وَمَا لِيَ ۱۰۸۸ الصافات

ثُمَّ إِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَإِلَى الْجَحِيمِ ﴿۶۸﴾ إِنَّهُمْ أَلْفَوْا آبَاءَهُمْ ضَالِّينَ ﴿۶۹﴾ فَهُمْ عَلَى آثَارِهِمْ يُهْرَعُونَ ﴿۷۰﴾ وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ أَكْثَرُ الْأَوَّلِينَ ﴿۷۱﴾ وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا فِيهِمْ مُنْذِرِينَ ﴿۷۲﴾ فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِينَ ﴿۷۳﴾ إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ﴿۷۴﴾ وَلَقَدْ نَادَانَا نُوحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِيبُونَ ﴿۷۵﴾ وَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ ﴿۷۶﴾

بیا به یقیناً‌ واپس کیدل ددوی خامخا دوزخ د اورته وی ﴿۶۸﴾
یقیناً دوی موندلی وؤ مشران خپل گمراهان ﴿۶۹﴾
نودوی به هغی په قدمونوباندی زغلیدلی شول ﴿۷۰﴾
او یقیناً گمراه شوی وؤ ددوی نه مخکښی ډیر دزړو خلقو نه ﴿۷۱﴾
او یقیناً لیږلی وؤ مونږ په هغوی کښی ویره ورکوؤنکی ﴿۷۲﴾
نو اوگوره چه څه رنگی شو آخری انجام دویره ورکړی شوو ﴿۷۳﴾
مگربندگان د اللّه تعالٰی چه بچ ساتلی شوی دی ﴿۷۴﴾
او یقیناً آواز راکړی وؤ مونږ ته نوح علیه السلام نو ډیر ښه جواب ورکوؤنکی وؤ ﴿۷۵﴾
او خلاص کړو مونږ دی او کورنئ دده دغم لوی نه ﴿۷۶﴾

[۷۰،۶۹] په دی آیتونو کښی سبب ذکرکوی دعذاب سابق چه هغه تقلید دگمراهانو دی بغیر دغور او فکراودلیل نه -
[۷۴،۷۳،۷۲،۷۱] دا تخویف دنیوی دی منکرینوته په عذابونو دتیرشوی مکذبینو سره او تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته په راتللو دعذاب سره په مخالفینوباندی او نجات موندلو د مؤحدینوسره -
[۷۵] ددی آیت نه تر (۱۴۹) پوری دوهم باب دی په دی کښی حالات د اوو پیغمبرانو ذکرکوی چه دوی محتاج وو اللّه تعالٰی ته اودهغه بندگان وؤ لفظ د ناضمیر جمع متکلم (چه مراد ترینه اللّه تعالٰی دی) ددوی په واقعاتوکښی ذکرکوی اشاره ده چه دوی په دغه حالاتوکښی اللّه تعالٰی ته محتاج وؤ - هغه انبیاء علیهم السلام نوح، ابراهیم، موسیٰ او هارون، الیاس، لوط او یونس علیهم السلام وو او ربط ددی د المخلصین سره دی چه هغه پیغمبران او دهغوی تابعداران وو (نَادَانَا) مراد ددی نه دعاگانی دنوح علیه السلام دی چه په سورة نوح کښی تفصیلاً‌ ذکرشوی دی -
[۷۶] داد اجابت ددعا یوه طریقه ده چه دغرق نه بچ کیدل یعنی په دی نعمت کښی اللّه تعالٰی ته محتاج وو (الْكَرْبِ الْعَظِيمِ) غرق کیدل دټول قوم لوئ واړه دا غټ غم دی یا مراد ددی نه عذاب دورځ دقیامت دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>