وَمَا لِيَ ۱۰۸۰ يٰسٓ
لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُنْدٌ مُحْضَرُونَ ﴿۷۵﴾ فَلَا يَحْزُنْكَ قَوْلُهُمْ إِنَّا نَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ ﴿۷۶﴾ أَوَلَمْ يَرَ الْإِنْسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِنْ نُطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُبِينٌ ﴿۷۷﴾ وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ ﴿۷۸﴾ قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ ﴿۷۹﴾ الَّذِي جَعَلَ لَكُمْ مِنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنْتُمْ مِنْهُ تُوقِدُونَ ﴿۸۰﴾
طاقت نه لره هغوی دمدد کولو د دوی اودوی هغوی لره لښکری دی حاضر کړی شوی ﴿۷۵﴾
نو غمژن دی نه کړی تالره وینا ددوی یقیناً مونږ پوهیږو په هغه څیز چه دوی ئی پټوی اوهغه چه دوی ئی ښکاره کوی ﴿۷۶﴾
آیا نه گوری انسان چه مونږ پیدا کړی دی دی د نطفی نه نو ناگاهه دی جگړمار ښکاره دی ﴿۷۷﴾
او ذکر دی زمونږ دپاره یو اعتراض اوهیر کړی دی پیدائش خپل وائي څوک به ژوندی کړی هډوکی او حال داچه دابه ذری ذری وی ﴿۷۸﴾
ته اوایه ژوندی به کړی دی لره هغه ذات چه پیدا کړی دی اول کرت اوهغه په ټول مخلوق باندی ښه پوهه دی ﴿۷۹﴾
داسی ذات دی چه پیدا کړی دی ستاسودپاره دشنی اونی نه اور نوتاسو دهغی نه اور بلوئ ﴿۸۰﴾
[۷۵] دا رد دی ددوی په امید (دنصرت) باندی (وَهُمْ لَهُمْ جُنْدٌ مُحْضَرُونَ) اول ضمیرراجع دی عابدانو (مشرکانوته) اودوهم ضمیرراجع دی الٰهو ته مراد دادی چه دا مشرکان ددی معبودانو دپاره په شان دپولیس او فوج دی چه دهغوی څوکیداری کوی چه څوک ترینه څه څیز اونه تختوی اونقصان ورته اونه رسوی اودارنگ که څوک مؤحد دهغوی عجزبیانوی نودوی په هغی باندی غصه کیږی او مؤحد لره بی عزّته کوی اودا حال بعینهِ دقبرپرستول خلقو دی، اودوهم احتمال دادی چه اول ضمیرراجع دی مبعودانوته اودوهم عابدانو ته په دی کښی بیا دوه توجیهات دی اوله توجیه داده چه دا ددی مشرکانوپه زعم اوپه عقیده باطله باندی بنادی دوهمه توجیه داده چه لام په معنیٰ د علٰی سره دی یعنی دا آلهه به ددوی په ضد او مخالفت کښی لښکری حاضره وی په ورځ دقیامت کښی -
[۷۶] دا تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته (قَوْلُهُمْ) مرا ددی نه ددوی اقوال شرکیه او تکذیب درسول دی او انکار دقیامت دی چه هغه په روستو آیت کښی ذکردی -
[۷۷] دا زجردی په انکار دقیامت سره -
[۷۸] دا بیان دخصومت دهغه دی (وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا) مراد ددی نه صرف ذکرکول دعجیبه خبری دی ځکه چه انکار کول دی، دقدرت او علم د اللّه تعالٰی نه ډیره عجیبه ده - یامراد دا چه دی انسان قدرت او علم د اللّه تعالٰی دخپل قدرت او علم په شان گنړلی دی -
[۷۹] دا جواب دقول ددغه منکردی په ذکر دقدرت د اللّه تعالٰی په قیاس کولوسره په اول پیدائش باندی اوپه ذکردعلم د اللّه تعالٰی سره په ټولو ذراتو دمخلوق باندی نوپه ذراتو د هډوکو دمړوباندی هم علم لری او دا اول دلیل دی په اثبات دحشرباندی -
[۸۰] دا بل دلیل دی په اثبات دقیامت باندی یعنی لکه چه اور پیداکوی دشنی اونی نه اودا ډیرعجیبه ده ځکه چه په یوځآی کښی اوبه او اور اولرگی ئی جمع کړی دی نودارنگ داوچو خاورونه دوباره انسان لره پیدا کولی شی (الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ) مراد ددی نه هره شنه اونه ده حکماؤ وئیلی دی په هره اونه کښی اورشته سیواد عنَّاب (مرخنړی نه) - یامراد ددی دوه قسمه اونی دی چه مرخ او عفار ورته وئیلی کیږی پانړه یا لرگی دمرخ (چه مذکردی) په عفارباندی (چه مؤنث ده) اوڅولوی نواورتری پیدا شی -