وَمَا لِيَ ۱۰۸۹ الصافات
وَجَعَلْنَا ذُرِّيَّتَهُ هُمُ الْبَاقِينَ ﴿۷۷﴾ وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ ﴿۷۸﴾ سَلَامٌ عَلَى نُوحٍ فِي الْعَالَمِينَ ﴿۷۹﴾ إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۸۰﴾ إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ ﴿۸۱﴾ ثُمَّ أَغْرَقْنَا الْآخَرِينَ ﴿۸۲﴾ وَإِنَّ مِنْ شِيعَتِهِ لَإِبْرَاهِيمَ ﴿۸۳﴾ إِذْ جَاءَ رَبَّهُ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ ﴿۸۴﴾ إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَاذَا تَعْبُدُونَ ﴿۸۵﴾ أَئِفْكًا آلِهَةً دُونَ اللَّهِ تُرِيدُونَ ﴿۸۶﴾
او اوگرځوؤ مونږ اولاد دده باقی په دنیا کښی ﴿۷۷﴾
اوپریخودلی دی مونږپه ده باندی په روستو خلقو کښی ﴿۷۸﴾
سلام دی په نوح علیه السلام باندی په عالموکښی ﴿۷۹﴾
یقیناً مونږ دغه شان بدله ورکوؤ ښائسته عمل کوؤنکو ته ﴿۸۰﴾
یقیناً دی دبندگانو ځمونږ نه وؤ چه مؤمنان دی ﴿۸۱﴾
بیا غرق کړل مونږ روستنی خلق ﴿۸۲﴾
اویقیناً د هغه ډلی نه خامخا ابراهیم علیه السلام وؤ ﴿۸۳﴾
کله چه راغی رب خپل ته په زړه روغ مټ ﴿۸۴﴾
کله چه اوئیل ئی پلار خپل او قوم خپل ته د څه څیزونو عبادت کوئ تاسو ﴿۸۵﴾
آیا دروغ معبودان سیوا د اللّه تعالٰی نه غواړئ تاسو ﴿۸۶﴾
[۷۷] دا بل انعام دی په نوح علیه السلام باندی چه په دی کښی هم هغه اللّه تعالٰی ته مجتاج وؤ مرا ددی دادی چه د نوح علیه السلام نه روستو ټولی دنیاوالا اولاد دده دی اوپه دی کښی اشاره ده چه په کشتئ کښی صرف دده اولاد وؤ اونورخلق ټول غرق شول - اودارنگ سورة یونس (۷۳) کښی تیرشوی دی مفسرینو لیکلی دی چه دده دری ځامن بچ شول حام، سام، یافث، نودحام اولاد سند، هند، نوب، زنج، حبش، اوقبط او بربر وغیره دی او دسام اولاد عرب، فارس، او روم او بنی اسرائیل وغیره دی اودیافث اولاد ترک، صقلب، یاجوج ماجوج -
[۸۲،۸۱،۸۰،۷۹،۷۸] په دی کښی نورانعامات ذکرکړی شوی دی (سَلَامٌ) معنیٰ دسلام داده چه دبد ذکرنه بچ او سالم دی په روستوخلقو کښی (إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ) په دی کښی اشاره ده تسلی د نبی ﷺ ته اودلیل دی چه سبب ددی انعاماتو احسان دنوح علیه السلام دی اواحسان نه مراد دعوت الی الحق دی په اخلاص سره -
[۸۳] دا دوهمه واقعه ده دابراهیم علیه السلام او دلیل نقلی دی په دی کی ذکردعبدیت د ابراهیم علیه السلام ذکرکوی په دوه طریقو سره، اول مجاهده کول په دعوت دتوحید کښی اوپه مصبتونوباندی صبرکول او دوهم د اللّه تعالٰی په امرسره خپل ځوئی قربانی کول - اوذکرکوی احتیاج دده اللّه تعالٰی ته په سلامتیااوبشارت او برکاتو کښی چه دی اللّه تعالٰی ته محتاج وؤ -
[۸۴] دا بیان دتابعدارئ دده دی (سَلِيمٍ) خالی دشرک نه او شبهاتو دشرک نه اود میلان کولونه مشرکانوته - مخلص په دعوت کولوکښی - ویره کوؤنکی د اللّه تعالٰی نه چه رپیږی دویری دوجی نه لکه چه انسان اوچیچلی شی او رپیږی (داټول احتمالونه دی) -
[۸۵] (مَاذَا) مرا ددی نه تپوس کول د دلیل دشرک دی اوطلب دوصف دمبعودیت دی ددوی په معبودانو باطلوکښی -
[۸۶] هرکله چه هغوی عاجزدی د ذکرددلیل نه اود اثبات دوصف دمعبودیت دهغوی نه نو ابراهیم علیه السلام ورته دا اوئیل -