وَمَا لِيَ ۱۱۰۵ ص

يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُمْ بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ ﴿۲۶﴾ وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا بَاطِلًا ذَلِكَ ظَنُّ الَّذِينَ كَفَرُوا فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ كَفَرُوا مِنَ النَّارِ ﴿۲۷﴾

ای داؤد یقیناً مونږ گرځولئ ئی ته خلیفه (فیصلی کوؤنکی) په ملک کښی نوفیصلی کوه په مینځ دخلقو کښی په حق سره او تابعداری اونه کړی دخواهش نو وابه ړوی تالره د لاری د اللّه تعالٰی نه یقیناً هغه کسان چه اوړی د لاری د اللّه تعالٰی نه دوی لره عذاب سخت دی په دی وجه چه دوی هیره کړی ده ورځ د حساب ﴿۲۶﴾
اونه دی پیدا کړی مونږ آسمان او ځمکه اوهغه چه ددی په مینځ کښی دی بی فائدی داگمان دی دکافرانو نو تباهی ده کافرانولره داورنه ﴿۲۷﴾

[۲۶] ربط ددی آیت تقاضا کوی چه ماقبل واقعه دفیصلی کولوسره تعلق لری لکه چه روستو دوه طریقی بیان شوی دی اود واقعی داوریا سره هیڅ تعلق نه لری اوپه دی آیت کښی تثبیت دی داؤد علیه السلام ته او ادب او طریقه خودل دی دشرعی فیصلو کولو اوتنبیه ده نورو خلقو ته د اتباع دخواهش په باره کښی اوهرچه داؤد علیه السلام دی نوهغه خو معصوم دی دهغه نه دا خطره نیشته چه تابعداری دخواهش به ئی کړی وی یا به د آئنده دپاره اوکړی، داسی مفسر آلوسی په تفسیر روح المعانی کښی لیکلی دی نو کومو مفسرینو چه وئیلی دی چه دا تنبیه داؤد علیه السلام ته ورکوی ځکه چه هغه د اوریاد ښځی په حصول کښی اتباع دهویٰ ته دخل ورکړی وؤ نودغه مفسرینو دانصاف نه بهر خبره کړی ده اودائی دانبیاؤ په شان کښی گستاخی کړی ده - (خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ) خطیب شربینی لیکلی دی چه دخلیفه دوه معنی دی اوله معنیٰ داده چه اللّه تعالٰی ته د تیرشوی انبیاؤ علیهم السلام نه نائب گرځولی ئی په دعوة الی اللّه تعالٰی اوپه سیاست دخلقو کښی اودوهمه معنیٰ داچه تاله ئی طاقت درکړی دی چه احکام د اللّه تعالٰی په ځمکه کښی نافذکړی -
[۲۷] ربط‌ ددی آیت مخکښی سره دادی چه مخکښی تخویف وؤ په نسیان د یوم الحساب نو په دی آیتونو کښی رد په منکرینو دیوم الحساب او اثبات دقیامت دی - او داآیت دلیل دی چه څوک دا مخلوق عبث او لوبی گنړی نوهغه کافردی اودا گمان ئی سبب دجنهم دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>