وَمَا لِيَ ۱۰۹۴ الصافات

إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿۱۲۴﴾ أَتَدْعُونَ بَعْلًا وَتَذَرُونَ أَحْسَنَ الْخَالِقِينَ ﴿۱۲۵﴾ اللَّهَ رَبَّكُمْ وَرَبَّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۲۶﴾ فَكَذَّبُوهُ فَإِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ ﴿۱۲۷﴾ إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ﴿۱۲۸﴾ وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ ﴿۱۲۹﴾ سَلَامٌ عَلَى إِلْ يَاسِينَ ﴿۱۳۰﴾ إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۳۱﴾ إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۳۲﴾ وَإِنَّ لُوطًا لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۳۳﴾ إِذْ نَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ أَجْمَعِينَ ﴿۱۳۴﴾ إِلَّا عَجُوزًا فِي الْغَابِرِينَ ﴿۱۳۵﴾ ثُمَّ دَمَّرْنَا الْآخَرِينَ ﴿۱۳۶﴾ وَإِنَّكُمْ لَتَمُرُّونَ عَلَيْهِمْ مُصْبِحِينَ ﴿۱۳۷﴾

کله چه اوئیل ئی قوم خپل ته آیا نه بچ کیږئ دشرک نه ﴿۱۲۴﴾
آیا رابلئ‌ تاسو په حاجتونو کښی بعل لره اوپریږدئ تاسو ښائسته د شکل جوړوؤنکونه ﴿۱۲۵﴾
چه اللّه دی رب ستاسو او رب دمشرانو ستاسو پخوانو دی ﴿۱۲۶﴾
نو دروغژن اوئیل هغه ته نو یقیناً دوی به خامخا حاضرکړی شی په عذاب کښی ﴿۱۲۷﴾
مگربندگان د اللّه تعالٰی بچ ساتلی شوی ﴿۱۲۸﴾
اوپریخودو مونږ په ده باندی په روستو خلقو کښی ﴿۱۲۹﴾
سلام دی په الیاسین علیه السلام باندی ﴿۱۳۰﴾
یقیناً دغه شان بدله ورکوو مونږ ښائسته عمل والوته ﴿۱۳۱﴾
یقیناً دی زمونږ د بندگانو مؤمنانو نه وؤ ﴿۱۳۲﴾
اویقیناً لوط علیه السلام وؤ خامخا درسولانونه ﴿۱۳۳﴾
کله چه خلاصی ورکړو مونږ ده لره اوکورنئ ددی ټولولره ﴿۱۳۴﴾
مگر بودئ‌ وه په پاتی کیدونکو کښی ﴿۱۳۵﴾
بیا تباه کړل مونږ نور خلق ﴿۱۳۶﴾
اویقیناً تاسو ورتیریږئ په دوی باندی دصبا په وخت کښی ﴿۱۳۷﴾

[د ۱۳۳ نه تر ۱۳۸] پوری دا پنځمه قصه ده په دی کښی احتیاج د لوط علیه السلام ذکرکوی په خپل نجات کښی او داهل په نجات کښی اوپه هلاکت دقوم کښی سره د زجراو تخویف نه منکرینوته (مُصْبِحِينَ وَبِاللَّيْلِ) په دی کښی خطاب دی اهل مکه ته چه هرکله به دوی شام ته تلل په سفردتجارت سره نو چه د مکی نه به ماښام روان شول نوصبائی کښی به کلو دقوم لوط علیه السلام ته اورسیدل اوکه صبا وخت به ئی سفرشروع کړو نودشپی په وخت کښی به هلته رسیدل -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>