وَمَا لِيَ ۱۰۸۵ الصافات

قَالُوا بَلْ لَمْ تَكُونُوا مُؤْمِنِينَ ﴿۲۹﴾ وَمَا كَانَ لَنَا عَلَيْكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ بَلْ كُنْتُمْ قَوْمًا طَاغِينَ ﴿۳۰﴾ فَحَقَّ عَلَيْنَا قَوْلُ رَبِّنَا إِنَّا لَذَائِقُونَ ﴿۳۱﴾ فَأَغْوَيْنَاكُمْ إِنَّا كُنَّا غَاوِينَ ﴿۳۲﴾ فَإِنَّهُمْ يَوْمَئِذٍ فِي الْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ ﴿۳۳﴾ إِنَّا كَذَلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِينَ ﴿۳۴﴾ إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ ﴿۳۵﴾ وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُو آلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَجْنُونٍ ﴿۳۶﴾

اوبه وائی (مشران) بلکه نه وئی تاسو ایمان راوړونکی ﴿۲۹﴾
اونه وؤ مونږ لره په تاسوباندی هیڅ زور (دلیل) بلکه تاسو وئی قوم سرکشان ﴿۳۰﴾
نو پوره شوی ده په مونږ باندی فیصله د رب ځمونږ یقیناً مونږ څکونکی دعذاب یو ﴿۳۱﴾
نو گمراهئ ته مونږ را اوبللی تاسو ځکه چه مونږ گمراهان وؤ ﴿۳۲﴾
نو یقیناً دوی په دغه ورځ په عذاب کښی شریک وی ﴿۳۳﴾
یقیناً مونږ داسی کار کوؤ دمجرمانو سره ﴿۳۴﴾
یقینا دوی وؤ چه کله به اوئیلی شو دوی ته نیشته حق دار دبندگئ سیوا د اللّه تعالٰی نه نو دوی به لوئی کوله ﴿۳۵﴾
او دوی به وئیل آیا مونږ پریږدو معبودان خپل د وجی دشاعر لیونی نه ﴿۳۶﴾

[۳۴،۳۳] هرکله چه ثابته شوه چه دواړه ډلی په غوایت کښی شریک دی نو لازمه ده چه په عذاب کښی به هم شریک وی -
[۳۵] دا علت دماقبل عذاب دی او زجردی په انکار دتوحید سره معلومه شوه چه مشرک د اللّه تعالٰی نه او دهغه صفتونو او عبادتونو نه انکار نه کوی لیکن صرف دتوحید نه انکار کوی لکه چه سورة اسراء‌ (۴۶) کښی تیرشوی دی او سورة ص (۵) او زمر (۴۵) کښی به راشی -
[۳۶] دا دوهم علت دعذاب دی او زجردی په انکارد رسول ﷺ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>