وَمَا لِيَ ۱۰۹۵ الصافات

وَبِاللَّيْلِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۱۳۸﴾ وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۳۹﴾ إِذْ أَبَقَ إِلَى الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ ﴿۱۴۰﴾ فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِينَ ﴿۱۴۱﴾ فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٌ ﴿۱۴۲﴾ فَلَوْلَا أَنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِينَ ﴿۱۴۳﴾ لَلَبِثَ فِي بَطْنِهِ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿۱۴۴﴾ فَنَبَذْنَاهُ بِالْعَرَاءِ وَهُوَ سَقِيمٌ ﴿۱۴۵﴾ وَأَنْبَتْنَا عَلَيْهِ شَجَرَةً مِنْ يَقْطِينٍ ﴿۱۴۶﴾ وَأَرْسَلْنَاهُ إِلَى مِائَةِ أَلْفٍ أَوْ يَزِيدُونَ ﴿۱۴۷﴾ فَآمَنُوا فَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَى حِينٍ ﴿۱۴۸﴾

اود شپی آیا نو دعقل نه کارنه اخلئ تاسو ﴿۱۳۸﴾
اویقیناً یونس علیه السلام خامخا درسولانو نه وؤ ﴿۱۳۹﴾
کله چه لاړ (بی اجازته) کشتئ ډکی کړی شوی ته ﴿۱۴۰﴾
نو خسنړی اوکړو نو شو د پړ شوؤ نه ﴿۱۴۱﴾
نو تیر کړ ده لره مهی او دی وؤ ځان ملامته کوؤنکی ﴿۱۴۲﴾
نوکه چیری نه وی دی د تسبیح ویونکونه ﴿۱۴۳﴾
نوحصار شوی به وؤ به خیټه دمهی کښی ترورځی ددوباره ژوند پوری ﴿۱۴۴﴾
نو اوغورځوؤ مونږ ده لره په ډاگه باندی اودی ناجوړه وؤ ﴿۱۴۵﴾
او را اوټوکوله مونږ په ده باندی اونه دقِسم د کدونه ﴿۱۴۶﴾
او اولیږلو مونږ دی یو لاکه خلقو ته بلکه زیاتیدل ﴿۱۴۷﴾
نو ایمان راوړو هغوی نو مزی ورکړی مونږ هغوی ته تریو وخت پوری ﴿۱۴۸﴾

[د ۱۳۹ نه تر ۱۴۸] پوری دا شپږمه قصه ده اوپه دی کښی ذکرکوی تفصیلی حال دیونس علیه السلام په بیان دعبدیت دهغه په پنځه طریقوسره: رسول وؤ، بی اجازته تلی وؤ، خسنړی اچولو کښی پړشو، مهی (کب) تیرکړو، تسبیح ئی وئیله او احتیاج دده ئی ذکرکړی دی په څلورو طریقوسره - راویستل دخیټی دمهی نه، اونه دهغه دپاسه زرغونه ول بیا لیږل په رسالت سره، متاع ورکول نودا ټول دلیلونه دی چه یونس علیه السلام د اللّه تعالٰی سره شریک نه شی کیدلی اونه شفیع قهری کیدی شی (أَبَقَ) بغیر داجازت د مولٰی نه تللوته اباق وئیلی کیږی - دی هم هرکله چه ناامیده شو دایمان دقوم نه اووخت دعذاب د هغوی هم نزدی شو نو اجتهاد ئی اوکړو چه پیغمبران خود قوم دعذاب په وخت کښی دهغه کلی نه اوځی نودی ددی وجی نه دهغه کلی نه بهر لاړو او د اللّه تعالٰی دخاص حکم انتظارئی اونه کړو نو کشتئ کښی سورشو چه په هغی سورلئ ډیری وی هرکله چه کشتئ دریاب مینځ ته را اورسیدله نودډیردروندوالی دوجی نه غرقیدلوته نزدی شوه - نوکشتئ والو فیصله اوکړله چه ددی نه یوه سورلئ کمه ول ضروری دی چه کشتئ سپکه شی نوددریاب مینځ کښی دکشتئ نه غورځولوته هیڅ څوک تیارنه وو نودوی اتفاق اوکړو چه قرعه اندازی به اوکړو چه دچا قرعه اوځی نوهغه به مجبوراً دکشتئ نه اوغورځوو نوقرعه دیونس علیه السلام راووتله دا مطلب دی ددی قول فساهم فکان من المدحضین، (الْمُسَبِّحِينَ) مراد دادی چه دی دمخکښی وخت نه ډیر ذکرکوؤنکی وؤ نودامصداق دی چه اذکرواللّه فی الرخاء یذکرکم فی الشدة (یادوئ اللّه تعالٰی لره په حالت دفراخی کښی نو اللّه تعالٰی به یاد کړی تاسو په سختئ کښی) یامراد دادی چه دمهی په خیټه کښی لاالٰه الا انت سبحانک ذکرئی کولو اوپه دی کښی ترغیب دی ذکرکولو د اللّه تعالٰی ته په کثرت سره په هرحالت کښی اوپه سبب دهغی سره مصیبتونه دفع کیږی (سَقِيمٌ) چه بدن ئی بیماروی لکه بچی چه دمور نه پیدا شی اوبدن ئی کچه وی (وَأَرْسَلْنَاهُ إِلَى مِائَةِ أَلْفٍ) په دی کښی مقصد دوباره واپس رالیږل دی خپل قوم ته اگرچه دی مخکښی نه هم رسول وؤ اوکوم روایت چه بعضی مفسرینو نقل کړی دی چه دی د کب دخیټی د راوتلو نه روستو رسول کړی شو دا روایت ضعیف دی په هغی کښی شهربن حوشب راوی دی اوهغه متروک او ضعیف دی (فَآمَنُوا) مراد دادی چه یونس علیه السلام واپس راغی نودوی تفصیلی ایمان راوړو اومخکښی ئی صرف اجمالی ایمان راوړی وؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>