوکی به ورکړی شی په شپیلئ کښی نودغه وخت به دوی دقبرونو نه خپل رب طرف ته ورزغلیږی ﴿۵۱﴾
دوی به وائی هائ تباهی ده چا اوچت کړو مونږ د ځای دسملاستلو ځمونږ نه دا هغه وخت دی چه وعده ئی کړی ده رحمان اورشتیا وئیلی وؤ رسولانو ﴿۵۲﴾
نه ده دا مگرچغه یوه نو دغه وخت به دوی ټول زمونږپه مخکښی حاضر کړی شی ﴿۵۳﴾
نو نن ورځ ظلم به نشی کیدی په هیڅ چا باندی هیڅ اونه به جزا درکیدی شی تاسوته مگرهغه چه تاسو کوم عملونه کول ﴿۵۴﴾
[۴۹] هرکله چه ددوی دا سوال عنادی وؤ نوجواب ورکوی په ذکردهیبت دورځ دفناسره (صَيْحَةً وَاحِدَةً) مراد ددی نه اوله شپیلئ وهل دی دپاره دفنا دټول عالم او (وَاحِدَةً) نه مراد دی په یوځل سره شپیلئ وهل اوفنا کیدل دانه چه دوهمه نفخه نیشته - اودهیبت دپاره ئی صیحه ذکرکړی ده په ځای دنفخه باندی (وَهُمْ يَخِصِّمُونَ) یعنی دوی به ددنیا په څیزونو کښی بحثونه او جگړی کوی توبه نه اوباسی حدیث مرفوع کښی وارد دی قیامت به قائم کیږی داسی حال کښی چه دوه سړو به یوه کپړه خوره کړی وی اوسودا به کوی نو رانغښتلی به ئی نه وی چه قیامت به قائم شی - اویوسړی به یو اخورداوبو باندی دخټی یا سمټو پلستر کړی وی لیکن څاروی به ترینه اوبه کړی نه وی چه قیامت به قائم شی او یو سړی به نوړئ دخوراک پورته کړی وی لاتیره کړی به ئی نه وی چه قیامت به قائم شی -
[۵۰] مقصد دادی چه هغه ځآی کښی به سمدستی مړه شی کوم ځای کښی چه دوی معاملی کوی مهلت دوی ته نه ملاویږی -
[۵۱] تخویف اخروی تفصیلاً ذکرکوی، په دی آیت کښی ددوهمی شپیلئ ذکردی چه هغه دپاره د بعث بعدالموت ده -
[۵۲] (مَرْقَدِنَا) (سوال) مرقد ځای دخوب ته وئیلی کیږی نومعلومه شوه چه په دوی باندی په قبرونو کښی هیڅ تکلیف او عذاب نه وؤ او حال دادی چه ډیرنصوص دلالت کوی په عذاب قبرباندی نواول جواب دادی چه دابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه عذاب قبرتراولی نفخی پوری دی بیا تردوهمی نفخی پوری عذاب نیشته، دوهم جواب دادی چه مرقد په معنیٰ د ځای دمرگ دی په طریقه د مجاز سره چه خوب ورور دمرگ دی، دریم جواب دادی چه دقیامت هیبتونه په دوی باندی دومره زیات شول چه عذاب قبردوی ته دهغی په مقابله کښی آرام ښکاریږی -
[۵۴،۵۳] په دواړه آیاتونو کښی ذکر داحوال دقیامت دی -