وَمَا لِيَ ۱۱۰۶ ص

أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ ﴿۲۸﴾ كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿۲۹﴾ وَوَهَبْنَا لِدَاوُودَ سُلَيْمَانَ نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ ﴿۳۰﴾ إِذْ عُرِضَ عَلَيْهِ بِالْعَشِيِّ الصَّافِنَاتُ الْجِيَادُ ﴿۳۱﴾

آیا گرځوؤ مونږ هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعملونه ئی کړی دی موافق دسنت سره په شان دهغه کسانو چه فساد کوی په ملک کښی آیا گرځوؤ متقیانو لره په شان د نافرمانو ﴿۲۸﴾
دا کتاب دی نازل کړی دی مونږ تاته برکتونو والا دی دی دپاره چه دوی سوچ اوکړی په آیاتونو دده کښی او دپاره ددی چه نصیحت واخلی خالص عقل والا ﴿۲۹﴾
او اوبخو مونږ داؤد علیه السلام ته سلیمان علیه السلام ښه بنده وؤ یقیناً دی اللّه تعالٰی ته ډیرورگرځیدونکی وؤ ﴿۳۰﴾
کله چه پیش کړی شو په هغه باندی په ماځیگر کښی په دری خپو ولاړ اسونه کره ﴿۳۱﴾

[۲۸] دا دوهم رد دی په منکرینو دقیامت باندی یعنی جزا اوسزا چه حق نه وی نوبیا خومؤمن اوغیر مؤمن یوشان به وی او دابی انصافی او ظلم دی -
[۲۹] ترغیب دی قرآن کریم ته دپاره داثبات دتوحید اودپاره دتذکیردقیامت اودپاره د اثبات فرق په مینځ ددواړو فریقو کښی چه مخکښی آیت کښی ذکروؤ (مُبَارَكٌ) تفسیرنیشاپوری کښی په تفسیرد سورة انعام کښی وئیلی دی چه خیردقرآن ډیردی نفع ئی همیشه ده باعث دی په ښه کارونو اومنع کوؤنکی دی د بدکارونونه - اود اللّه تعالٰی سنت جاری دی چه څوک شغل دقرآن سره لری اوتمسک کوی په ده باندی نوهغه عزت والادی په دنیا او آخرت کښی اودا په تجری سره ثابته ده (لِيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ) مقصد دقرآن کریم صرف تلاوت نه دی بلکه په هغی باندی ځان پوهه ول دی اوسوچ کول دی (وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ) روستو دتدبراو فکرکولونه بعضی خلق نصیحت قبول کړی اوبعضی نه قبلوی چاچه قبول کړو نوهغه ته ئی خالص عقل والا اوئیل - اشاره ده چه دعلم دقرآن نه مقصد عمل کول دی -
[۳۰] دا دوهمه قصه ده په دی ذکرکوی ښائشته صفات د سلیمان علیه السلام اوورپسی ذکرکوی ابتلاء د هغه دپاره درد په مشرکینو چه ابتلاء په چاباندی راځی نوهغه شفیع قهری نشی کیدی اگرچه ډیرلوی بزرگ وی (وَوَهَبْنَا) مراد دادی چه هغه ئی نبی اوگرځوؤ دپاره ددی چه په کاردنبوت کښی د داؤد علیه السلام سره مدد اوکړی اوروستو دوفات دهغه نه سلیمان علیه السلام نبی وو اوبادشاه هم شو -
[۳۱] په دی کښی دریم صفت دهغه ذکرکوی یعنی جهاد فی سبیل اللّه اودرباط فی سبیل اللّه سره محبت کول یعنی اسونه دجهاد دپاره ساتل اودهغی خدمت کول سبب دلوی اجر دی (بِالْعَشِيِّ) روستو دزوال نه ترغروب پوری وخت ته عشی ویلی شی اوعشاء روستو دنمراو عروب دشفق ته وئیلی کیږی (الصَّافِنَاتُ) هغه اسونه دی چه ولاړ وی او دری واړه خپی ئی مضبوطی او څلورمی خپی سوه ئی سسته لگولی وی او دکره او تیزرفتار اس علامت دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>