وَمَا لِيَ ۱۱۰۲ ص

وَقَالُوا رَبَّنَا عَجِّلْ لَنَا قِطَّنَا قَبْلَ يَوْمِ الْحِسَابِ ﴿۱۶﴾ اصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَاذْكُرْ عَبْدَنَا دَاوُودَ ذَا الْأَيْدِ إِنَّهُ أَوَّابٌ ﴿۱۷﴾ إِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهُ يُسَبِّحْنَ بِالْعَشِيِّ وَالْإِشْرَاقِ ﴿۱۸﴾

او دوی وائی ای ربه ځمونږه زر راکړه مونږ له برخه ځمونږ مخکښی دورځی حساب نه ﴿۱۶﴾
صبرکوه په هغه چه دوی وائی اویاد کړه بنده ځمونږ داؤد علیه السلام همت والا وؤ یقیناً دی ډیرگرځیدونکی وؤ اللّه تعالٰی ته ﴿۱۷﴾
یقیناً ملگری کړی وؤ مونږ غرونه دده سره تسبیح به ئی وئیله بیگائی او دنمر ختلو په وخت کښی ﴿۱۸﴾

[۱۶] داهم زجردی په استهزاء کولو ددوی په قیامت پوری (قِطَّنَا) قِطَّ ټکړی دڅیزته وئیلی کیدی شی یعنی برخه او کتاب او روزئ وغیره ته شامل دی یعنی دوی وئیل چه حصه دنعمتونو دجنت مونږله په دنیا کښی راکړه یا حصه دعذاب ځمونږ په دنیا کښی راکړه یا عملنامه ځمونږ په دنیا کښی راکړه اودا ټول په طریقه دا استهزاء سره به دوی وئیل -
[۱۷] ددی آیت نه دوهم باب دی تر (۲۹) پوری دپه دی کښی تسلی ده نبی ﷺ ته په ذکرکولو ددری ابتلاء اتو سره په دری انبیاء علیهم السلام باندی خصوصاً او تفصیلاً اوپه شپږو باندی اجمالاً‌ او روستو د ذکرد ابتلاء اول نه زجرونه دی - او روستو دبحث د ابتلاء‌ اتو نه بشارت اوتخویف اخروی تفصیلی دی اوپه اخرددی باب کښی دعویٰ د توحید ده - په دی (۱۷) کښی اولاً‌ امردی په صبرکولوسره روستو دذکر کولو د څلوروانکارونو د منکرینو نه اوبیا امردی په ذکردانبیاء علیهم السلام سره یعنی لکه چه په دغه انبیاء علیهم السلام (داؤد او سلیمان اوایوب) علیهم السلام باندی سره دبادشاهئ او مالدارئ اونبوت ددوی نه ابتلائات راغلی وو لیکن هغوی صبرکړی وؤ نوته هم صبرکوه - یاداچه دوی د توحید نه انکارکوی اووائی چه بزرگان ځمونږ شفعاء‌ دی نوپه دی کښی ذکرکوی چه په دی بزرگانو ابتلاءات راغلی وو اوپه چا باندی چه ابتلاءات راځی نوهغه شفیع قهری په اللّه تعالٰی باندی نشی جوړیدلی - دابتلاء‌ ذکرکولو نه وړاندی مدحه په ذکر داوصافو عالیو د داؤد علیه السلام سره کوی اشاره ده که ډیرلوی بندگان وی لیکن د ابتلاء اتو نه نشی بچ کیدلی - نوپه دی آیت کښی دری صفتونه د داؤد علیه السلام ئی ذکرکړی دی -
[۱۸] په دی آیت کښی دهغه څلورم صفت دی په طریقه دمعجزی سره یعنی غرونه چه په مخلوق کښی ډیرسخت مخلوق دی لیکن هرکله چه داؤد علیه السلام به تسبیح وئیله یابه ئی زبورتلاوت کوؤ غرونو به ورسره هم تسبیح او تلاوت دزبور کوؤ (بِالْعَشِيِّ) وئیلی کیږی روستنی نصف د ورځی ته ماځیگر، ماښام او ماسخوتن په کښی داخل دی (وَالْإِشْرَاقِ) په دی کښی صلوٰة الاشراق (چه هرکله نمریونیزه دوه نیزی د غرونو نه رااوچت شی) ته اشاره ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>