وَمَا لِيَ ۱۰۹۳ الصافات

كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۱۰﴾ إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۱۱﴾ وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِيًّا مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۱۲﴾ وَبَارَكْنَا عَلَيْهِ وَعَلَى إِسْحَاقَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَظَالِمٌ لِنَفْسِهِ مُبِينٌ ﴿۱۱۳﴾ وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَى مُوسَى وَهَارُونَ ﴿۱۱۴﴾ وَنَجَّيْنَاهُمَا وَقَوْمَهُمَا مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ ﴿۱۱۵﴾ وَنَصَرْنَاهُمْ فَكَانُوا هُمُ الْغَالِبِينَ ﴿۱۱۶﴾ وَآتَيْنَاهُمَا الْكِتَابَ الْمُسْتَبِينَ ﴿۱۱۷﴾ وَهَدَيْنَاهُمَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ ﴿۱۱۸﴾ وَتَرَكْنَا عَلَيْهِمَا فِي الْآخِرِينَ ﴿۱۱۹﴾ سَلَامٌ عَلَى مُوسَى وَهَارُونَ ﴿۱۲۰﴾ إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۲۱﴾ إِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۲۲﴾ وَإِنَّ إِلْيَاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۲۳﴾

دغه شان بدله ورکوو مونږ ښائسته عمل والوته ﴿۱۱۰﴾
یقیناً‌ دی وؤ زمونږ دبندگانو مؤمنانونه ﴿۱۱۱﴾
او زیری ورکړو مونږ ده ته په اسحاق علیه السلام سره نبی وؤ دنیکانونه وؤ ﴿۱۱۲﴾
اوبرکتونه واچول په هغه باندی او په اسحاق علیه السلام او د اولاد د دواړونه څوک ښائسته عمل والا دی اوڅوک ظلم کوی په خپل ځان باندی ښکاره ﴿۱۱۳﴾
اویقیناً احسان کړی وؤ مونږ په موسیٰ علیه السلام او هارون علیه السلام باندی ﴿۱۱۴﴾
او خلاص مونږ دوی او قوم ددوی دغم لوی نه ﴿۱۱۵﴾
او مدد اوکړو مونږ ددوی سره نو دوی شول زورآور ﴿۱۱۶﴾
او ورکړو مونږ دوی ته کتاب ښه ښکاره حکمونه ﴿۱۱۷﴾
اوپاخه کړی مو وؤ دوی دواړه په لاره نیغه باندی ﴿۱۱۸﴾
او پریخودلی وؤ مونږ په دی دواړو باندی په روستو خلقو کښی ﴿۱۱۹﴾
سلام دی په موسیٰ علیه السلام باندی او هارون علیه السلام باندی ﴿۱۲۰﴾
یقیناً دغه شان بدله ورکوو مونږ ښائسته عمل والوته ﴿۱۲۱﴾
یقیناً دا دواړه زمونږ دبندگانو مؤمنانو نه وؤ ﴿۱۲۲﴾
اویقیناً الیاس خامخا درسولانو نه وؤ ﴿۱۲۳﴾

[۱۱۲] دا دوهم بشارت دی معلومه شوه چه اول بشارت په اسماعیل علیه السلام سره وؤ -
[۱۱۳] اشاره ده چه دوی برکاتو کښی اللّه تعالٰی ته محتاج وؤ - دبرکت نه روستو چه علٰی راشی نو دلالت کوی چه اثر ددی برکاتو په ظاهرکښی هم دی لکه چه باطن کښی دی او فیه چه راشی نودلالت کوی په برکاتو باطنیوباندی (وَمِنْ ذُرِّيَّتِهِمَا) یعنی ددوی اولاد دوه ډلی دی مؤحدین اوغیرمؤحدین اوپه دی کښی اشاره ده چه پیدا کیدل دپیغمبرانو دپلار دپاره سبب دنجات نه دی کله چه هغه ظالم او مشرک وی اودارنگ مشرک او ظالم کیدل داولاد پلارته نقصان نه رسوی کله چه هغه په خپله صالح وی -
[د ۱۱۴ نه تر ۱۲۲ پوری] دا دریمه قصه ده په دی کښی ذکرکوی احتیاج د موسیٰ او هارون علیهما السلام په ټولو نعمتونو او کمالاتو کښی اللّه تعالٰی ته - اول احسان دنبوت دوهم نجات دغرق نه دریم نصرت او غلبه څلورم کتاب اللّه پنځم هدایت دصراط مستقیم شپږم ثناءِ حسن او سلامتیا اووم جزاء د احسان او اخلاص اوپه اخرکښی ذکردی عبدیت خاصه ددی دواړو ، نودادلیل دی چه دوی شفعاء‌ شرکیه (الٰهه) نشی کیدلی (الْمُسْتَبِينَ) چه پوره نورپه کښی وی او جامع وی د علومو او حکمتونو نه اوهغه تورات وؤ -
[د ۱۲۳ نه تر ۱۳۲] پوری دا څلورمه قصه ده - په دی کښی ذکرکوی عبدیت د الیاس علیه السلام په طریقه د دعوت کولو هغه توحید ته او رد کول په شرک باندی اوبیا ذکرکوی احتیاج دده اللّه تعالٰی ته په ثناءِ حسن او سلامتیا کښی اوآخرکښی ذکرکوی عبدیت خاصه دده (وَإِنَّ إِلْيَاسَ) اتفاق دی دمفسرینو چه دا رسول وؤ په بنی اسرائیلو کښی هرکله چه هغوی په شرک کښی اخته شول نو اللّه تعالٰی دی رسول را اولیږو اود عکرمه او ابن مسعود رضی اللّه عنهما نه نقل دی چه دده نوم ادریس وؤ نوکیدی شی چه الیاس ئی لقب وی او ادریس ئی عَلم وی یاپه عکس سره اودده په باره کښی چه کوم حدیث قرطبی او نورو ذکرکړی دی چه هغه ژوندی دی او د رسول اللّٰه ﷺ ورسره ملاقات شوی دی نو سیوطی د امام ذهبی نه نقل کړی دی چه دا حدیث موضوعی دی دارنگ حدیث دژوند د حضراو او د الیاس علیهم السلام صوفیاؤ بی سنده ذکرکړی دی (بَعْلًا) مفسرینو لیکلی دی چه بعل بت (شکل) دښځی وؤ دسروزرو نه ئی جوړکړی وؤ او شل ذراعه اوږد وؤ اودهغی څلورسوه منجوران خدمتگاران وؤ او شیطان به کله کله په هغه بت کښی دننه داخل شو اودوی سره به ئی دگمراهئ خبری کولی او (بَکْ) دهغه ځای بادشاه وؤ اود خپل ښارنوم ئی بعلبک کیخودلی وؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>