وَمَا لِيَ ۱۰۷۷ يٰسٓ
إِنَّ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ الْيَوْمَ فِي شُغُلٍ فَاكِهُونَ ﴿۵۵﴾ هُمْ وَأَزْوَاجُهُمْ فِي ظِلَالٍ عَلَى الْأَرَائِكِ مُتَّكِئُونَ ﴿۵۶﴾ لَهُمْ فِيهَا فَاكِهَةٌ وَلَهُمْ مَا يَدَّعُونَ ﴿۵۷﴾ سَلَامٌ قَوْلًا مِنْ رَبٍّ رَحِيمٍ ﴿۵۸﴾ وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ ﴿۵۹﴾ أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَنْ لَا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿۶۰﴾ وَأَنِ اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ ﴿۶۱﴾ وَلَقَدْ أَضَلَّ مِنْكُمْ جِبِلًّا كَثِيرًا أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ ﴿۶۲﴾
یقیناً جنتیان به نن ورځ په مشغولتیا کښی وی خوشحاله به وی ﴿۵۵﴾
دوی او ددوی بیبیانی به په سورو کښی دی په پالنگونوباندی تکیه وهونکی ﴿۵۶﴾
دوی دپاره په هغی کښی میوی دی اودوی لره هغه څیزدی چه دوی غواړی ﴿۵۷﴾
سلام دی وینابه کیږی د طرف د رب رحم والانه ﴿۵۸﴾
(اوبه وئیلی شی) اوجدا شئ نن ای مجرمانو ﴿۵۹﴾
آیا ما پخه خبره نه وه کړی تاسو ته ای اولاد دآدم چه مه کوئ بندگئ (په طاعت کولو بی دلیله) دشیطان یقیناً هغه تاسولره دشمن ښکاره دی ﴿۶۰﴾
اوداچه بندگئ خاص کوئ مالره دا لارده نیغه ﴿۶۱﴾
اویقیناً بی لاری کړی دی (په وسوسوسره) شیطان ستاسونه ډلی ديری آیا پس دعقل نه کار نه اخستلو ﴿۶۲﴾
[۵۸،۵۷،۵۶،۵۵] په دی آیاتونو کښی ذکر دبشارت دی مؤمنانولره په اول آیت کښی مزی دنعمتونو اوپه دوهم آیت کښی ذکر دآرام او د راحت دژوند اوپه دریم کښی ذکردخوراکونو اوپه څلورم کښی ذکردسلامونودی (فِي شُغُلٍ) دالفظ عام دی هغه ټولو لذتونو نعمتونو ته شامل دی چه مشغولوی به دوی لره ددنیا دنعمتونو او اوروالو نه اگرچه دوی اقرباء (خپلوان) وی (فَاكِهُونَ) تفسیر دی شغل یعنی دا مشغولا دغمونودوجی نه نه ده بلکه دمزو دوجی نه ده -
[۵۹] ددی آیت نه تر (۶۵) پوری تخویف اخروی دی اودلته دا لفظ محذوف دی اوبه وائی کافرانوته جداشئ ای مجرمانو (الْيَوْمَ) ددی وجی نه اوئیل چه په دنیا کښی دوی مخلوط وو مسلمانان اوکافران نوآخرت که به ئی دیوبل نه جدای کړی یاداچه ای مجرمانو دیوبل نه جداشئ یعنی دوی به مختلفی ډلی شی -
[۶۰] (يَا بَنِي آدَمَ) ددی وجی نه ذکرکړو چه منع دشرک او امر په توحیدسره د آدم علیه السلام دوخت نه شروع دی اوټول اولاد د آدم علیه السلام په دی سره مکلف دی (أَنْ لَا تَعْبُدُوا) عبادت په معنیٰ دطاعت دی یعنی د اللّه تعالٰی دطاعت په شان دشیطان طاعت کول داد شیطان عبادت دی یاداچه هره بندگی د غیراللّه عبادت دشیطان دی ځکه چه دهغه په وسوسی سره دی -
[۶۱] دا امر دتوحید دی اودا دلیل دی چه صراط مستقیم توحید ته وئیلی کیږی -
[۶۲] دا علت دی د دشمنئ دشیطان اوزورنه مشرکینوته چه دتیرشوؤ گمراه قومونو دحالت نه تاسو عبرت ولی نه حاصلوؤ (جِبِلًّا) مراد ددی نه خلق اوډلی دی اوتفسیرسراج المنیرکښی ذکرکوی چه په دی لفظ اشاره ده چه دا مخلوق دغرونو په شان غټ وو لیکن سره ددی نه شیطان دهوکه کړل -