وَمَا لِيَ ۱۰۹۱ الصافات

قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ ﴿۹۵﴾ وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ ﴿۹۶﴾ قَالُوا ابْنُوا لَهُ بُنْيَانًا فَأَلْقُوهُ فِي الْجَحِيمِ ﴿۹۷﴾ فَأَرَادُوا بِهِ كَيْدًا فَجَعَلْنَاهُمُ الْأَسْفَلِينَ ﴿۹۸﴾ وَقَالَ إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَى رَبِّي سَيَهْدِينِ ﴿۹۹﴾ رَبِّ هَبْ لِي مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۰۰﴾ فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلَامٍ حَلِيمٍ ﴿۱۰۱﴾

اوئیل ئی آیا بندگئ کوئ‌ تاسو دهغه څیزونو چه په لاسونو ئی کنستل کوئ ﴿۹۵﴾
او اللّه تعالٰی پیدا کړی ئی تاسو او ستاسو عملونه ﴿۹۶﴾
اوئیل دوی جوړ کړئ دده دپاره آبادئ نو اوغورځوئ ده لره په اورکښی ﴿۹۷﴾
نو اوغوښتلو دوی (چه اوکړی) هغه سره چل ول نواوگرځول مونږ دوی ذلیلان ﴿۹۸﴾
اوئیل هغه یقیناً‌ زه ځمه طرف درب خپل ته خامخا ماته به لار اوښائي ﴿۹۹﴾
ای ربه ځما اوبخی ماته (ولد) دنیکانونه ﴿۱۰۰﴾
نو زیری ورکړو مونږ هغه ته په هلک صبرناک سره ﴿۱۰۱﴾

[۹۶،۹۵] دا رد دی دهغوی په شرک باندی په دوه طریقو سره اوله طریقه (تَنْحِتُونَ) یعنی تاسو دا بتان د لرگو او گټو وغیره نه په خپلو لاسونو جوړ کړی دی نوهغه دعبادت حق دار نشی کیدی اوپه دی کښی هغه قبرونه هم داخل دی چه په چونه او سیمټو سره پاخه کړی شوی وی او ډولی کړی شوی وی - اوبیا ورته سجدی لگوی او حاجات ترینه غواړی - دوهمه طریقه (وَمَا تَعْمَلُونَ) یعنی ستاسو او ستاسو د عملونو خالق صرف اللّه تعالٰی دی اوپه دی کښی دا معبودان باطله او دهغوی بندگی کول هم داخل دی اودا دلیل د اهل سنت و الجماعة دی په دی عقیده باندی چه اللّه تعالٰی خالق دهرعمل دی که خیروی او که شروی او اختیاری وی اوکه غیر اختیاری وی -
[۹۸،۹۷] هرکله چه ددوی سره دلیل نه وؤ په شرک باندی نو دظلم لارئی اختیارکړه او مشوره ئی اوکړه چه یو لویه آبادی (دتنورپه شکل باندی) جوړه کړئ، نوهغه ئی جوړه کړه او دخشاک نه ئی ډکه کړه او اورئی په کښی بل کړو او ابراهیم علیه السلام ئی په کښی اوغورځوؤ اودی ټولی کارنامی ته ئی (كَيْدًا) اوئیل لیکن هرکله چه په دلیل هم دوی پړه شول او اورئی بی اثره شو ددی وجی نه ئی اوئیل (الْأَسْفَلِينَ) او هرکله چه مال او خشاک او وخت ئی بی فائدی شول نودی ته ئی په سورة انبیاء (۷۰) کښی الاخسرین وئیلی وؤ -
[۹۹] په دی کښی دوه اقوال دی اول داچه اورته ئی بوتللو نودا کلمه ئی اویله نومعنیٰ داده زه روان یم هغه څیزته چه رب ځما مقررکړی دی زردی چه مالره به طریقه دنجات جوړه کړی، دوهم قول دادی چه روستودبچ کیدلو داورنه عزم دهجرت ئی اوکړو -
[۱۰۱،۱۰۰] هرکله چه ددین دبقا دپاره د اولاد ضرورت دی چه ددین دعوت جاری اوساتلی شی د دی وجی نه د ځوئی په باره کښی ئی دعا اوغوښتله اوهغه دعا قبوله شوه او لفظ (حَلِيمٍ) کښی اشاره ده چه دی بلوغ ته ورسیږی ځکه صفت دصبر دبالغانوپه مدح کښی وئیلی کیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>