وَمَا لِيَ ۱۰۹۲ الصافات

فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ ﴿۱۰۲﴾ فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ ﴿۱۰۳﴾ وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ ﴿۱۰۴﴾ قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۰۵﴾ إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْبَلَاءُ الْمُبِينُ ﴿۱۰۶﴾ وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ ﴿۱۰۷﴾ وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ ﴿۱۰۸﴾ سَلَامٌ عَلَى إِبْرَاهِيمَ ﴿۱۰۹﴾

نوهرکله چه اورسیدلو دهغه سره کارکولو ته اوئیل هغه ای ځویه ځما یقیناً زه وینم په خوب کښی چه ذبح کوؤم تا نوسوچ اوکړه چه څه رائ لری هغه اوئیل ای پلاره ځما اوکړه هغه چه تاته څه حکم کیدی شی زر ده اوبه مومی ته مالره که چیری اللّه تعالٰی اوغواړی دصبرناکونه ﴿۱۰۲﴾
نو هرکله چه غاړه کیخودله دواړو حکم د اللّه تعالٰی ته او څملوئ هغه لره په اړخ دسرباندی ﴿۱۰۳﴾
او آواز ورکړو مونږ هغه ته چه ای ابراهیم ﴿۱۰۴﴾
یقیناً‌ رشتینی کړو تا خوب لره یقیناً دغه شان بدله ورکوو مونږ ښائسته عمل کوؤنکوته ﴿۱۰۵﴾
یقیناً دا خامخا ازمیښت ښکاره وؤ ﴿۱۰۶﴾
او بدله ورکړه مونږ هغه ته یو حلال شوی لوی ﴿۱۰۷﴾
او پریخودلو مونږ په هغه باندی په روستو خلقو کښی ﴿۱۰۸﴾
(داچه) سلام دی په ابراهیم علیه السلام باندی ﴿۱۰۹﴾

[۱۰۲] ددی آیت نه د بلی ابتلاء‌ د ابراهیم علیه السلام واقعه ذکرکوی (السَّعْيَ) یعنی داسی عمر ته اورسیدلو چه دپلار سره کاروبار ئی کولی شو او عبادت ئی هم کولی شو اوپه داسی عمرکښی داولاد دمرگ د ډیرغم سبب وی (أَرَى فِي الْمَنَامِ) دا دلیل دی چه رویا د انبیاء‌ علیهم السلام قطعی وحی ده چه په هغی باندی عمل کول فرض دی - (بحث دذبیح) اختلاف دی د اهل علمو چه ذبیح اسماعیل علیه السلام دی اوکه اسحاق علیه السلام دی په دی کښی دری قولونه دی (۱) اول قول دتوقف دی زجاج وغیره د دلیلونو دتعارض دوجی نه په دی کښی توقف کړی دی (۲) دوهم قول داچه اسحاق علیه السلام دی اودا روایت دی د عبداللّه بن مسعود رضی اللّه عنه اوابن عباس رضی اللّه عنه او علی بن ابی طالب رضی اللّه عنه او دعباس رضی اللّه عنه او دعکرمه رضی اللّه عنه اوسعید بن جبیر رحمة اللّٰه علیه او مجاهد او شعبی وغیرهم نه، او دا غوره کړی دی ابن جریراوقرطبی - مفسرابن کثیر فرمائیلی دی چه دغه اقوال په اصل کښی نقل دی د کعب الاحبارنه دهغه نه به صحابه کرامو اوتابعینو نقل کوؤ د روایات اسرائیلو او امام بخاری ذکرکړی دی چه دده په روایتونو کښی اکثر دروغ وؤ (۳) دریم قول دادی چه ذبیح اسماعیل علیه السلام دی او دا قول دی د عبداللّه بن عمر رضی اللّه عنهما او ابی هریره رضی اللّه عنه او علی رضی اللّه عنه او ابوالطفیل او سعید بن مسیب وغیرهم دی او اکثرمفسرینو محدثینو دا قول صحیح گرځولی دی -
[۱۰۵،۱۰۴،۱۰۳] (أَسْلَمَا) دواړه حکم د اللّه تعالٰی ته تابع شول یعنی ابراهیم علیه السلام اسباب دذبح کولو تیارکړل او اسماعیل علیه السلام مذبوحیت دپاره تیارشو (لِلْجَبِينِ) جبین دتندی دواړه طرفونو ته وئیل کیږی او جبهه تندی ته وئیلی کیږی یعنی په اړخ باندی واچوؤ لکه چه د ذبح کولو دپاره عامه طریقه ده -
[۱۰۶] (الْبَلَاء) په معنیٰ د امتحان او ابتلاء دی اودا معنیٰ ظاهره ده یاپه معنیٰ دنعمت او احسان دی اوهذا اشاره ده روستو آیت ته یعنی بدله په گډ سره -
[۱۰۷] (وَفَدَيْنَاهُ) فدیه ورکول دیو بندیوان د خلاصولو دپاره وی یعنی ابراهیم علیه السلام ځوئی لره نه پریخودلو لیکن مونږ ترینه په فدیه سره خلاص کړو (عَظِيمٍ) یعنی قدر او مرتبه ئی لویه وه ځکه چه د لوی سړی په بدله کښی ئی لوی سړی لره ورکړو اوهغه یوگډ وؤ چه اللّه تعالٰی دغیبو نه راولیږلو او ابراهیم علیه السلام ته امر اوشو چه دی ذبح کړه او دا دلیل دی چه قربانی کول په گډ سره افضل دی - اوبعضی مفسرینو وئیلی دی چه دا قربانی کول چه سنت د ابراهیم علیه السلام په ټولو امتونو کښی جاری دی دا ذبح عظیم ده -
[۱۱۱،۱۱۰،۱۰۹،۱۰۸] په دی آیاتونو کښی ذکرکړی دی احتیاج د ابراهیم علیه السلام اللّه تعالٰی ته په سلامتیا او جزا کښی اوذکردی عبدیت دهغه دپاره د اللّه تعالٰی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>