وَمَا لِيَ ۱۱۰۳ ص
وَالطَّيْرَ مَحْشُورَةً كُلٌّ لَهُ أَوَّابٌ ﴿۱۹﴾ وَشَدَدْنَا مُلْكَهُ وَآتَيْنَاهُ الْحِكْمَةَ وَفَصْلَ الْخِطَابِ ﴿۲۰﴾ وَهَلْ أَتَاكَ نَبَأُ الْخَصْمِ إِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرَابَ ﴿۲۱﴾ إِذْ دَخَلُوا عَلَى دَاوُودَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ قَالُوا لَا تَخَفْ خَصْمَانِ بَغَى بَعْضُنَا عَلَى بَعْضٍ فَاحْكُمْ بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَاهْدِنَا إِلَى سَوَاءِ الصِّرَاطِ ﴿۲۲﴾ إِنَّ هَذَا أَخِي لَهُ تِسْعٌ وَتِسْعُونَ نَعْجَةً وَلِيَ نَعْجَةٌ وَاحِدَةٌ فَقَالَ أَكْفِلْنِيهَا وَعَزَّنِي فِي الْخِطَابِ ﴿۲۳﴾
او مارغان را غونډ کړی شوی وؤ ټول وؤ هغه ته راگرځیدونکی ﴿۱۹﴾
اوکلکه کړی وه مونږ بادشاهی دده او ورکړی وه مونږ هغه ته ښه پوهه ددین اوفیصله کوونکی خبری ﴿۲۰﴾
او ایا راغلی ده تاته خبر د جگړه کوؤنکو کله چه اوختل دوی په دیوال د عبادت خانی باندی ﴿۲۱﴾
کله چه داخل شول په داؤد علیه السلام باندی نو گبراؤ شوددوی نه اوئیل مه ویریږه مونږ دعویدار یو په یوبل باندی زیاتی کړی دی یوپه بل باندی نوفیصله اوکړه ځمونږ په مینځ کښی حق فیصله او دحد نه زیاتی مه کوه اوخودنه اوکړه مونږ ته دبرابرلاری ﴿۲۲﴾
یقیناً دا ځما ورور دی ده لره یوکم سل گډی دی اوځما یوه گډه ده نودی وائی داماته اوسپاره او زورآوردی په ماباندی په خبرو کښی ﴿۲۳﴾
[۱۹] دا بل معجزانه صفت دی اومرغان په مخلوق کښی ډیرنرم زړه والا دی نومقابل دی دغرونو - یعنی ډیرسخت او ډیرنرم دواړه دهغه سره یوځای تسبیح وئیلو کښی ملگری وو -
[۲۰] په دی آیت کښی دهغه نوردری صفتونه ذکرکوی (۱) (شَدَدْنَا مُلْكَهُ) ملک کثرت د مِلکیت کښی استعمالیږی دده لښکری ډیری وی اوهیبت او رعب ئی په خلقوباندی وو اورسره تائيد اونصرت الٰهیه وو (۲) (وَآتَيْنَاهُ الْحِكْمَةَ) علم د کتاب اللّه او دسنت، معرفت د دقائقو او لطائفو په نصوصو او احکاموشرعیو کښی (۳) (فَصْلَ الْخِطَابِ) دالفظ شامل دی مختصر اوجامع کلام ته اودحمد و صلوٰة نه روستو کلمی د امابعد ته هغه علم کامل ته چه د مدعی او مدعاعلیه ترمینځه فیصله کولی شی -
[۲۱] روستو د ذکر دصفاتو د داؤد علیه السلام نه چه دلالت کوی دهغه په عزت دلوئی باندی ذکرکوی ابتلاء دهغه اوبیارجوع دهغه اللّه تعالٰی ته (الْمِحْرَابَ) په شرع د بنی اسرائیلو کښی دخاص بندگانو د عبادت ځای به مستقل او جدا وؤ هغی ته به ئی محراب وئیل اومحراب ئی ددی وجی نه وئیل چه هغه مکان دمقابلی کولو دشیطان وو او داسی سورة العمران کښی تیرشوی دی -
[۲۲] هرکله چه دروازی د عبادت خانی بندی وی او داکسان (خصمان) فیصلی ته محتاج وو نودوی مجبوراً په دیوال باندی را اوختل (فَفَزِعَ مِنْهُمْ) په ناآشنا طریقه باندی بی اجازته داخلیدل ضرور سبب د ویری او دگبراهت وی - فَزعَ: دی ته وئیلی کیږی چه دویری اثار په ظاهربدن باندی ښکاره شی هرکله چه دوی دآثارونه معلومه کړه چه دی ځمونږپه وجه اویریدلو چه کیدی شی دابه دشمنان وی نوهغوی اول تسلی ورکړه په لَا تَخَفْ، سره اوبیائی خپل حال پیش کړو چه خَصْمَانِ، مراد ترینه مدعی او مدعا علیه دی اواجمالی سبب دخصومت ئی ذکرکړو په دی قول سره (بَغَى بَعْضُنَا عَلَى بَعْضٍ) بغیٰ دبل چا حق باندی ظلماً تعدّی کولو ته وئیلی کیږی (وَاهْدِنَا) په دی کښی اشاره ده چه روستو دفیصلی کولو نه مونږته داسی آداب اوخایه چه آینده دپاره جنگ نه پیدا کیږی اوداد هوښیارحاکم طریقه وی -
[۲۳] دا تفصیل دخصومت دی اوتیرشوی آیت کښی د خصمانو شریک بیان وؤ اوپه دی آیت کښی دیو خصم بیان دی - او دا مدعا علیه دی ځکه چه هغه بل خصم دده په یوه گډه باندی دعویٰ کړی ده اودی ترینه منکردی (أَخِي) ورور نسبی وؤ یادینی وؤ دواړه احتماله شته (وَعَزَّنِي فِي الْخِطَابِ) وجه دغلبی په خبرو داده چه هغه فصیح او چالاک وؤ یا د مالدارئ دوجی غالب او زورآور وؤ -