وَمَا لِيَ ۱۰۸۴ الصافات
وَقَالُوا إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ ﴿۱۵﴾ أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ ﴿۱۶﴾ أَوَآبَاؤُنَا الْأَوَّلُونَ ﴿۱۷﴾ قُلْ نَعَمْ وَأَنْتُمْ دَاخِرُونَ ﴿۱۸﴾ فَإِنَّمَا هِيَ زَجْرَةٌ وَاحِدَةٌ فَإِذَا هُمْ يَنْظُرُونَ ﴿۱۹﴾ وَقَالُوا يَا وَيْلَنَا هَذَا يَوْمُ الدِّينِ ﴿۲۰﴾ هَذَا يَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِي كُنْتُمْ بِهِ تُكَذِّبُونَ ﴿۲۱﴾ احْشُرُوا الَّذِينَ ظَلَمُوا وَأَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوا يَعْبُدُونَ ﴿۲۲﴾ مِنْ دُونِ اللَّهِ فَاهْدُوهُمْ إِلَى صِرَاطِ الْجَحِيمِ ﴿۲۳﴾ وَقِفُوهُمْ إِنَّهُمْ مَسْئُولُونَ ﴿۲۴﴾ مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُونَ ﴿۲۵﴾ بَلْ هُمُ الْيَوْمَ مُسْتَسْلِمُونَ ﴿۲۶﴾ وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ يَتَسَاءَلُونَ ﴿۲۷﴾ قَالُوا إِنَّكُمْ كُنْتُمْ تَأْتُونَنَا عَنِ الْيَمِينِ ﴿۲۸﴾
او دوی وائی نه دی دا مگر جادو ښکاره دی ﴿۱۵﴾
آیا کله چه مونږ مړه شو او خاوری او هډوکی شو آیا مونږ دوباره پیدا کیدی شو ﴿۱۶﴾
او آیا پلاران ځمونږ زاړه ﴿۱۷﴾
ته اوایه هاو تاسو به ذلیل شئ ﴿۱۸﴾
نو یقیناً دا تیزه چغه ده یوه نو دغه وخت به دوی گوری ﴿۱۹﴾
اووائي به های تباهی ده ځمونږ دا ورځ دجزا ده ﴿۲۰﴾
(اوبه وئیلی شی) دا ورځ دفیصلی ده هغه چه تاسو هغه دروغ گنړله ﴿۲۱﴾
را جمع کړئ (ای ملائکو) هغه کسان چه ظلم کړی دی او ددوی ملگری او هغه کسان چه دوی ئی بندگی کوله ﴿۲۲﴾
سیوا د اللّه تعالٰی نه نو روان کړئ هغوی لاری دجهنم ته ﴿۲۳﴾
اودروئ دوی یقیناً ددوی نه تپوس کیدی شی ﴿۲۴﴾
څه وجه تاسولره چه دیوبل سره مدد نه کوئ ﴿۲۵﴾
بلکه دوی به نن ورځ تابعدار وی ﴿۲۶﴾
او مخامخ به شی بعضی ددوی په بعضوباندی تپوسونه به کوی ﴿۲۷﴾
وائی به (کشران) یقیناً تاسو وئی چه راتللی مونږته (په منع کولوسره) د (دین) حق نه ﴿۲۸﴾
[۲۱،۲۰،۱۹،۱۸،۱۷،۱۶] په دی آیاتونو کښی زجردی په انکاردبعث بعدالموت سره - دری کرته ئی همزه د استفهام راوړی دی دوجی دډیر استبعاد نه (يَنْظُرُونَ) دا عام دی یوبل ته به نظرکوی خپل حالت ته به گوری یا په معنیٰ د انتظار دجزاء دی - یا نظر کنایه ده د ژوندی کیدلو نه - امام بقاعی وئیلی دی چه نظر ئی خاص کړو په ذکرسره چه نظر بغیر دحیات نه نه موجویږی او نورحواس کله کله بغیردحیات نه هم موجودیږی (هَذَا يَوْمُ الْفَصْلِ) دا قول دمنکرینو دی یو بل ته یا قول دی دطرف د اللّه تعالٰی نه -
فائده: په دی آیاتونو کښی دقیامت دوه نومونه ذکرکړی شو یوم الدین او یوم الفصل -
[۲۶،۲۵،۲۴،۲۳،۲۲] په دی آیاتونو کښی تخویف اخروی په پنځه حالاتوسره ذکرکړو (۱) حشر، (۲) دجهنم لاری ته وړاندی کول، (۳) حصارول دتپوسونو دپاره، (۴) یوبل سره نصرت کول، (۵) ذلیل منقاد کیدل په مجبورئ سره (وَأَزْوَاجَهُمْ) مرا ددی نه هغه کسان دی چه مشابه دی یوبل سره په نوعه د ظلم او گناه کښی - یعنی مشرک بالملائکه به دمشرک بالملائکه سره اوبت پرست به دبت پرست سره او مشرک دستورو د خپل مشابه سره او قبرپرست به قبرپرست سره او زانی د زانی سره اوشرابی د شرابی سره او دبدعتی د بدعتی سره به یوځای کړی شی اودی ته په عام عرف کښی پیربایان وئیلی کیږی (وَمَا كَانُوا يَعْبُدُونَ) ددی نه مراد هغه پیران او ملایان دی چه عوامو ددوی طاعت کړی دی په شرک او بدعاتو او گناهونو کښی اودوی پری رضا وو (مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُونَ) دا هم داخل دی په تپوسونو کښی او دا رد دی ددوی په دعویٰ باندی په دنیا کښی چه دا معبودان به زمونږ امداد کوی او دلته مراد دنصرت نه دعذاب نه بچ کول دی -
[۳۲،۳۱،۳۰،۲۹،۲۸،۲۷] (ربط) هرکله چه معلومه شوه چه دوی به د تپوس د جواب نه چپ وی نو وهم راځی چه آیا دوی به چاړاگان وی ژبی به ئی بندی وی؟ نوددی وهم ازاله کوی چه دوی به یوبل لره ملامته کو ی اوپه دی آیاتونو کښی تخویف اخروی دی په طریقه دبرائت د الِهو باطلو او د عابدانو دهغوی دیوبل نه په ورځ دقیامت (سُلْطَانٍ) په معنیٰ د حجت او دلیل دی یعنی مونږ تاسو ته هیڅ حجت او دلیل په شرک باندی نه دی پیش کړی یا مراد دسلطان نه زور او جبرکول دی (فَأَغْوَيْنَاكُمْ) حاصل داچه مونږ په تاسو باندی زور نه دی کړی اونه هم درته دلیل پیش کړی صرف دعوت دگمراهئ مو درته درکړی دی ددی دپاره چه زمونږ ملگری دگمراهئ ډیرشی نوتاسو ځمونږ دعوت په خپله خوښه باندی قبول کړی دی -