وَمَا لِيَ ۱۰۸۷ الصافات

فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ يَتَسَاءَلُونَ ﴿۵۰﴾ قَالَ قَائِلٌ مِنْهُمْ إِنِّي كَانَ لِي قَرِينٌ ﴿۵۱﴾ يَقُولُ أَإِنَّكَ لَمِنَ الْمُصَدِّقِينَ ﴿۵۲﴾ أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَدِينُونَ ﴿۵۳﴾ قَالَ هَلْ أَنْتُمْ مُطَّلِعُونَ ﴿۵۴﴾ فَاطَّلَعَ فَرَآهُ فِي سَوَاءِ الْجَحِيمِ ﴿۵۵﴾ قَالَ تَاللَّهِ إِنْ كِدْتَ لَتُرْدِينِ ﴿۵۶﴾ وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّي لَكُنْتُ مِنَ الْمُحْضَرِينَ ﴿۵۷﴾ أَفَمَا نَحْنُ بِمَيِّتِينَ ﴿۵۸﴾ إِلَّا مَوْتَتَنَا الْأُولَى وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ ﴿۵۹﴾ إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۶۰﴾ لِمِثْلِ هَذَا فَلْيَعْمَلِ الْعَامِلُونَ ﴿۶۱﴾ أَذَلِكَ خَيْرٌ نُزُلًا أَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّومِ ﴿۶۲﴾ إِنَّا جَعَلْنَاهَا فِتْنَةً لِلظَّالِمِينَ ﴿۶۳﴾ إِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِي أَصْلِ الْجَحِيمِ ﴿۶۴﴾ طَلْعُهَا كَأَنَّهُ رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ ﴿۶۵﴾ فَإِنَّهُمْ لَآكِلُونَ مِنْهَا فَمَالِئُونَ مِنْهَا الْبُطُونَ ﴿۶۶﴾ ثُمَّ إِنَّ لَهُمْ عَلَيْهَا لَشَوْبًا مِنْ حَمِيمٍ ﴿۶۷﴾

نومخامخ به شی بعضو ددوی په بعضو باندی تپوسونه به کوی ﴿۵۰﴾
اوبه وائی یو ویونکی ددوی نه یقیناً وؤ مالره یو ملگری ﴿۵۱﴾
هغه به وئیل چه آیا ته خامخا دمنونکو نه ئی (دتوحید اوقیامت) ﴿۵۲﴾
آیا چه مړه شو مونږ اوشو مونږخاوری او هډوکی آیا مونږ له به جزا راکیدی شی ﴿۵۳﴾
اوبه وائی آیا تاسو ئی ورښکاره کیدونکی ﴿۵۴﴾
نو ښکاره به شی نواوبه وینی هغی لره په مینځ د دوزخ کښی ﴿۵۵﴾
ورته به وائي قسم دی په اللّه تعالٰی باندی یقیناً نزدی وی ته چه زه دی ارغړولی وی ﴿۵۶﴾
اوکه نه وی احسان درب ځما خامخا به وی دحاضر کړی شوؤنه په عذاب کښی ﴿۵۷﴾
آیا نه یو مونږ مړه کیدونکی ﴿۵۸﴾
مگر مرگ زمونږ دی ړومبی اونه یو مونږ عذاب راکړی شوی ﴿۵۹﴾
یقیناً دا خامخا کامیابی لویه ده ﴿۶۰﴾
دپاره ددغسی جزا پس عمل دی کوی عمل کوؤنکی ﴿۶۱﴾
آیا دا غوره دی په میلمستیاکښی اوکه اونه دزقوم ﴿۶۲﴾
یقیناً گرځولی ده مونږ هغه امتحان دپاره دظالمانو ﴿۶۳﴾
یقیناً هغه اونه ده چه راوځی په ویخ د دوزخ کښی ﴿۶۴﴾
څانگی دهغی گویا کی چه سرونه د شیطانانو دی ﴿۶۵﴾
نویقیناً دوی به خامخا خوری دهغی نه نو ډکوی په دهغی نه خیټی ﴿۶۶﴾
بیا به یقیناً دوی لره دهغی دپاسه گډون وی دخوټکیدلو اوبو نه ﴿۶۷﴾

[د ۵۰ نه تر ۶۱] پوری داهم په بشارت کښی داخل دی ځکه چه عذاب په دشمن باندی اوبچ کیدل د سبب دعذاب نه لوی نعمت دی (قَرِينٌ) ددی نه مراد مقابله کوؤنکی دی یوعمروالا همزولی ځکه چه قرین په اصل کښی یوقرن والا ته وئیلی کیږی (نِعْمَةُ رَبِّي) مراد ددی نه بچ کول دی دشرک او دانکار د قیامت نه اومضبوط والی دی په ایمان باندی (لِمِثْلِ هَذَا) یعنی ددنیا دمقصدونو او شهواتو دپاره محنت نه دی په کار بلکه دجنت دنعمتونو دحصول دپاره کړاؤ ضروری دی -
[د ۶۲ نه تر ۶۸] پوری په دی آیتونو کښی تخویف اخروی دی (كَأَنَّهُ رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ) مراد ددی نه سرکش ماران دی چه هیبت ناک شکلونه لری یامراد ددی نه ابلیس اودهغه اولاد دی او هغوی اگرچه په اصل صورت او شکل انسانانو لیدلی نه دی لیکن په عرف کښی مشهوردی په بدشکلئ‌ سره (فَمَالِئُونَ) اشاره ده چه دا خوراک دمړه ولو فائده نه ورکوی لیکن صرف خیټه به ډکه وی او دډکی خیټی نه ډیر تکلیفونه اومرضونه پیدا کیږی (ثُمَّ إِنَّ لَهُمْ عَلَيْهَا لَشَوْبًا مِنْ حَمِيمٍ) یعنی داوبو گرموالی اوداونی تریخوالی به دواړه گډ شی - یا داچه دا اوبه په دوینو زوؤ دجهنمیانو سره گډی کړی شی (ثُمَّ إِنَّ مَرْجِعَهُمْ) هرکله چه دخوراک او څکاک طبقه په جهنم کښی جدا ده اوپه اورسره د سوزیدلو طبقه (جَحِيمِ) جدا ده نوددی وجی نه ئی اوفرمائیل چه روستو دخوراک او څکاک نه ددوی واپسی جحیم ته ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>