وَمَا لِيَ ۱۰۷۸ يٰسٓ
هَذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ ﴿۶۳﴾ اصْلَوْهَا الْيَوْمَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿۶۴﴾ الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۶۵﴾ وَلَوْ نَشَاءُ لَطَمَسْنَا عَلَى أَعْيُنِهِمْ فَاسْتَبَقُوا الصِّرَاطَ فَأَنَّى يُبْصِرُونَ ﴿۶۶﴾ وَلَوْ نَشَاءُ لَمَسَخْنَاهُمْ عَلَى مَكَانَتِهِمْ فَمَا اسْتَطَاعُوا مُضِيًّا وَلَا يَرْجِعُونَ ﴿۶۷﴾ وَمَنْ نُعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِي الْخَلْقِ أَفَلَا يَعْقِلُونَ ﴿۶۸﴾
دا جهنم دی هغه چه تاسو سره ئی وعده کیدی شوه ﴿۶۳﴾
ورننوځئ دی ته نن په وجه ددی چه تاسو کفرکوؤ ﴿۶۴﴾
نن ورځ به مهر اُوهو مونږپه خولو ددوی باندی اوخبری به کوی مونږسره لاسونه د دوی اوگواهی به کوی خپی ددوی په هغه کارونوباندی چه دوی کول ﴿۶۵﴾
اوکه چیری اوغواړو مونږ نو ورانی به کړو سترگی ددوی نو وړاندی کیږی به لاری ته نوڅه رنگ به لیدل کوی ﴿۶۶﴾
اوکه چیری اوغواړو مونږ نو بدل به کړو شکلونه ددوی (ولاړبه وی) په خپلو ځایونوباندی نوطاقت به نه لری دمخکښی تللو اونه به واپس راگرځیدلی شی ﴿۶۷﴾
اوهغه څوک چه زیات عمرورکړو مونږ هغه ته نوکمزوری به پیدا کړو په اندامونو دده کښی آیا نو دوی عقل نه لری ﴿۶۸﴾
[۶۴،۶۳] یعنی جهنم به ورته ښکاره کړی شی نوداسی خطاب به ورته اوکړی شی نومعلومه شوه چه مخکښی حال دمیدان حشروؤ اوبیابه ئی جهنم ته داخل کړی -
[۶۵] په دی تخویف کښی اشاره ده چه اللّه تعالٰی به په آخرت کښی فیصلی به صرف په خپل علم سره نه کوی بلکه ددنیا د فیصلوپه شان به فیصلی په اقرار اوپه شهادتونو سره کوی (الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ) د دی مشهوره وجه داده چه دوی به انکاراوکړی دشرک نه لکه چه په سورة انعام (۲۳) او حٰم مؤمن (۷۴) کښی دی اودا انکارئی دروغ دی نو خولی به ورله بندی کړی یاددی وجی چه اقرار دغیرناطق پوره حجت دی په نسبت داقرار د ناطق سره -
[۶۶] دا تخویف دنیوی دی ربط ئی دادی هرکله چه تیرشوی آیت کښی بندول دخولو ذکرکړل نوپه دی آیت کښی ذکرکوی چه په دنیا کښی هم اللّه تعالٰی قادر دی چه ددوی سترگی بندی کړی (لَطَمَسْنَا) طمس په اصل کښی هغه ړوندوالی ته وئیلی کیږی چه دسترگوچودونه هم نه وی او زیزمی او بانړه ئي هم نه وی -
[۶۷] دا دوهم تخویف دنیوی دی تیرشوی آیت کښی صرف تمس دسترگو وؤ نور صورت انسانیه باقی دی اوپه دی آیت کښی ټول صورت اوشکل انسانی مسخ کول مراد دی چه گټه شی یا شادو اوخنزیرتری جوړشی -
[۶۸] دا دلیل د ماقبل دی یعنی دقوتونو په زائل کولو باندی اللّه تعالٰی قادر دی ځکه چه بوډا والی په حالت کښی ټول طاقتونه ظاهری اوباطنی کمزوری کوی لیکن انبیاء علیهم السلام ددی نه بچ دی - (الْخَلْقِ) ددی نه مراد شکل او اندامونه او قوتونه دی -