وَمَا لِيَ ۱۰۸۶ الصافات
بَلْ جَاءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۳۷﴾ إِنَّكُمْ لَذَائِقُو الْعَذَابِ الْأَلِيمِ ﴿۳۸﴾ وَمَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۳۹﴾ إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ﴿۴۰﴾ أُولَئِكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَعْلُومٌ ﴿۴۱﴾ فَوَاكِهُ وَهُمْ مُكْرَمُونَ ﴿۴۲﴾ فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۴۳﴾ عَلَى سُرُرٍ مُتَقَابِلِينَ ﴿۴۴﴾ يُطَافُ عَلَيْهِمْ بِكَأْسٍ مِنْ مَعِينٍ ﴿۴۵﴾ بَيْضَاءَ لَذَّةٍ لِلشَّارِبِينَ ﴿۴۶﴾ لَا فِيهَا غَوْلٌ وَلَا هُمْ عَنْهَا يُنْزَفُونَ ﴿۴۷﴾ وَعِنْدَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ عِينٌ ﴿۴۸﴾ كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَكْنُونٌ ﴿۴۹﴾
بلکه راوړی دی حق او تصدیق ئی کړی دی د رسولانو ﴿۳۷﴾
یقیناً تاسو خامخا څکونکی دعذاب درد ناک ئی ﴿۳۸﴾
او بدله نشی درکیدی تاسوته مگردهغه عملونو چه تاسو کول ﴿۳۹﴾
مگر بندگان د اللّه تعالٰی چه بچ ساتلی شوی وی ﴿۴۰﴾
دغه کسان دوی لره روزی ده معلوم صفتونو والا ﴿۴۱﴾
میوی دی او ددوی به عزت کیدی شی ﴿۴۲﴾
په جنتونو دنعمتونو کښی ﴿۴۳﴾
په تختونو به وی یو بل ته مخامخ ﴿۴۴﴾
گرځولی به شی په دوی باندی کاسی ډکی دخاص شرابونه ﴿۴۵﴾
سپین مزه ورکوؤنکی به وی څکونکو ته ﴿۴۶﴾
نه به وی په هغی کښی آفتونه اونه به وی دوی له دهغی (شرابو) نه الټئ ورځی ﴿۴۷﴾
او دوی سره به وی (ښځی) بند لرونکی په وی نظرخپل لره خاوندانو ته ښائسته سترگو والا به وی ﴿۴۸﴾
گویا دوی هگئ پټی ساتلی شوی دی ﴿۴۹﴾
[۳۷] دا رد دی په دغه منکرینوباندی دحق نه مراد توحید دی (صَدَّقَ) کښی اشاره ده چه توحید د ټولو انبیاء علیهم السلام یو دین دی نو ددی رسول نه انکار کول دټولو رسولانو نه انکار کول دی -
[۳۹،۳۸] دا تخویف دی اوتفریع ده په تیرشوی دواړه علتونوباندی -
[۴۰] (الْمُخْلَصِينَ) نه مراد هغه کسان دی چه اللّه تعالٰی خالص کړی اوغوره کړی دی دتوحید او ددین اوددوستانی دځآن دپاره -
[د ۴۱ نه تر ۴۹] په دی آیاتونو کښی بشارت ذکرکوی په څوارلس انعاماتو خاصو سره (مَعْلُومٌ) دلته یو سوال دی چه سورة الم سجده (۱۷) کښی اخفی لهم من قرة اعین تیرشوی دی هغه دلالت کوی چه د جنت نعمتونه هیچ چا نه دی معلوم او دلته فرمائي (رِزْقٌ مَعْلُومٌ)؟ جواب دادی چه معلوم دی بعضی صفتونه دهغی چه همیشه دی - او بُكْرَةً وَ عَشِيًّا دی اوتفصیلی حقیقت ئی نه دی معلوم (مُتَقَابِلِينَ) یعنی دیوبل شاه به نه وینی کنایه ده چه دیوبل نه به نه خفه کیږی - یا مراد دادی چه دا کټونه به چاپیره گرځی - نو یوبل ته به شانه گرځی (غَوْلٌ) پټ ضرر ته وئیلی کیږی نودا شامل دی درد سر او درد د خیټی او نورومرضونوته (وَلَا هُمْ عَنْهَا يُنْزَفُونَ) په معنیٰ دفساد د عقل دی په سبب دنشه کیدلو سره اودا تخصیص بعداالتعمیم دی ځکه چه لفظ (غَوْلٌ) هم نشی ته شامل دی او نشه کیدل لوی آفت دی (قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ) داد زنانو بهترین صفت دی په دنیا او اخرت کښی چه دخاوندانو نه علاوه بل چاته سترگی نه اړوی (بَيْضٌ مَكْنُونٌ) مراد ددی نه هگئ دشترمرغ ده چه پټه وی دخیری او د غبار نه او مائله وی زیړوالی ته یا مراد ددی نه هغه هگئ ده چه روغه اؤیشولی شی اوبیا ترینه د پاسه پوستکی لری کړی شی نو لاندی صفا سپین وی - یامراد ددی نه مطلق هگئ ده چه پټه ساتلی شوی وی اودزنانو تشبیه د هغی سره په تناسب د اجزاؤ ورکیدی شی - تردی ځای پوری نعمتونه دخوراک او درهائش او څکاک او د بیبیانو په باره کښی ذکر شول -