وَمَا لِيَ ۱۰۹۶ الصافات
فَاسْتَفْتِهِمْ أَلِرَبِّكَ الْبَنَاتُ وَلَهُمُ الْبَنُونَ ﴿۱۴۹﴾ أَمْ خَلَقْنَا الْمَلَائِكَةَ إِنَاثًا وَهُمْ شَاهِدُونَ ﴿۱۵۰﴾ أَلَا إِنَّهُمْ مِنْ إِفْكِهِمْ لَيَقُولُونَ ﴿۱۵۱﴾ وَلَدَ اللَّهُ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۱۵۲﴾ أَصْطَفَى الْبَنَاتِ عَلَى الْبَنِينَ ﴿۱۵۳﴾ مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ ﴿۱۵۴﴾ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿۱۵۵﴾ أَمْ لَكُمْ سُلْطَانٌ مُبِينٌ ﴿۱۵۶﴾ فَأْتُوا بِكِتَابِكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۵۷﴾ وَجَعَلُوا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا وَلَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ إِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ ﴿۱۵۸﴾ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿۱۵۹﴾ إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ﴿۱۶۰﴾ فَإِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ ﴿۱۶۱﴾
پس ته تپوس اوکړه ددوی نه آیا ستا رب لره لونړه دی او دوی لره ځامن ﴿۱۴۹﴾
آیا پیدا کړی دی مونږ ملائک زنانه او دوی حاضر وؤ ﴿۱۵۰﴾
خبر شئ یقیناً دوی د وجی د دروغو ددوی نه خامخا وائی ﴿۱۵۱﴾
ولد نیولی دی اللّه تعالٰی اویقیناً دوی خامخا دروغژن دی ﴿۱۵۲﴾
آیا غوره کړی دی اللّه تعالٰی لونړه په ځامنوباندی ﴿۱۵۳﴾
څه دلیل دی ستاسو څه رنگ فیصلی کوئ تاسو ﴿۱۵۴﴾
آیا نو تاسو نصیحت نه اخلئ ﴿۱۵۵﴾
یا تاسو لره شته دلیل ښکاره ﴿۱۵۶﴾
نو راوړئ کتاب ستاسو که چیری تاسو رشتینی ئی ﴿۱۵۷﴾
او جوړ کړی دی دوی په مینځ د اللّه تعالٰی او دپیریانو کښی نسب اویقیناً پوهیږی پیریان چه دوی به خامخا حاضر کړی شی په عذاب کښی ﴿۱۵۸﴾
پاک دی اللّه تعالٰی دهغی نه چه دوی بیانوی ﴿۱۵۹﴾
مگر بندگان د اللّه تعالٰی چه بچ ساتلی شوی دی ﴿۱۶۰﴾
نو یقیناً تاسو او هغه کسان چه تاسو بندگی کوئ د هغوی ﴿۱۶۱﴾
[د ۱۴۹ نه تر ۱۵۷] پوری ددی نه دریم باب دی تر اخر دسورة پوری په دی کښی رد دی په مشرکین بالملائکه باندی ا مشرکین بالجن باندی بیا بیان دملائکودی په طریقه د رد په عابدانو ددوی باندی ا وزجردی منکرینو ته اوبشارت دی اوتسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته سره دتخویف دمنکرینونه اوپه آخرکښی دعویٰ دتوحید ده او دعویٰ دسورة ده په ذکرداحتیاج درسولانو اللّه تعالٰی ته په سلامتیا کښی - دا (۱۴۹) متعلق دی دابتدا دسورة سره اورد دی په مشرکین بالملائکه په دری عقیدوباندی اول تقسیم چه اللّه تعالٰی لره بنات (لونړه) ثابتوی او دځان دپاره ځامن - دوهم ملائکو ته مؤنث وائي - دریم ملائک د اللّه تعالٰی لونړه گنړلی یعنی هغه لره ولد ثابتوی (مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ) دا مطالبه د دلیل عقلی ده ددوی نه یعنی عقل خودا نه منی چه اللّه تعالٰی افضل نوع (نارینه اولاد) پریږدی او لونړه دی غوره کوی دا فیصله بی دلیله ده (أَمْ لَكُمْ سُلْطَانٌ مُبِينٌ) په دی کښی طلب ددلیل نقلی دی د تیرشوو انبیاء علیهم السلام نه (فَأْتُوا بِكِتَابِكُمْ) په دی کښی مطالبه د دلیل وحی ده ځکه چه مراد دکتاب نه کتاب د اللّه تعالٰی دی -
[۱۶۰،۱۵۹،۱۵۸] په دی آیاتونو کښی رد دی په مشرکین بالجن باندی یعنی هغه خلق چه جنات ئی د اللّه تعالٰی سره شریکان گنړلی دی په صفاتو دعلم غیب اوپناهی ورکولو کښی اوپه عبادت کولو کښی لکه چه سورة سبا اوسورة جن نه معلومیږی او بعضی مفسرینو وئیلی دی چه دا رد دی په مجوسیانو باندی چه هغوی وئیلی دی چه اللّه تعالٰی او شیطان (ابلیس) دواړه رونړه دی یوخاوند دخیری دی او بل خاوند دشردی نو دنسباً نه مراد په اوله توجیه باندی نسبت دشرک دی او داقول حسن بصری نه نقل دی او په دوهمه توجیه باندی اخوت (ورورولی) مراد ده -
[۱۶۳،۱۶۲،۱۶۱] دا تفریع ده په ماقبل باندی یعنی چه هرکله ملائک او انبیاء علیهم السلام او جنات عاجز او محتاج مخلوق دی نو دوی او تاسو هیچ چا لره نه شئ گمراه کولی یعنی عقل والا پوهیږی چه دا عاجز مخلوق د اللّه تعالٰی شریک نشی کیدلی لیکن څوک چه اللّه تعالٰی دهغه دپاره جحیم مقررکړی وی نوهغه به گمراه او مشرک شی - او ددی آیاتونو نه معلومه شوه چه هدایت او ضلال په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی -