وَمَا لِيَ ۱۱۰۴ ص
قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَى نِعَاجِهِ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْخُلَطَاءِ لَيَبْغِي بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَقَلِيلٌ مَا هُمْ وَظَنَّ دَاوُودُ أَنَّمَا فَتَنَّاهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ وَخَرَّ رَاكِعًا وَأَنَابَ۩ ࣛ ﴿۲۴﴾ فَغَفَرْنَا لَهُ ذَلِكَ وَإِنَّ لَهُ عِنْدَنَا لَزُلْفَى وَحُسْنَ مَآبٍ ﴿۲۵﴾
اوئیل هغه یقیناً ده ظلم کړی دی په تاباندی په سبب دطلب کولو دگډی ستا گډو خپلو ته او یقیناً ډیرشرکت کوؤنکو نه خامخا ظلم کوی بعضی په بعضو باندی مگرهغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی او عمل کړی دی په موافق دسنت سره او لږدی دوی اوگمان اوکړو داؤد علیه السلام چه یقیناً امتحان کړی دی مونږپه ده باندی نو بخنه ئی اوغوښتله درب خپل نه او پریوتلو رکوع کوؤنکی او اوگرځیدو اللّه تعالٰی ته ﴿۲۴﴾
نو بخنه اوکړه مونږ ده ته ددغه خبری اویقیناً ده لره ځمونږسره خامخا نزدی والی او ښائسته ځای د راتلودی ﴿۲۵﴾
[۲۴] مفسر قرطبی د ابوعبداللّه حلیمی نه نقل کړی دی چه داؤد علیه السلام په شکایت کوؤنکی کښی آثار دکمزورئ اولیدل نویقین راغی چه دی مظلوم دی اودا سبب اوگرځیدلو ددی خبری چه دهغه بل خصم نه ئی هیڅ تپوس اونه کړو اود عجلت نه ئی کار واخستلو اوفیصله ئی اوکړله (لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَى نِعَاجِهِ) اوهغه بل ته ئی ظالم اوئیل اودا مصداق دفتنی دی چه روستو ذکرکیږی ځکه چه داسی عجلت دنبی دشان سره مناسب نه دی بلکه دبل جانب نه تپوس کول ضروری وؤ - لیکن نعمت د اللّه تعالٰی ورسره دا اوشو چه بغیر دنسبت دظلم نه ئی نوره سزا او عقوبت هغه ته ورنه کړو اوددی نعمت په شکریه کښی داؤد علیه السلام سجده کړی ده - اومونږ ئی دهغه د اقتداء دوجی نه کوؤ دا روایت قرطبی ذکرکړی دی لیکن صحیح روایت دادی چه داؤد علیه السلام دا سجده دتوبی په طور کړی ده اومونږ دشکر په طورسره کوؤ اودا ابن کثیر په روایت د امام نسائی سره نقل کړی دی او وئیل دی چه داسند صحیح دی (وَظَنَّ دَاوُودُ أَنَّمَا فَتَنَّاهُ) مصداق دفتنی تعجیل کول دی په فیصله کښی لکه چه اوس تیرشول اومراد ترینه خطا کیدل دی په سبب دعجلت کولو سره اگرچه دا معصیة نه دی ځکه چه دهغه په شرع کښی دا واجب نه وه چه دبل جانب نه دی تپوس کیدی شی لیکن مناسب وه داترک اولٰی دی چه انبیاء علیهم السلام په دی باندی هم خفه کیږی ځکه چه حسنات الابرار سیئات المقربین یعنی دعامو نیکانو یو جائز کار دخاص بندگانو په نسبت بد گنړلی کیږی - یامصداق دفتنی داوو چه داؤد علیه السلام خپل اوقات تقسیم کړی وو چه یوورځ به ئی فیصلی دخلقو کولی او دوهمه ورځ به ئی عبادت خانه کښی خلوت نشینی کوله دپاره دعبادت د اللّه تعالٰی اوداد هغه اجتهاد وؤ لیکن په دی واقعی سره اللّه تعالٰی هغه ته تنبیه ورکړه چه هرکله ستا دعبادت په ورځ د چا جگړه راشی اوفیصلی شرعی ته محتاج وی نو دا فیصله به څوک کوی اوحال داچه دشرعی فیصله کولو ثواب او اجر دنفلی عبادتونو نه بهتردی - نو دتنبیه د اللّه تعالٰی نه داؤد علیه السلام ته معلومه شوه چه دا تفسیم ځما دطرف نه مناسب نه دی اودا خلاف اولٰی دی ددی وجی نه گمان ئی اوکړو چه زه په فتنه کښی واقع شوم (فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ) استغفار دانبیاء علیهم السلام د گناه نه نه وی ځکه چه هغوی معصوم دی لیکن دا استغفار تعبداً وی یعنی ځان د اللّه تعالٰی خاص بنده اوگنړی اوبعضی حالات خپل مناسب اونه گنړی نودهغی نه توبی اوباسی (وَخَرَّ رَاكِعًا وَأَنَابَ) رکوع په معنیٰ دسجدی ده په دلیل دلفظ د خَرَّ سره -
[۲۵] اوله نتیجه د استغفارده او دوهمه نتیجه دسجدی کولو ده اودریمه نتیجه د انابت اِلی اللّه تعالٰی ده -