وَمَا لِيَ ۱۰۷۹ يٰسٓ

وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنْبَغِي لَهُ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ وَقُرْآنٌ مُبِينٌ ﴿۶۹﴾ لِيُنْذِرَ مَنْ كَانَ حَيًّا وَيَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿۷۰﴾ أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا خَلَقْنَا لَهُمْ مِمَّا عَمِلَتْ أَيْدِينَا أَنْعَامًا فَهُمْ لَهَا مَالِكُونَ ﴿۷۱﴾ وَذَلَّلْنَاهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَكُوبُهُمْ وَمِنْهَا يَأْكُلُونَ ﴿۷۲﴾ وَلَهُمْ فِيهَا مَنَافِعُ وَمَشَارِبُ أَفَلَا يَشْكُرُونَ ﴿۷۳﴾ وَاتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لَعَلَّهُمْ يُنْصَرُونَ ﴿۷۴﴾

اونه دی خودلی مونږ (دی نبی ته) شعر جوړول اونه مناسب دی ده لره نه دی دا کتاب مگر نصیحت اوقرآن ښکاره دی ﴿۶۹﴾
ددی دپاره چه ویره وکړی دی هغه چاته چه ژوندی وی (زړه دهغه) اوپوره به شی حجت په کافرانوباندی ﴿۷۰﴾
آیا او دوی نه گوری چه یقیناً پیدا کړی دی مونږ دوی لره دهغه قسم نه چه جوړ کړی دی لاسونه ځمونږ څاروی نو دوی به هغی لره مالکان وی ﴿۷۱﴾
اوتابع گرځولی دی مونږ هغی لره ددوی دپاره نوبعضی د هغی نه سورلئ‌ ددوی دی اوبعضی دهغی نه خوری دوی ﴿۷۲﴾
اودوی لره په هغی کښی نفعی دی او د څکلو څیزونه دی آیا نو دوی شکرنه کوی ﴿۷۳﴾
او جوړ کړی دی دوی سیوا د اللّه تعالٰی نه حق دار دبندگئ ددی دپاره چه دوی سره مدد اوکړی شی ﴿۷۴﴾

[۶۹] په دی آیت کښی صدق دقرآن او درسول ذکرکوی متعلق دی دابتداء دسورة سره اوجواب داعتراض دمشرکانو دی هغوی وئیل چه دا قرآن شعردی اودا نبی شاعردی اوشاعران اکثردروغژن وی - اوربط ددی دتیرشوی آیت سره دادی چه تیرشوی آیت کښی دعامو خلقو ظاهری اوباطنی کمزورئ ذکراوشو نوپه دی آیت کښی دپیغمبرشان ذکرکوی چه په هغه ضعف نیشته (وَمَا يَنْبَغِي لَهُ) یو معنیٰ داده چه شعرونه جوړول دده دشان سره مناسب دی ځکه چه په شعر جوړولو کښی تکلّف وی اوداد (ماانا من المتکلفین) نه خلاف دی اودارنگ شعرونه اکثر حقیقت نه خلاف مضمون باندی مشتمل وی اوهرچه فصاحت او بلاغت دی نوهغه اللّه تعالٰی نبی ﷺ ته په اعلٰی مرتبه ورکړی دی -
[۷۰] په دی آیت کښی دوه فائدی ذکرکوی په لف ونشرمرتب سره یعنی هرکله چه ذکردی نوفائده ددی انذار دی او هرکله چه قرآن (لوستل) ښکاره دی نوحجت به قائم شی په کافرانوباندی (حَيًّا) مراد ترینه حیات د قلب دی چه دهغوی ذکر دسورة په (۱۱) کښی تیرشوی دی -
[۷۳،۷۲،۷۱] ددی آیت نه ترآخر پوری دریم باب دی په دی کښی دری عقلی دلیلونه دی په ردی دشفاعت شرکیه باندی بیا زجر دی مشرکینوته او تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته بیا زجردی منکرینو دبعث بعدالموت ته اوشپږ عقلی دلیلونه دی په اثبات دقیامت باندی په دی دری آیاتونو کښی انعامات ذکرکوی په باره دڅاروؤ کښی (مِمَّا عَمِلَتْ أَيْدِينَا) من بیانیه دی د انعاماً دپاره یعنی انعام (څاروی) اللّه تعالٰی په خپل لاسونو سره جورکړی دی د بل چا‌په کښی هیڅ دخل نیشته اشاره ده رد کولوته په مشرکینوباندی چه ددوی شفعاء په دی څاروؤ کښی هیڅ عمل نه دی کړی نودا مشرکان دڅه وجی نه دهغوی په نوم باندی دا څاروی منخته کوی یادهغوی پئ په یوولسمه کښی ورکوی یادهغوی په نوم ئی ذبح کوی اودا مقصد دی په (أَفَلَا يَشْكُرُونَ) کښی ځکه چه دشکرنه مراد توحید دی -
[۷۴] دا زجردی په شرک سره او دا تفصیل د لایشکرون دی (لَعَلَّهُمْ يُنْصَرُونَ)‌ معلومه شوه چه لوی مقصد دشرک فی الالوهیة مدد د الٰهو نه حاصلول دی ددی وجی نه رامدد شه آوازونه ورته کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>